پروکيلانو خبرې تاثير نکړي!!

په هېواد کې د ولسواکۍ نظام د جوړېدو وروسته د ملي شوراء (پارلمان، مشرانو جرګې او ولايتي شوراګانو) دوهمې دورې ، له جوړېدو مخکې اوسنيو وکيلانو د انتخاباتي مبارزو پروخت له ولس سره (دوطن جوړولو، رشوت مخنیوی، شفافيت، اهليت، د زورواکۍ پاتی ته رسول، د مظلوم لاسنیوی، ځوانانو ته ترجيح ورکول، خپلې کړنې په اسلامي او افغاني مينه سرته رسول او په ټوله کې داسې څه کول چې هېواد ته نيمکرغي، سوکالي او ارامي راولي)، انتخاباتي مبارزې پای ته ورسېدې، د ولسواک نظام دوهمې دورې ټاکنې د ۱۳۸۹کال د سنبلې په ۲۷مه ڼېټه ترسره شوې، د ټاکنو وروسته افغان او نړيوالو د ټاکنو د شفافيت په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړي، د ولسمشر لخواء ځانګړې محکمه جوړه شوه،چې پر ټاکنو له سره کتنه وکړي، ځانګړې محکمې د شاوخواء ۶۰تنه په درغليوبرياليو وکيلانو نوملړ چمتو او د بعدي اجرااتو لپاره یې اړونده مرجع ته وړاندې کړ، خو د ياد شويو کسانو له جملې یوازې ۷ وکيلان له څوکيو ليري اونور چې زورواکان و څوکۍ يې پر ځان سلېخ کړی او نه يې غوښتل چې څوکۍ ورڅخه بل څوک ونيسي، د دوهمې دورې پارلمان ته هېوادوالو هيلې درلودلې او ګومان يې کاوه، چې دوهمه دوره شوراء به د لومړۍ په پرتله ځکه ښه وي، چې لومړۍ دوره امتحاني دوره وه او په دوهمه دوره کې به ټول په خپلو صلاحيتونو خبر او کارونه به په منظم ډول پر مخ يوسي، خو داسې ونشول، د ملي شوراء د دوهمې دورې د پيل په ورځ ټولو په پاک قران سوګند وکړ، چې دوی به خپلې دندې په پوره ايماندارۍ، صداقت، رېښتینولۍ پر مخ وړي، خو د سوګند کولو وروسته يې سملاسي په داسې څه لاس پورې کړ، چې افغان ولس ترې توقع نه درلوده، دوی ولس شاته وغورځاوه، په خپلو شخصي تجارتونو، کميشنکاريو، ورانکاريو او د پيسو په مقابل کې د کارونو خلاصول شروع کړل،  دوی داسې کارونو ته لاس واچوه، او داسې څه يې وکړل او کوي يې چې د وسلوالو مخالفينو د کړنو يې زيات زيان همدې ولس ته رسي، چا چې د اعتماد رايه ورکړې، چاچې خپل استازی ټاکل او چا چې ورته دا مقام ورکړی، نن دوی په هماغه ولس ملنډې وهي، دوی د هماغه ولس وينې څکي، دوی د همدې ولس په سر سودا شروع کړې، په مياشتو کې موټرې تبديلوي، نوي کورونه يې واخيستل او د کاروبار لپاره یې سرمايه جدا کړه.
د پارلمان وکيلانو په داسې څه لاس پوری کړی، چې يوازې څو محدودې کورنۍ يې خوشحاله وساتلې، د هغو کورنيو غړي يې په مختلفو او کليدي بستونو کې مقررل کړل، چې بل ځل بيا له دوی سره مرسته وکړي ترڅو پارلمان ته لار پيدا کړي، د يو شمېر کورنۍ غړي يې د ساتونکو په نوم له ځان سره ونيول، د بيت المال پیسې يې د تنخواه په نوم واخيستې او جيبونو ته يې واچولې؛ ويل کېږي، چې شاوخواء شپږ زره ساتونکي د ملي شوراء غړو د ساتنې په موخه د ملي پوليسو په چوکاټ کې ورکړل شوي او څه کم زر ساتونکي د ملي اردو په چوکاټ کې له دوی سره په دندو بوخت دي.
دوی پر وزارتونو لکه د ملنګانو په څهر ګرځي، مهم او کلیدي بستونه، قراردادونه او نور امتيازات غواړي، خو کله چې د وزارت مقام او يا اړونده مرجع ورته مثبت ځواب ورنکړي بيا یې ګواښي او ورته وايي، چې کميسيون ته به يې وغواړي، همداء شان دوی پر يو شمېر بهرنيو سفارتونو هم ګرځي، هغوئ ته يې ځانونو څخه اجنټان جوړ کړي، د افغان حکومت پټ رازونه ورته افشاء کوي، او په بدل کې له بهرنيو سفارتونو د ځينو هېوادونو ته د سفر، تحصيلي بورسونو او قراردادونو غوښتونکي وي.
د ملي شوراء غړي چې تحصيلي بورسونه ترلاسه کړي، بيا یې په ډالرو پلوري او يا يې هغه چاته ورکوي، چې سبا یې پرې دم چلېدای شي، قراردادونه يې بې کيفيته او په کليدی بستونو خپل همفکري ګماري، خو کله چې د رسنيو له لارې تبصرې کوي، همدا وکيلان بيا له ځانونو سپينې کوترې جوړې کړې، پر اوسني دولت انتقادونه کوي او وايي چې ګواکې دوی هېڅ نه دي کړي او ټوله پړه پر دولت واچوي، د پارلمان د غړو يادې کړنې په پارلمان کې ځينو وطندوسته وکيلان غصه کړي، قهرولې يې دي چې له جملې يې استاد اکبري، ډاکټر ګلالۍ نور صافۍ او د بادغيس يوه وکيله يادولی شو، دوی خپله د ولسي جرګې په عمومي غونډه او همدارنګه د رسنيو سره د مرکو له لارې له يادو وکيلانو غوښتي، چې نور د هېواد ژغورنې او هېوادساتنې لپاره بايد سره يو موټی شو، د هېواد د ابادولو، جوړولو، په هېواد کې دمثبت تغير، اهليت سپارلو، د روانو ناخوالو د له منځه وړلو او هېواد ژغورنې لپاره په ګډه کار وکړو، او د شخصي غوښتنو، قراردادونو ترلاسه کولو، تحصيلي بورسونو د خرڅولو، پرديو ته کارکولو، د غيرقانوني کړونو او داسې کارونو څخه لاس په سر شو، چې موږ يې د خپل وظيفوي صلاحيت په مټ کوو.
وړانديز:
که څه هم په وطن مينو ليکوالانو، مبصرينو، تحليګرانو او چارواکو په وار وار له وکيلانو څخه د پورته ذکر شويو منفي کړنو د مخنيوي او د مثبت کړنو د کولو غوښتنه کړې، له سلو زياتې ليکنې او تبصرې يې کړي، ټولې هغه خاليګاوې يې ورته په ګوته کړي، چې همدا اوس يې وکيلان ترسره کوي، که څه هم ياد شوو هلو ځلو پر خوب ويدو وکيلانو کوم تاثير ندی کړی،   خو بيا هم د يو افغان په صفت له وکيلانو څخه په کلکه غوښتنه کوم، چې دخدای لويې ومنئ، د وطن پر يتيمو بچيانو زړونه وسوځوئ، د مظلوم لاسنیوی وکړئ، د ظلم زياتي مخه ونيسئ، د ترهګرو، تروريستانو، غلو، قاچاقبرانو او سړي وژونکو په مقابل کې خپل عکس العملونه ښکاره کړئ، روانې غميزې ته د پاۍ ټکې کېږدئ، د خدای(ج) لويې ومنئ، چې حقايق ووياست، د هېواد جوړونې لپاره لاسونه سره ورکړئ، له شخصي کارونو لاس واخلئ، هېوادوالو ته هغه څه ورکړئ، چې له تاسو يې غوښتونکي دي، او که بيا مو هم خپلو اعمالو او کړنو ته همداسې دوام ورکړ لکه اوس يې چې کوئ، بیا نو ستاسو او د هغه ورانکارو، تروريستانو، ترهګرو، غلو، لوټمارانو، سړي وژونکو او د امنيت خرابوونکو ترمنځ زره قدر فرق هم نشته.
په افغانۍ مينه
صمد افغان