پيشو هم په دې پوهيږي ؟!

     يو سړی  له پيشو نه ډاريده اوفکر يې کولو ، چې دی موږک دی او هرځای به يې چې پيشو وليده نو ترې منډه کوله به يې .
   کورنۍ يې دی د درملنې په موخه په روغتون کې بستري کړ . يوډاکټر   ، چې په اروا پوهنه کې يې پروفيسوري اخيستې وه ، د درملنې ﻻندې ونيوه او دی يې په دې باوري کړ ، چې دی موږک نه دی او سم  رک روغ سړی دی .
    يوه ورځ ډاکټرورته وويل ، چې اوس ته جوړ شوی يې اوکولی شې کورته وﻻړ شې.
دغه سړی کله چې دروغتون له دروازې نه بهر شو ، نو په يوه پيشويې نظر ولګيداو سمدﻻسه يې بيرته روغتون ته منډه کړه .
   ډاکټر دی وليد ، چې رنګ يې الوتی پوښتنه يې ترې وکړه ، چې ولې بيرته راستون شوې ؟
دغه سړي ورته وويل : بهر پيشو ده ! ډاکټر ورته وويل : ته خو پوهيږې ، چې ته سړی يې او موږک نه يې !
  دغه سړي ورته وويل ، چې هو زه خو پوهيږم ، خو پيشو هم په دې پوهيږي ؟!