
نظرمحمد مطمئن
داسي معلوميږي چي د روسانو سره د جهاد پرمهال ورته تاریخ بيا تکرار او دهغه وخت د کورنۍ جګړي وروستني ورځي، اوسمهال د امريکا سره د جګړي پرمهال د کورنۍ جګړي لومړنۍ ورځي دي.
کله چي د ډاکټر نجيب الله حکومت د روسانو په وروستيو وختونو کي دهغوی په خوښه راغی، ترهرڅه لومړی يې د سولي درواغجن شعار د نن ورځ د ښاغلي کرزي صاحب شعار ته ورته په رسنيو کي ډنډوره کيدی.
کله چي د ډاکټر نجيب الله حکومت ورځ تربلي کمزوری کیدی، د ښاغلي احمدشاه مسعود ترمشري لاندي د جهادي قومندانانو شورا جوړه شوه چي په وروسته وختونو کي دغي شورا د نظار شورا ځای ونيو.
د ډاکټر نجيب الله په وخت کي همدغه د جهادي قومندانانو شورا (د نظار شورا) هغه لومړنی قدم وو چي د کورنۍ جګړي له پاره واخستل شو، چي وروسته يې پايلي موږ ټولو افغانانو په خپلو سترګو وليدلي، د نظار شورا د نجیپ د حکومت د مليشو له مشرانو جنرال دوستم ، بابه جان او ګڼو نورو پرچم مليشو سره لاس يو کړ، د ډاکټر نجيب حکومت يې د سپيني کودتاه له مخي ړنګ او غوښتل يې چي پرځای يې ببرک کارمل ارګ ته راولي، خو د حزب اسلامي او نورو اسلامي ګوندونو له ويري يې دغه کار ونشوای کولای.
موږ ويره لرو چي د تورن صاحب اسماعيل خان اوسنی پروګرام به هم د نظار شوری پروګرام ته ورته د کورنۍ جګړي له پاره بيا ځل پېل وي، د مجاهدينو په نوم غولول شوی قومندانان به راټول کړل شي، هسي هم د ښاغلي کرزي اداره ورځ تربلي کمزوري کيږي، داچي په اردو او پوليسو کي د تورن صاحب د قوم خلک ډير زيات قدرتمن او واک درلودونکي دي، دهغوی سره به لاس يوکړي، دامريکا په خوښه به سپينه کودتاه وکړي، امريکا به له افغانستان څخه پښي سپکي کړي، بيا ځل به د شمال، هرات او ختيځ ائتلافونه دامريکا له وتلو سره سم له طالبانو سره د روسانو له وتلو څخه وروسته ورته کورنئ جګړي کي اخته شي.
تورن اسماعيل خان څو ورځي وړاندي په هرات کي د پخوانيو مجاهدينو په لويه غونډه کي اعلان وکړ چي د جهادي قومندانانو شورا جوړوي او له ډيره وخته يې پر دي کار کړی دی، د روان کال په لومړيو وختونو کي تورن صاحب ډيرو مشهورو سياسي څیرو ته ويلي وو چي بوخت دی چي مجاهدين سره راټول او يوه قوي شورا ورڅخه جوړه کړي، ترڅو د هيواد د دفاع له پاره په راتلونکي کي دغه کسان منظم وي، د هيواد د دفاع څخه د تورن صاحب مقصد د امريکا او غرب د عسکرو په مقابل کي جنګيدل نه دي، بلکه هغه د هيواد دفاع د پخوانيو مجاهدينو په نوم له اوسنيو مجاهدينو سره جنګ کولو ته وايې.
افغانان په جنګ ولي نه مړيږي؟ تورن صاحب ترکومه وخته به جنګ او جګړه کوو؟ د روسانو سره جګړه خو هر افغان جهاد باله، او دغه مؤمن ولس ښه پرېمانه قرباني ورکړه،خو وروستنۍ خپل منځي جګړو بېلابېل لاملونه درلودل، قوم پرستي، سمئيز توپيرونه، ناروا تعصبات، دواک او قدرت ترلاسه کول.
تورن صاحب! کله چي تاسي پخوانيو مجاهدينو په خپلو منځونو کي جګړه پېل کړه، بيا هم زموږ ډیری ځوانان د پخوانيو مجاهدينو د خپلمنځي جګړو له امله په ګور کي د تورو خاورو ميلمانه شول، دومره جنګ او جګړه وشوه، چي په هرکلي، سيمه، ولسوالي او ولايت کي نه هيريدونکي جنګونه وشول، په هرات کي هم د تاجک او پښتون په نوم درني جګړي وشوي.
په کابل کي د ښاغلي حکمتيار او ښاغلي مسعود جګړي لااوس هم زموږ له ذهن څخه نه دي وتلي، هغه دجګړي ترخي ورځي اوخاطري مو لاهم په يادکي پاتي دي.
د ښاغلي استاد سياف او ښاغلي استاد عبدالعلي مزاري له ظلمونو ډکي ناروا جګړي اوس هم دهغه وخت ماشومانو او د اوس وخت ځوانانو په ماغزو کي چکروهي او د سترګو له ګاټو يې هغه د مرګونو تصويرونه نه دي پاک شوي.
د تاجيک مشرانو او ازبک دوستم جګړي هم ددغه قوم د ځوانانو نه دي هيري شوي.
دهمدغو پخوانيو مجاهدينو د ظلمونو او ناسمو کړنو له امله ولس په طالب اعتماد او باور وکړ، په هر کلي، کور او سيمه کي ورسره يوځای شول، ورسره ودريدل، خو د ولس د ارادي او غوښتني پرخلاف د قدرت او واک ليونيان پخواني مجاهد قومندانان ددي پرځای چي په کور ارام کښيني او سلاح ولس ته تسليم کړي، جګړه يې پېل او يوځل بيا يې زموږ ډيری نازک ځوانان د ګور ميلمانه کړل.
تورن صاحب! زما د هرات مشهور جنګ له طالبانو سره ښه ياد دی، الله ج دي وکړي چي ستاسي له ياده هم نه وي وتلی، هغه وخت زه په پوهنتون کي وم،او د راډيوګانو څخه مو دخپلو ځوانانو د مرګونو بدخبرونه اوريدل، د جنوب لويديځي حوزي لوی او کوچني پر دي پوهيدی چي د ګرشک او شنډنډ ترمنځ دښتونو کي څومره د مړو لاشونه پاتي وو، آيا دغو ځوانانو ميندي، خوندي، ميرمني، وروڼو او دوستان نه درلودل؟ آيا دغو ځوانانو چي دګور ميلمانه شول راتلونکی نه درلود؟ آيا هغوی انسانان نه وو؟چي دهغوی له ناپوهي څخه ناسمه ګټه پورته کيدله؟
دامريکا دحملي پر وخت بيا هم زموږ هغه د درنو بمباريو ژغونه لا له ذهن څخه نه دي وتلي، په کانټينرونو کي د خالي سلاح بندي ځوانانو په ژوندون شکنجه کول او په بې رحمي سره يې له منځه وړل د افغان ولس په ياد دي.
د قلعه جنګي ځورونکي پېښه، خالي لاس بنديان په ګوليو ويشتل او له پاسه د امريکايې الوتکو بمبارد خو د ټولو ژوندي پاتي شوو افغانانو ياد دی. د ليلي دښتي خونړۍ پيښه چي لاهم تر اوسه نوي کندي او ډله ئیز قبرونه پيداکيږي، ټول افغانان پري خبر دي.
دناټو چي په سرکي يې امريکا ده په يولس کلن يرغل کي مو په لکونو ځوانان شهيدان شول، په لکونو ځوانان مو زخميان شول، په لکونو افغانان بې کوره او په زرونو افغانان په زندانونو کي شکنجه او وځوريدل.
ښاغلي تورن صاحب! سوال کوو، زارۍ کوو، لمن درته نيسو، نور د جنګ خبري مه کوئ، د افغانستان د آبادي او جوړيدو خبري وکړئ، د سولي او روغي خبري وکړئ، د خپل ځان د ګټي او واک او قدرت کي د پاتي کيدو له امله موږ بيا ځل په کورنۍ جګړه کي مه سوځوئ.
موږ مه وژنئ، زموږ وروڼه او خويندي مه وژنئ، زموږ پلرونه او ميندي مه وژنۍ، زموږ زامن او لورګاني مه وژنئ او زموږ ښکلي وطن نور مه خرابوئ.
ښاغلی تورن صاحب! بس ده نور په جګړو کي موږ افغانانو خير ونه کړ، د نورو افغانانو په ډول ستاسي کورنۍ هم ددغه ناورين څخه خوندي پاتي نه شوه، موږ ټول جګړو وکړولو، خوار او زار يې کړو، بي علمه او ناپوه يې کړو، د سيمي سره له سيالۍ کولو نه يې وغورځولو، هره ورځ مو پر پاکه خاوره د امريکاد بمباردترڅنګ د ګاونډي پاکستان درانه راکټونه را شړل کيږي، دا رنګه د ايران له راکټي بريدونومو هم خاوره خوندي نه شوه پاتي، دا ټول د جګړو له امله ده چي موږ يې کمزوري کړي يو.
که بيا هم جګړو ته دوام ورکوو او خپل په منځونو کي سره وژنو دا به يواځي دهغه چا په ګټه وي چي د ولس له محاکمي څخه ويره لري او په دي ډول به غواړي چي د ناپوهو او نا خبرو بې علمه افغان ځوانانو په مټ خپله نامشروع شتمني خوندي کړي.
موږ بې واکه اوکمزوری افغان ولس به الله ج ته سوال او زارۍ کوو چي الله پاک دي د هغو کسانو دا خوب نه رښتيا کوي چي کورنۍ جګړي ته لمن وهي، او الله ج دي همدغه د کورنۍ جګړي غوښتونکي مشران په خپلو منځونو کي مخکي د امریکا د يرغلګر پوځ له وتلو څخه لتاړ او الله ج دي افغان ولس ددوی له شر څخه خلاص کړي.
پای