
د ولسمشر حامدکرزي له لوري په کابينه کې يوشمېر داسې وزيران په دندو ګمارل شوي، چې د ملت غم، هېوادنۍ ګټې او ريښتني خدمت پرځای یې لوټمارۍ، قچاقبرۍ او ځاني ګټو اخته دي، وزير د ولسمشر لخوا پدې موخه ټاکل کېږي، چې د هېواد ترقۍ او ډاډمن امنيت ، دهېواد داخلي او خارجي سياسي تګلاره پرمخ وړلو لپاره کار وکړي، خو يو شمېر وزيران داسې ندي، دوی که له يوه طرفه څخه په خپلو دندو کې پاتې راغلي له بل پلوه په ځاني ګټو اخته او د وکيلانو فشار لاندې هم دي، پرځای د دې چې د وکيلانو سره د هغه منطق او قانوني صلاحيت په بناء خبرې وکړي دوی يې لري، مګر دوی خپل درانه سرونه د هغوئ په پښو کې کښته کوي. همداء اوس د ولسمشر له لوري د صادر شوي ۴۵ ګڼه فرمان د تطبيق په خاطر له يوه طرفه يو شمېر وزارتونه تشريفاتي کارونه شروع کړي اويو شمېر نور وزيرصاحبان بيا د تېر په شان پخپلو عياشيو او بدکاريو کې بوخت دي، دوی پخواء هم د خپلو شخصي کارونو، ناوړه اړيکو او ځاني ګټو په خاطر بهرنيو هېوادونو ته سفرونه کول او اوس يې هم کوي، پدې وزیرانو کې داسې څوک هم شته، چې د قوي تروريستانو او ورانکارو په خوشي کولو او د هغوئ لپاره واسطې ګرځيدلې دي. په هغه شمېر وزراتونو کې چې وزير صاحبان يې شتون نلري، معينان يې يا سلب صلاحيت شوي او که صلاحيت هم لري بيا نو له ناوړه اړيکو لرلو لرې پاتې ندي، رئيسان او مديران يې خو په خپل سر دي، په هره اداره چې سردننه شي پرځای د دې چې کار پرمخ يوسي د يو بل په تخريب پسې يې لاسونه بډوهلي، په همدې وزارتونو کې کمېشنکاران، دلالان او قانون ماتوونکو ډلو جرړې کړي، معينان او وزيران يې پرځای د دې چې د وزارت اړونده اړيکې له بهرنیو هېوادونو سره ژوندۍ او ښې وساتې دوی خپلې شخصي او ناوړه اړيکو ته ترجيح ورکوي او پدې اند دي چې هر کله پرې څه مشکل راځي بيا به په اسانۍ وکولای شي، چې نورو هېوادونو ته ولاړ شي، له بل پلوه په وزارتونو کې د صادق او وطندوسته کارکوونکو پرځای هغه چا ته ډېره ترجيح ورکول کېږي، چې غوړه مالان وي او د وزيرانو او معينانو صفتونو څخه يې خوله نه وزګارېږي. د ملت د استازو له لوري په يو شمېر وزارتونو فشار راستول د دې لامل ګرځيدلی، چې وزيران له خپل صلاحيت څخه پوره ګټه نشي پورته کولای، وزيران، معينان او رئيسان يې تر سانسور لاندې راوستي، او ډېری وخت داسې هم شوي، چې د همدې فشارونو له وجهې وزيران د وکيلانو او زورواکو د خوشحاله ساتلو لپاره غيرې قانوني کارونه ترسره کوي، شايد داسې کارونه هم ترسره شي، چې دوی پکې د خپل قوم او رقيب د ځپلو لپاره مټې بډوهلی شي او هغه څوک چې په وزارتونو کې څوک واسطه نه لري مجبوراً يا له حکومت څخه فاصله اخلي، غرونو ته ځي، يا د ګاونډيو هېوادونو ښارونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي او يا هم له وسلوالو سره لاس يو کېږي، هماغه کسان چې تر غيرقانوني کړنو تر مخه د هېواد او وسني نظام ملاتړي و د مخالفينو سره لاس یو کوي او د هغوئ حمايت څخه برخمن کېږي، ځکه که زورواکي او چارواکي د حکومت ملاتړ لري دوی مجبوراً د مخالفينو ملاتړ ترلاسه کولو ته اړ کېږي. په هېواد کې د غير قانوني کړنو له وجهې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شوي، يو شمېر خلکو يې خپلې سرمايې ویستې (فرار کړې)، په واټونو، لويو لارو او کوڅو کې د مسلحو قواوو شتون او په داسې انداز درېدل، چې په ليدو کې خلکو ته فکر لوېږي، چې شايد د ورانۍ او د ډېرې بدامنۍ نښې ښکاري او مسلح ځواکونه يې د مخنيوي لپاره تيار او اماده ناست دي، خو داسې هم نده، ځکه اوس هم نه يوازې په پلازمينې کابل بلکه په ولاياتو کې سړي تښتونه، موټرتښتونه، کور لوټونه او سړي وژنه زياته شوې، چې ژوندۍ بيلګه يې په مرکز کابل کې ده، د مرکز کابل د کمپنۍ يو اوسيدونکی چې د خپلې محلې وکيل هم دي، ۳۷ ورځې وړاندې يې کوچنی ځوی د خپلو حمساياګانو له لوري وتښتول شو، د تښتونې وروسته یې کاپيسان ته انتقال کړ او هلته يې پوره ۳۵ ورځې وساته، اوس تاسو له ځان سره فکر وکړئ، چې يو ماشوم دې د کمپنۍ څخه تښتول کېږي، د څو ورځو پټ ساتنې وروسته په لويه لاره کاپيسا ته استول کېږي ا و په لار کې دې امنيتي ځواکونه ونه توانېږي ، چې هغه ماشوم د اختطاف ګرو له منګلو خلاص کاندي، اختطاف کوونکو د وکيل څخه د يو ميليون امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه. په اوسني حالتو کې چې امنيتي ځواکونه په واټونو او لويو لارو کې ترسترګو کېږي پخواء هېڅکله هم داسې نه و، خو بيا هم نشي کولای ،چې يوازې د پلازمېنې امنيت وساتي، سرمايه ګرو (ملي تاجرانو) د ځان، مال او کور ساتنې لپاره مجبوراً شخصي ساتونکي ساتلي، هغوئ ته پیسې ورکوي، چې د دوی امنيت تامين کړی شي، شايد په تښتونه او غلاوو کې د مسلحو قواوو منسوبين لاس ونلري، خو بايد د مخنيوي لپاره یې جدي قدمونه واخلي، په تېرو ۱۱ کالونو کې داسې قضې شته، چې له وجهې يې زموږ هېوادوالو ته ډېر زيانونه رسيدلې وسي او په هغوئ کې مسلحو قواوو منسوبين لاس لرلی وسي، خو تر اوسه داسې نه معلومېږي او نه هم ليدل شوي، چې څوک دې مجازات شوي وسي، په امنيتي ځواکونو کې نظم دسپلين شتون لري چې د دې ارګان اصلي اصل دی. پورته ذکر شوې ستونزې جدي پاملرنه غواړي، د ولس هيلې او ميد دا دی، چې نور دې پورته ذکر شوې ستونزې د پای ټکی کېښودل شي. د مثبت تغيیر په هيله صمد افغان