
د سلام په وړاندې كولو سره !
زه سخي سردار دخوست ولايت د نادرشاه كوټ ولسوالۍ
د گېډه ورې دكلي اوسېدونكی یم .
د كلي په استازيتوب د جمهور رئيس كرزي صاحب او د كورنيو چارو وزير پتنګ صاحب څخه هيله مند
يو چې خپل والي صاحب عبدالجبار نعيمي او امنيه قومندان ځاځي صاحب ته لارښوونه وكړي
چې د ځمكې د غا صبانو مخنيوۍ وكړي. چې د
دوه كالو راهيسې زمونږ زراعتي ځمكه غصب كوي او اوس ۶۰۰ جريبوته رسيږي او نه پريږدي
چې د خپل پلار او نيكه جايداد وكرو او يوه
مړۍ ډوډۍ لاسته راوړو.
دغاصبانو له خوا په يوه تيري كې په دې كلي باندې
۳۰ كسه په دي اخ او ډپ كې هغه وخت ټپيان او د څارويو كوټې او واښه ئي وسوزول چې دمحكمې دقضائي پريكړې پر بنسټ بزگرانو په خپل
كښت پيل وكړو.
د ځمكې غاصبين د كورونو څخه د ايستلو ګواښونه
كوي. او د دې ولايت هېڅ يوه چارواكي د دوي
مخنيوئ و نه كړو.
كه چېرې چارواكي نه اوري نو د خبريالانو څخه هيله
مند يو چې دې كلي ته راشي او له نږدې وګوري چې څه تېريږي. او د اړوند چارواكو سره په دې تړاو اړيكي تينګې
او امنيتي ځواكونه دځمكې د غاصبانو مخنيوئ
وكړي . او مونږ خپلې ځمكې كرلوته دقضائي پريكړې پر بنسټ پرېږدي.
او رسول شوئ زيان ځينې واخستل شي.
هيله مند يم چې په خپل خبري سرويس كې خپور كړئ