
د لوی اختر په مناسبت:
(د یو فیصد څخه کمو افغانانو که د ۲،۱ میلیارده مسلمانانو تګلاره؟!)
محمد حلیم فدايي، د وردګو پخوانی والي
په نړۍ کې څومره مسلمانان ژوند کوي؟ سیاسي واک ته د رسېدو یې کومه لاره
غوره کړېده، جګړه که سیاست؟ د افغانانو تګلاره څه ده او کومه لاره باید
غوره کړي؟؟ په دي اړه د اخترونو حکمت او فلسفه څه ده؟
د قرآن ډاټ اورګ د ویبپاڼي مطابق یو نیم میلیارده مسلمانان د نړي په ۱۷۰
هېوادونو کې ژوند کوي. د (پر مذهب او ولسي ژوند د پیرو فورم) چي امریکايي
تحقیقاتي موسسه ده، د نوې څېړني مطابق چي په ۲۳۷ اسلامي او غیر اسلامي
هېوادونو کې به په راتلوونکو دوو لسیزو کې د مسلمانانو نفوس ۲۵٪ زیات شي.
یعني مسلمانان به د ۸،۳ میلیارده اټکل شوي نفوس ۲۶.۴ سلنه جوړه کړي. د سي
این این د ریپورټ مطابق په هرو څلورو کسانو کې نېږدي یوکس مسلمان دی. دا
حتمي نه ده چي دا به په اسلامي هېوادونو کې وي. ریپورټ لیکي: هندوستان
اکثریت هندوان دي، اما مسلمانان یي پرته له اندونیزیا او پاکستان له بل هر
اسلامي هېواد څخه زیات دی. په چین کې له سوريي څخه زیات مسلمانان دی. په
جرمني کې له لبنان څخه زیات مسلمانان دی. روسیه له اردن او لیبیا څخه زیات
مسلمانان لري. د مسلم پاپولیشن ډاټ کام مطابق په ۲۰۱۲ کې د مسلمانانو نفوس
۲.۱ میلیارده دی. دلته موږ ته د اسلام نړېوالتوب راښيي او دا درس راکوي چي
اسلام او مسلمانان یوازي په افغانستان کې نه او یوازي په اسلامي هېوادونو
کې هم نه بلکې په ټوله نړۍ کې خپاره دی.د راتلونکې جمعي په ورځ (اکټوبر ۲۶،
۲۰۱۲) به کم ترکمه له دوه میلیارده څخه زیات مسلمانان په ټوله نړۍ کي لوي
اختر (د قربانۍ اختر) لمانځي.
د افغانستان ټول نفوس د ۲،۱ میلیارده مسلمانانو، ۱.۵ سلنه کېږي. په
اخترونو کې دوي ټول د الله حضور ته په ګډه د سهار له فرض لمانځه او لمرخاته
وروسته د اخترونو د لمانځه لپاره له هر ډول تبعیض او موقف پورته په جامع
جوماتونو او عیدګاوو کې په ګډه لمونځ کوي، تکبیرات او تسبیحات وايي. دا موږ
ته د فکر، عقیدي، نیت او روح له هر ډول باطني چټلیو څخه د ژغورني او د پخي
سیاسي ارادي او عدالت درس راکوي.
نوي جامي، څپلي، بوټونه اغوندي، خوشبويي او عطر لګوي، غسل کوي، ويښتان،
نوکان او ځان اصلاح او پاکوي. د کور غولی، خوني، دیوالونه، فرش، پردې،
صوفي، دوشکي لنډه داچې سمه خانه ټکاڼي کوي. دا موږ ته د پاکوالی او له
ظاهري چټلیو څخه د ژغورني درس راکوي.
خلک یو بل ته مبارکي وایي، ورته خاندي، په شونډو موسکا وي، یو بل ته غاړه
غړۍ کېږي، مرور سره پخلا کېږي او یا يي نور هڅوي چې سره پخلا شي، په دې ورځ
د مړو فاتحې اخیستل (د غم یادول) منع دي، هدیرو ته تګ منع دي، جایزي میلې
او خنداګانې کېږي. دا موږ ته د بخښني، عفو، د سولې، امن، زغم، یو بل ته
تېرېدلو، د کیني او حسد له منځه وړلو او پخلا کېدو درس راکوي.
مالدار حلال مالونه حلالوي، غوښه یي ویشي، د فطر صدقه ورکوي، اولادونو او
نېږدي خپلوانو ته د خپل توان مطابق لباس او د خوراک او څښاک وسایل اخلي. دا
موږ ته د قرباني (مالي او ځاني) له فقیرانو اوغریبانو سره د مرستي او
دهغوي په خوښۍ کې د شریکېدا درس راکوي.
خلک یو د بل کورونو ته ورځي، هلته دهغوی (خپلوانو او ملګرو) سره میوي او
ډوډي خوري، ډالۍ وروړي، کوچنیانو ته (عیدي: پیسي یا پتاسي) ورکوي، د مشرانو
(په ځانګړي ډول د مور او پلار) لاس ښکلوي، درنځورانو پوښتنه کوي. دا موږ
ته د صله رحمي، شفقت، ترحم او په کوچنیانو د لاس را ښکلو (نازولو)، سالمي
روزني او د مشرانو د احترام درس راکوي.
خلک په دې ورځ یوازي د خوښۍ، خندا، خوش خلقي، موسکا، مستي، مېلې، اتڼ، ټنګ
ټکور، پخلا کېدا او مبارکۍ چمونه کوي. دا موږ ته ته د مثبت فکر، مثبت عمل
او مثبت ګرايي درس راکوي.
د یوبل غلیمانو او دوښمنانو مرمي ډکې، ټوپک یي په اوږه او چانټه تر ملا پر
یو بل ډزي نه کوي، یو بل نه وژني له یو بل څخه د کسات اخیستلو نیت نلري،
بلکې له دوښمني سره سره یو بل ته غاړه ورکوي او یو بل ته مبارکۍ وايي. دا
موږ ته د جنګي اخلاقو درس او د قتل د بدوالی درس راکوي.
په دي ورځ بد چلند کول د نورو ورځو پر نسبت زیاته ګناه ده. لکه له چا سره
خبرې نه کول، قتل کول، کسات اخیستل، فقیرانو ته تروش تندی نیول، کنجوسي
کول، ژړا کول او ... . دا موږ ته ددې درس را کوي، چي موږ باید په ټولو
ناوړه دودونو او هغه ټولنیزو بدو چلندونو او سلوکونو چي ټولنه بدبختوي، د
بطلان کرښه راکاږو او د شو اخلاقو نمونه شو.
په دي ورځو کې اسراف، تبذیر، افراط او تفریط بالکل منع دی، حتی د نفلي او
قضايي فرضي روزو نیول هم صحیح نه دی. دا موږ ته د اعتدال درس راکوي او په
مناسب وخت کې دمناسب کار او وینا کولو درس راکوي.
د اختر د ورځو هدف، پیل، کارونه او پای معلوم وي، خلک په معین وخت کې دا
پورته ټول کارونه سرته رسوي، امکانات او منابع ورته برابروي. دا موږ ته
دغوره مدیریت او شه زعامت درس راکوي.
نو اوس پوښتنه داده چي آیا موږ د اخترونو همدغو درسونو او عبرتونو ته ژور
پام کړیدي، که نه همدا اسلامي اصل اوس یوازي یو دود ګرځېدلي او هغه هم په
ټول کار کې د ۶ ورځو لپاره؟! بېرته هماغه خرک، هماغه درک!! موږ ولي د
اخترونو څخه درس نه اخلو او د راتلوونکي شخصي، اجتماعي او سیاسي ژوند لپاره
یي تګلاره نه ټاکو؟!
آیا دا د افغانستان مسلمان ولس یوازي د جګړې او نفرت لپاره پیدا شویدي؟ آیا
د نړۍ یوازي همدا ۱.۵ سلنه، که ووایو چې ټول جګړه غواړي مسلمانان دی او
جنت ته به ځي؟! که په افغانستان کې د نظام د مخالفینو او موافقینو، د سولې د
مخالفینو او موافقینو سروي وشي شاید دا سلنه د نړۍ د مسلمانانو په پرتله
له صفر څخه را ښکته شي. افغانانانو په څه باندې څلویښت کالونو کې ۸۲
اخترونه لمانځلې دي، اما مصر ۸۱ کاله وروسته د ولسواکۍ او ولس ته د مراجعې
له لارې فرعون صفته دیکتاتور حکومت را نسکور او ځان یې سیاسي واک ته
ورساوه، ترکانو په همدغه ۳۰ کالونو کې ولس ته د مراجعې (سیاسي مبارزي) له
لاري سیاسي واک ته ځان ورساوه.
لاره يي همدا داده چي د نظام په دننه کې به د سیاسي، فرهنګي، اقتصادي،
تجارتي، تعلیمي، اخلاقي، قانوني او اجتماعي تغییراتو او اصلاحاتو لپاره
مسلسله سوله اییزوه مبارزه کوو (دا د دوه میلیارده مسلمانانو تګلاره ده)،
نه له نظام څخه په انزوا، جګړه اییز سیاست او سرتمبګي کي (دا د یو فیصد څخه
کمو افغانانو تګلاره ده). د دواړو تګلارو نتایج هم ستاسو په وړاندې دی.
عاجله اړتیا ده چي داخترونو فلسفي او حکمت او د ۲،۱ میلیاره مسلمانانو
سیاستونو ته په کتو سره په خپلو سیاستونو کې تر ژورنې څېړنې وروسته بنسټیز
تغییرات او اصلاحات راوولو. اوس خوشه ستاسو ده چې د یو فیصد څخه کمو
افغانانو که د ۲،۱ میلیارده مسلمانانو تګلاره ځان ته ټاکي؟