هغه وینا ، چې نړۍ یې حیرانه کړه

 هغه وینا ، چې نړۍ یې حیرانه کړه
لیکوال : د رویټرز پخوانی خبریال، جان ریټي.
ژباړن: تواب غورځنګ
د ۱۹۵۶ میلادي کال، د مارچ اولې ورځې وې، په ماسکو کې، یو ماسپښین په خپل اپارتمان کې، د سټاکهولم په لور د سبا الوتنې ته په چمتووالي بوخت وم، تلیفون زنګ وکړ، د غوږۍ په اخیستو پوه شوم، چې ځوان شوروی ملګری ، کوستیا اورلوف راسره خبرې کوي. هغه په بېړني غږ راته وویل، چې تر تګ دمخه دې باید ووینم. دا لېدنه راته په زړه پورې نه وه، ځکه تر پخې شپې مې ، ایله د سفر تیارۍ خلاصیدې او دسهار په خړو کې، مې د رخصتیو د تېرولو لپاره سټاکهولم ته پرواز درلود.
د هماغه ، کال د فبرورۍ په میاشت کې، پوره لس ورځې څو د ګوتو په شمېر لویدیځوالو خبریالانو، په ماسکو کې د شوروي د کمونېست ګوند د شلمې کنګرې جریان، په لویدځو رسنیو کې خپور کړی و. هغه کنګره، چې دجوزف سټالین شخصیت ته سپکاوی او د هغه پر کارونو انتقاد پکې لویه ګناه بلل شوې وه. خو د شپې ناوخته، د کنګرې تر رسمي پایته رسیدا وروسته ان د سهار تر لومړیو ساعتونو د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټي ، د ماڼۍ څراغونه بل وو او شاید تر پردې شاته به مجلسونه روان وو. موږ ټول حیران وو، چې د کنګرې تر پایته رسیدو ورسته، هلته د څه په اړه خبرې کیږي او ولې تر سهاره د ماڼۍ څراغونه بل دي؟
هغه و، چې هم مهالې ګنګوسې پیل شوې، ویل کیدل، چې د شوروي اتحاد نوي مشر نکیتا خروشچوف د ګوند یوې پټې غونډې ته، د راپور ورکولو پر وخت، په خورا جوتو ټکو د سټالین کورنۍ او بهرنۍ تګلارې غندلې او هغه يې د ګوند د غړو په وژلو او ځورولو تورن کړیدی. دا وینا د ګوند پر غړو لکه خپسه خپره شوه، ځینې یې د وینا پر مهال د زړه له حملې سره مخ شول او ځینو یې تر وینا وروسته ځان وژنې وکړې.
په هر حال، د اورلوف په غږ کې بيړې او وېرې ، اړ کړم، چې هو ورته ووایم. هغه وخت به ، کوم لویدیځوال ډېر نېکمرغه و، چې غیرې رسمي شوري ملګري به یې لرل. د سټالین د واکمنۍ پرمهال شوري وګړو، له لویدیځوالو سره ، تر حکومتي اجازې وروسته اړیکې ټینګولای شوې. که په خپلسرې توګه یې ، دا کار کړی وای، په څرګندې جاسوسۍ تورنیدل . ریښتیا داده، چې د سټالین تر واکمنۍ درې کاله وروسته، د ماسکو اوسیدونکي ، په یو لړ مدني ازادیو باوري شوي وو، خو لایې هم ډېر پام کاوه او د سټالین دحاکمیت خپسه پوره نه وه ټوله شوې.
دا اورلوف لپاره دا هرڅه بې توپیره وو او په څېره کې یې ، د وېرې هېڅ نښې نه معلومیدې، ما ورسره یو کال مخکې پېژندلي وو او په یوه حویلۍ کې یې خپلې خونې ته بللی وم. تر دوهمې نړېوالې جګړې لس کاله وروسته هم ډيری شوري وګړي په حویلیو کې اوسیدل او له کړاوه ډک ژوند يې درلود. ډېر کله به اورلوف پخپله زما کورته، چې د لویدیځوالو په یوه ځانګړي بلاک کې و، راتلو. دا بلاک تر کلک امنیتي څار لاندې و، خو اورلوف له ستونزې پرته زما کورته تګ ، راتګ کاوه، دې کار به يې کله کله شکمن کړم، چې ګوندې دی خو د کې جي بي غړی نه دی؟
اور لوف له ماښام لږ مخکې راغی او بې لدې چې کوم لیکلی یادښت ولري. د خروشچوف د وینا پر ټولو هغو جزیاتو خبر کړم، چې په اړه یې له مخکې ګنګوسې موجودې وې.که دده خبرې سمې وي، د خروشچوف وینا تر مخکنیو اوازو ډېره بوږنونکې وه. نوموړي ویل، چې د وینا متن ده ته، د ګوند دیوې سیمه ایزې کمېټې مشر ، چې انډېوال یې دی، ورکړی دی. خو پوښتنه دا وه، چې د اورلوف خبرې څومره د باور وړ دي؟ که ریښتیا نه وي څه به وشي؟ خامخا ما او رویټرز ته بدې پایلې لري. خېر ما سمدستي، خپل مشر سېنډني وېنینډ ته تلیفون وکړ، او د شپې په منځ کې مې ورسره د بیا غږیدو ژمنه وکړه.
نیمه شپه شوه او د رئیس زنګ راغی، لدې وېرې چې څوګ به مو خبرې واوري او یا به یې ثبت کړي، د واورې له وریدو سره د باندې سړک ته ووتم او د اورلوف ټولې خبرې مې د رویټرز مشر ته وکړې. د سړک غاړې ، د څراغ ونو له رڼا مې د یادښتونو په کتلو کې ګټه اخېسته او بلاخره مو پرېکړه وکړ، چې د اورلوف په خبرو باور وکړو. سهار وختي په داسې حال کې، چې فکر مې کاوه، په جیب کې مې د یادښتونو کتابچې اور اخیستی د سټاکهولم په لور والوتم، ما رویټرز ته ویلي وو، چې زما او دمعلوماتو د سرچینې له نوم اخیستو ډډه وکړي، ځکه زه لاهم په ماسکو کې د رویټرز خبریال وم او د سانسور له قانون د سرغړونې ګواښ مې نه شو منلای.
مسکو ته له را ګرځیدوسره سمدستي څه پېښ نه شول، خو تر رویټرز وروسته د نړۍ په نورو رسنیو کې ددې خبر پراخ انعکاس ، دمنځنۍ اروپا، هنګري او په خپله د روسیې خلک ، د شوروي د مقید حکومت پر وړاندې وپارول او د شوروي اتحاد ملي ثبات یې وګواښه . شوروي پوځ د حالاتو د کابو کولو لپاره چکسلکواکیه ونیوه او حکومت د جوزف سټالین د وخت بندیزونه له سره نوي کړل. په ماهم کې جي بي فشارونه زیات کړل او د شوروي پرېښودلو ته یې اړ کړم. نور مې ماسکو ته د بیا تګ سوچ هم نه شو کولای.
۳۲ دوه دېرش کاله ورسته هغه، وخت چې میاخیل کورباچوف د شوري مشر و، یو ځل بیا ماسکو ته لاړم، دا ځل د ګارډین د خبریال په توګه. اوس نو دا بیخي راته کره وه، چې اورلوف له خپلې خولې هېڅ نه وو ویلي. دی حتما د چا استاز و، خو د چا؟ ایا پخپله د کمونېست ګوند منشي او د شوروي مشر ، نکیتا خروشچوف خو نه و را استولی؟ خروشچوف خو نه غوښتل یې نړۍ ته وښيي، دسټالین تګلارې یې نه وې خوښې او دی مدني او بشري تمایلات لري؟ له هرچا به مې چې پوښتنه کوله، دا خبره یې ممکنه بلله او زه خپله هم همدا فکر کوم. خو دموضوع اصل تر اوسه هم معلوم نه دی. اوس د اورلوف هېڅ درک نشته. زما هغه مخلص ملګری او زما مهربان شوروی دوست ...! زه باور لرم، چې که رسنۍ ریښتیا ووایي، په نړۍ کې هېڅ زورواکي پاتې نه شي.