د ډیورنډ په اړه د شمال د ټلوالې او پاکستان همغږي

د ډیورنډ په اړه د شمال د ټلوالې او پاکستان همغږي
په دې وروستیو کې په مغرضانه ډول د  ډیورنډ موضوع مطرح کړاۍ شوه. پداسې حال کې چې د ډیرې مودې راهیڅې د هیواد د اقلیتونو تش په نامه مشرانو که هغه عطا محمد نور دې او که دوستم که ضیا مسعود دې او که محقق په بیا بیا د خپلو ګټو لپاره یاده موضوع یادوله او غوښتل یی چې باید پاکستان سره پرې خبرې او بالاخره ومنل شي.
په عمومي ډول د اکثریت په پرتله اقلیتونه چې هر چیرې وي د هاغه هیواد ملي ګټو ته ډیر تعهد او وفاداري نلري ولې په ډیرې مواردو کې د افغانستان د اقلیتونو استازي یا مشران د بې شرمۍ او ملي خیانت حد ته رسيدلي. افغانستان یواځینې داسې بدمرغه هیواد او پښتانه داسې بدبخته اکثریت دې چې خپل کور کې بې واکه او برخلیک ټاکونکي یی اقلیتونه دي.
د همدې ډلو لخوا پښتانه پرته له کوم دلیله د پاکستان د جاسوسانو په توګه یادول کیږي خو کله چې دوۍ وغواړي د پاکستان سره نږدې اړیکي ولري نو دا بیا ددوۍ سیاسي تاکتیک بلل کیږي. په دې نږدیو کې د پاکستان مهمو چارواکیو د شمال ټلوالې د مشرانو سره بیا بیا لیدنې کړي. ویل کیږي چې کابل کې د  پاکستان سفیر چې د ټلوالې سره د اړیکو دنده ورسپارل شوې په دې هکله ډیر پرمختګ کړې. پاکستان چې د لاپخوا څخه یی د ډیورنډ دواړو خواوو ته د پرتو پښتنو په سیاسی، کلتوري او ټولنیزه توګه ځپل اساسي پالیسي وه اوس غواړي چې د افغانستان لږه کي هم ځان سره شریک کړي.
داسي ښکاري چې حتی پخوا هم د پاکستان او د هیواد د  لږه کيو ترمنځ کوم تفاهم موجود وو. خپله حکمتیار هم یو وخت وویل چې پاکستان نه غوښتل چې یو غښتلې پښتون دې د افغانستان مشر اوسي او دده په وینا د ډاکټر نجیب د رژیم د سقوط نه وروسته یی د نوموړي مخالفت او ځپل پیل کړ.
بلخوا د امنیت پخواني مشر امرالله صالح چې ظاهراً یی ځان د پاکستان ستر مخالف ښودلو ولې داسې ښکاري چې د پردې تر شا دې ښاغلي هم د پاکستان سره کوم تفاهم درلود او د پښتنو ځپلو او هم د افغانستان روان کړکیچ کې پاکستان ته د ډیرې ونډې ورکولو لپاره خپل رول ولوبولو.
د ډیورنډ موضوع د افغان اولس په وجود داسې یو ژور زخم دې چې وینه ترې بهیږي خواوس مهال یی  مرهم نلري. خو تر هاغه مهال چې دغه زخم رغیدلې نه وي تر هغې نور وجود هم سمه ورځ نلري. ددې نه علاوه د اولس لپاره دا د ناموس مسله ګرځيدلې او دغه اولس  هیڅکله هم حکومت ته دغه (    Mandate) اعتبار یا اختیار ندې ورکړې چې په دغه ستره تاریخی ، حیاتي او برخلیک ټاکونکې موضوع دې کومه پریکړه وکړي. او پدې د کرزي صیب اوسنې حکومت ښه پوهیږي. همدا دلیل وو چې د بهرنیو چارو وزارت په همدې اړه خپل غبرګون کې وویل چې : \"د ډیورنډ کرښه افغانانو ته تاریخي ارزښت لري. دافغانستان دولت د یادې کرښې په هکله هر راز ویناوی ردوی او هغه بی ربطه ګنی\".
اوس د هیواد د لږه کیو دغه تش په نامه مشران دې لږ شرم وکړي او دهیواد دغه تر ټولو ستره ملي مئسله دې د خپلو پلیدو ګټو لپاره نه کاروي او چې اوسنې افغان حکومت ځان ددې جوګه نه ګڼي نو دغه د پردیو لاسته ناست د ګوتو په شمار څو تنه هیڅکله هم ددې موضوع د رابرڅیره کولو حق نلري. اوس مهال هیواد یو باثباته، قوي او پر خپلو خپو ولاړ نظام ته اړتیا لري چې په داسې نازک حالت کې ددا رنګه سترې موضوع رابرسیره کول په هیڅ وجه د هیواد او اولس په ګټه نه ده.
که څه هم د ډیورنډ د دواړو خواوو ولسونه د دغه تاریخي او ددوۍ د هویت د مسلې اختیار لري خو دوۍ نه دغه کرښه پخوا منلې او نه به یی په راتلونکې کې ومني.