ازاد نظم

داچې ماشوم
له مدرسې وتښتي
باندې را اوري
څه دوهمونو باران
ورسره مله وي
په هره لار کې
دخپل استاذ انديښنه
زمکه ځای نه ورکوي
له پلاره پټ ګرځيږي
ځکه خطا يې کړې
آه ناروا يې کړې
ورځ په ورځ دغه خطا
لويه ګناه جوړيږی
له نا پوهۍ ځخه يې
لويه بلا جوړيږي
که څه هم دغه بلا
خلک چيچلای نه شي
خو په باطن کې
دغه بلا
څومره فساد زيږوي
څومره تيارې خپروي
چی فيصله کوو بيا
ددې بلا په وړاندې
ډېره به ګرانه وي بيا
لکه تر ورخ چې
تيرې او به
را ګرځيدلای نه شي


په مينه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ