
د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي، چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږيز نه تر ۱۵۲۶ زېږيز کالونو پورې وه. تر دې وروسته د درانيانو دور د نوي تېرمهال پاچايي وه چې په ۱۷۴۷زېږيز کال کې يې پيل شوی و. پښتنو له ۱۹۷۹ نه تر ۱۹۸۹ پورې په سړه جګړه کې هم ډېر ستر رول لوبولی و او ډېرو پښتنو د روسانو پر ضد په جهاد کې هم برخه اخيستې وه. پښتنو د طالبانو د واکمنۍ او راپرځېدو پر مهال د نړېوالو پام ځان پلو اړولی وه، دا ځکه چې د طالبانو د خوځښت ډېرکۍ ډله پښتنو جوړوله. (وکيپيډيا) پښتانه په تاريخي لحاظ يو پيژندل شوی قوم دی، په ډېرو دورو کې يې زیاتې لاسته راوړنې لرلي او ترلاسه کړې يې دي، د نوي حکومت په پيل کې چې د ښاغلي حامدکرزي په مشرۍ منځ ته راغی، ډېر پياوړي او پيژندل شوې ښتنې څهرې يې ترڅنګ د خدمت په نيت ودرېدې، خو دا چې زموږ پښتانه له تېرو څه باندې پنځه دېرش کالونو راهيسې بې تعليمه پاتې او که کومې برخې يې تعليم او زده کړې هم کړي ډېره کمه فيصدي تشيکلوي، همداء لامل دی، چې زموږ ډېری شمېر هېوادوال د ځینو بهرنيو او داخلي کړيو ښکار شول، دوی يې د لاس الو په شان استعمال او کله چې يې د خدمت طمعه نه کېده بيا یې له منځه يوړل. که له يو خواء څخه بهرنۍ لاسوهنې زموږ پښتانه د خپلو پښتنو په مقابل کې وکارول له بل پلوه په داخل د اوسني حکومت کې هم داسې چارواکي شته، چې پښتانه يې د خپل لاس الې ګرځولي د څو پيسو په مقابل کې ورته قسماقسم توطيې او دسيسې جوړوي، چې په پښتون مېشته ولایاتو کې بنسټيزې پروژې پلي نشي، کار اهل ته ونه سپارل شي، ماشومان يې له زده کړو محروم پاتې شي، کلينکونه، سړکونه، برق او ويالې يې پښې نشي، ځينې يې د کلبدين حکمتيار، ملامحمدعمراخند، حقاني او ځني نور يې پدې نوم چې د پاکستان هېواد له استخبارتي کړيو سره لاس لري له منځه يوړل، بدبختانه چې په داسې حالاتو کې زموږ ډېری شمېر هېوادوال او يو شمېر د څوکۍ وږي هم په غيري شعروي ډول پرمخ ولاړل. د دې ترڅنګ نورو سياسي دسيسو زموږ يو شمېر په نړيواله سطحه پيژندل شوي پښتانه شخصيتونه هم وځپل او حتی دې حالاتو ته يې ورسول، چې د سياسي ډګر څخه لار چپه او بل لوری انتخاب کړي، چې له جملې يې پيژندل شوی نړيوال شخصيت ډاکټر اشرف غني احمدزی صاحب، ډاکټرعلي احمدجلالي، محمدحنيف اتمر، غلام جيلاني پوپل، عارف نورزی او داسې نور شخصیتونه دي، چې دسياسي دسيسو ښکار شول او پښتانه هم په غيرشعوري ډول پرمخ ولاړل چې لامل يې د دوی له صحنې څخه په وتلو تمام شو. پورته ذکر شويو شخصيتونو هر يو په خپل کاري دور کې ډېرې داسې لاسته راوړنې لرلي، چې اوس هم افغان مظلوم ولس ورته لاس په دعا دي، خو د دې ترڅنګ د شمالي ټلوالې او ځينيو نورو تنظيمونو مشران بيا پرمخ روان دي، چې ژوندۍ بیلګه یې د دفاع چارو اوسنی وزير يادولی شو، د ملت د استازو له لوري څو مياشتې وړاندې د دفاع چارو پخوانی وزير جنرال عبدالرحيم وردګ او د هغه وخت د کورنيو چارو (اوسنی دفاع وزير) سترجنرال بسم الله خان محمدي پدې نوم سلب صلاحیت کړل، چې دوی په خپلو دندو کې پاتې راغلي او ندي توانېدلي، چې په هېواد کې د روانو ناخوالو، ناامنيو، بدامنيو او د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري په کنړ ولایت د توغېدونکيو توغنديو په مقابل کې چپه خوله ناست و، د ملت استازو دواړه چارواکي سلب صلاحيت کړل، صلاحيت یې ځینې واخيست، خو موده وروسته هماغه د کورنيو چارو وزيربسم الله محمدي بيا د دفاع وزارت څوکۍ ته نوماند د ملت استازو ته وپيژندل شو، چې د ملت استازو هم د څو کثيفو پيسو په مقابل کې ورته رايه ورکړه، خپل ضمير او د ولس ژوند يې خرڅ کړو او بیا یې هغه ټوپکمار چې د کورنيو چارو په وزارت کې يې د خپل وس په اندازه سلاح خپل ډېپو ته انتقال کړې وې، او پښتانه یې تر ډېره حده د کورنيو چارو په وزارت کې له منځه وړي و، بيا يې د دفاع وزارت په څوکۍ کښېناو. بسم الله محمدي يوازينی د پښتنو ضد وزير دی، چې پښتانه يې له منځه يوړل او که کوم څوک پاتې هم شول، هغه د بسم الله محمدي چاپلوسان و، د پيسو او امکاناتو په خاطر یې د بسم الله محمدي سره کار کاوه، او حتی تر دې چې د نورو پښتنو څټو په اړه به یې نړیوالو او افغان مشرانو ته بې بنسټه او له حقيقته ليرې معلومات ورکول، د ځينو اطلاعاتو په بناء چې نړیوالو ته به د شخصي بغض له وجهې ورکول کېدل کورنه به يې تالاشي کېدل، یعنې بايد وويل شي، چې دا پښتانه د نورو پښتنو د له منځه وړلو لپاره په کورنيو چارو وزارت کې ساتل کېدل. د پښتون مېشته ولایاتو دښمنان (داخلي او بهرنۍ کړۍ) غواړي په پښتونو د کلتور، علم، پرمختګ ترڅنګ سياسي يرغل وکړي او پښتانه نورې نړۍ ته داسې وښایي چې دوی اصلاً د ټوپک، ورانکارۍ او تروريستۍ څخه بغير نور څه ندي زده، پدې برخه کې نړيوالو رسنيو هم منفي رول اداء کړی او تر اوسه یې د پښتنو په شتون او د دوی په شهامت مستند راپورونه نړيوالو ته ندي وړاندې کړي، همداسې کړيو د بهرنيو مشرانو تر څنګ افغان مشرانو حتی ولسمشر ته هم له حقيقته ليرې معلومات انتقال کړي او کوښښ يې کړی، چې د پښتانو په مقابل کې د ولسمشر ذهنيت هم واړوي. اوس هم وخت شته، چې دا ولاياتونه د سولې، امن، ترقۍ، پرمختګ، تعليم او نور ډېرو برخو کې پرمختګونه وکړي، او نړيوالو ته وښایي، چې پښتانه د تورې ترڅنګ قلم هم استعمالوی شي او کولای شي، چې د تورې ترڅنګ ډېرې مسلې په قلم حل کړي، خو دا خبره هغه وخت ممکنه ده، چې زموږ مشران، چارواکي، د ولس استازي او نور د پښتنو د له منځه وړلو پرځای د پښتنو د پايښت او تقويت لپاره کار وکړي. په ټوله مينه صمد افغان