کوم ډول پرېکړې او تحلیلونه!؟

 کوم ډول پرېکړې او تحلیلونه!؟
محمد حلیم فدايي، د وردګو پخوانی والي
فلانی سفارت ته ولاړ، وروسته منفک شو، کېدای شي ایجینټ یې وی؟ د فلاني کور په فلاني هېواد کې ده، منفک شو، ځکه چي هغه هېواد ته به يي جاسوسي کوله! دا فلاني مشر خپل کلي ته هره ورځ ځي، وسله وال ولي ورته څه نه وايي، نو حتما ورسره لاس لري، نو باید و نیول شي! دا فلانی له فلاني اپوزیسیون سره کتنه درلوده، نو حتما غړی يي دی! دا د فلاني کس اړیکي له فلاني ډلي، قوم او یا سمت سره ښې دی، نو حتما غړی یی دی، نو دی به حتما یوه تنظیم، یا قوم او یا سمت ته کار کوي! دا فلانی یوازي په پښتو خبري کوي، نو حتما افغان ملتی دی او دا فلاني یوازي په دري ژبه خبري کوي نو حتما ستمی دی! یا دواړه متعصب دی. دا فلانی فرانسوي ږیره لري، اخلاق یی شه نه دی! زموږ د پرېکړو او تحلیلونو اساس تر ډېره برېده همدا ډول او دې ته ورته انګېرني او فرضيي دی.
فرضیه په سیاست، فلسفه، ادبیات، تولنیزو علومو، څېړنو، ساینسي علومو، اقتصاد او ... کې بیلې بیلې ماناوي، مفهوم او د استعمال ځای لري. فرضیه، تیوري، انګېرنه، برداشت، درک، ګمان، حدس او دروغ چې په انګېري ژبه کې ورته (Assumption, Perception, Theory, Cognition, Hypothesis, Understanding, Guess, Doubt ) وایی، د یو بل معادل، مترادف او یا د مضمون مطابق د یو بل متضاد او عکس واقع کېږي.
له بل پلوه، حقیقت، فاکټ، ثبوت، واقعیت، ریښتیا چې په انګرېزي کې ورته (Truth, Reality, Fact, Proof, Presumption,) وایی د یو بل معادل، مترادف او یا د مضمون مطابق د یو بل متضاد او عکس واقع کېږي. دلته زه نه غواړم ددغو کلماتو ترمنځ په تفاوتونو او یا د استعمال پر ځایونو خبري وکړم. اما موږ کوم ډول پرېکړه نیسو؟
په افغانستان کې چې ټولنه یې له جګړې، جهالت، اختلاف، بي کاري او غربت سره لاس او ګریوان ده، په طبیعي ډول وګړي له فکري او رواني پلوه دې ته اړ کېږي چې د پرېکړو بنسټ فرضيي او انګېړني و ټاکي او تر ډېره برېده د بي اساسه پرېکړو، فتواوو، تورونو او ټاپو سیاست پیل کېږي. عواطف، احساسات او جذبات پر عقل او منطق غلبه مومي. پالیسي جوړونکی (په محلي او ملي کچه) شکاک، ډارن او د بي اعتمادي ښکار کېږي. البته دا پرېکړي په سیاسي، استخباراتي، ژورنالسټی او ولسي کړیو کې ډیر سرایت کړیدي.
دا ډول پرېکړي ددغه متل مصداق (چي ريښتیا راځي، درواغو به کلي وران کړي وي) ګرځي. زه ویلای شم چي زموږ د ډیری پرېکړو بنسټ لومړنۍ ټکې دي. نتیجه یې دا ده چي زموږ پالیسي جوړونکي نه داچې یو بشپړ، مسلکي او کارپوهه ټیم نشي جوړولای بلکې د خپل ټیم مهم غړي له لاسه ورکوي او د بي اعتمادي له چاپیریال نه په ګټي اخیستو په مورد نظر ارګان او حتی کورنۍ کې دوښمن ته د فعالیت داخلي عامل په لاس ورکوي او د یو بل پر خلاف یي استعمالوي. په پایله کې نه داچې نظام کمزوري کوي او ددي وړتیا له لاسه ورکوي چې په هره برخه کې ولس ته ګټور خدمتونه وړاندي کړي، بلکې نظام د ننه څخه داسې تخریبوي، لکه وینه چې لرګی! له بیرونه به روغ اما په ډېر کم بیروني فشار له منځه تلای شي او که بیروني فشار وارد هم نشي، په خپله د وخت په تېرېدا سقوط کوي.
که غواړو چي له دغسې یو حالت څخه ځان و ژغورو، نو که هره پرېکړه ولو که ډېره کوچني وي، د لاندې معیارونو له چک کولو وروسته يي په اړه عاقلانه تصمیم ونیول شي:
• د خبر راوړونکی او ورکوونکی څومره موثق او د اعتماد وړ کس دی.
• د نوموړي پخواني ریپورټونه څومره دقیق ول.
• د خبر ورکوونکي او د چا په اړه چې خبر ورکول کېږي، پخواني او اوسنۍ اړېکي څه ډول دي؟
• د نوموړي شخص په اړه د همدې خبر ورکوونکې پخوا هم ریپورټونه ورکړیدي او کنه؟
• خبر ورکوونکی او د چاپه اړه چي خبر ورکړیدي، د ويني، تنظیم او کاري اړیکي شته او کنه؟
• خبر ورکوونکې په خپله اوریدلي دی او که له بل چايي اوریدلي دی؟ که یی له بل چا اوریدلي وي د هغي اړیکې په دغو معیارونو و ارزوي.
• خبر ورکوونکي کره شواهد، اسناد او ثبوتونه لري او کنه؟
• شواهد، اسناد او ثبوتونه مو له کم تر کمه دوو نورو معتبرو منابعو (کم تر کمه یوه بي طرفه) سره چک کړیدي او کنه؟
• دوه نوري معتبري منابع له دغه خبر ورکوونکي سره په دغو معیارونو ارزول شویدی او کنه؟
• آیا هغه حالات د کوم په اړه چي خبر ورکړی شویدي، هم ارزول شویدي او کنه؟
• آیا هغه کسان چي خبر ورکوونکې دي، د قوم او ژبي له نظره یو دی او که یو د بل په ژبه نه پوهیږي؟
• آیا خبر ورکوونکی او د چا په اړه چي خبر ورکول کېږي، د عقیدي، ارزښت او باورونو له پلوه سره شریک دي، که متفاوت؟؟
• آیا خبر (راپور) مو له هغه چا سره چي په اړه يي خبر ورکړی شویدی، چک شویدی او کنه؟
• آیا د خبر، خبر ورکوونکي او د خبر اخیستونکي او دچا په اړه چي خبر ورکول کېږي د اړیکو، سوابقو په اړه بشپړ معلومات لري، یا مو را ټول کړیدي او کنه؟
• د خبر وسایل او د وسایلو ثقه والي او کیفیت او څوک یي چي استعمالوي هغوی مو په دغو معیارونو چک کړیدی او کنه؟
• خبر ورکوونکي او خبر اخیستونکي د څېړني په اصولو پوهېږي او کنه؟
• آیا موږ د خپلو پرېکړو سیاسي، ټولنیز او اداري تاثیرات ارزولي او په دي اړه مو کار کړیدي، کنه وچ تخنیکي ارقام او اعداد او یا د ګمانونو بوجۍ!
• آیا څوک چي موږ ته خبر راکوي دهغه قوارې، پوهې او ښایست خو به را باندې اغیزه نه وي کړي؟
• آیا دا مو چک کړېده چي د خبر ورکوونکې او د چا په اړه چي خبر ورکول کېږي، ترمنځ په غوښتنو، شخصي منافعو او یا کومه بله موضوع کوم لفظي برخورد خو به نه وي شوي.
• آیا له ټولو موثقو نتایجو سره سره مو پرېکړه په یوازې ځان کړیده، که له اعتمادي ټیم سره له مشورې وروسته؟؟
کولای شو هر خبر او ریپورټ په هر اړخیز ډول و څېړو. لومړی معلومات له ګڼو منابعو را ټول کړو، توحید یې کړو، تحلیل او تجزیه يې کړو، د لومړیتوب پر بنسټ یې و ارزوو، ګواښونه، موانع او فرصتونه پکې په نخښه کړو، د حل عملي لاري چاري د خپلو ټولو امکاناتو او منابعو په محدوده کې وړاندیز کړو او بالاخره په اړه یي د کار په جریان کې څارنه او له کاره وروسته دقیقه ارزونه وکړو. له ارزوني وروسته ستونزي او زده کړې را ټولي او د هغې پر بنسټ پالیسي، تګلاره، کړنلار، ستراتیژي، فعالیت، عمل او بالاخره سیاست اتخاذ او پرېکړي ونیسو.
که چیري موږ یوازي د فرضیو پر بنسټ پرېکړي وکړو نو موږ به ددغه آیت نه سرغړونه کړي وي چي مفهوم يي په دې ډول دی: (کله چي تاسو ته فاسق (خبر راوړونکی) خبر راوړي، په کې تبین، تجسس، پلټنه او څېړنه وکړي، که دا کار مو و نکړ، نو تاسو به په ناپوهي او جهالت کې کي یو قوم، شخص او ولس ته زیان ورسوي، بیا به په خپلو کړنو پښېمانه یاست). دلته هغه چاته چې پرته له پلټنې خبر راوړي فاسق او څوک چې په اوازو، انګازو او فرضیو خبره مني او پرېکړه نیسي جاهل او ناپوهه ویل شویدي.
اړینه ده چي موږ خپلي ټولي پرېکړي او تصامیم (په ځانګړي ډول سیاسي يي) د څېړنو او حقایقو پر بنسټ و نیسو، نه د فرضیو او ګمانونو پر اساس. ځکه دا لومړي ډول یي عاقلانه او عادلانه او دوهم ډول یي فاسقانه او جاهلانه دی.