
د ټاکنوخپلواک کمېسيون دلړم پر ١٠مه اعلان وکړ،چې دولسمشرۍ اوولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي، کميسیون دا هم ويلي؛ چې ، د١٣٩٢ کال دلړم دمياشتې په شپږ ويشتمه نيټه انتخاباتي مبارزې پيل او د١٣٩٣ کال دوري دمياشتې تر ديارلسمې نيټې پورې دوام کوي، تراوسه نده معلومه، چې پدې دور انتخاباتو کې به څو نوماندان وي، خو د شننونکو په اند، چې شاوخواء ۵۰نفر به ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړي، دوی وايي، چې داځل د نوماندانو شمېره به ځکه زیات وي، چې اوسنی ولسمشر نشي کولای درېيم ځل لپاره نوماند شي، له بل پلوه شننونکي وایي، چې ياده نېټه کې به د هېواد په يو شمېر ولاياتو (پکتيا، کابل، وردگ ،روزگان ،غزنی ،باميان،دايکنډي،زابل ،غور ،بادغيس ،پروان ،پنجشير او بدخشان ) کې به هوا ډېره سړه وي او څوک به ونشي کولای چې د ټاکنو صندقونو ته ورشي، او خپله رايه وکاروي، حبيب الله غمخور صاحب وایي (داساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال دجوزاپه مياشت کي بايد وشي .سوال دادی چي ولي اودکومودلايلوله مخې ئې دټاکنووخت را وړاندي کړ ؟ پدې کارسره نه يوازي داچي افغانانوته سهولت پېښ نشوبلکې بې شمېره افغانان دټاکنوپه بهيرکي دگډون څخه دطبعي ستونځو له مخې محروميږي .چې ددې محروميت صلاحيت نه ښاغلی معنوي لري اونه هم ولسمشر کرزی صاحب . داخبره چي ځيني وايي پدې وخت کي ددولت مخالفين د پاکستان له گرمو بارکونه دافغانستان سړوسيموته راستانه شوي نه وي ،دومره اوس داعتباروړنه ده ځکه دوي هم اوس ژمی دلته په افغانستان کي تيروی دپاکستان تگ اوراتگ ددوي لپاره کومه ستونزه نده ،ډير ساده ځی اوراځی .)، له بل پلوه داسې هم ويل کېږي، چې د ولسي جرګې زيات شمېر غړو د رايو پخواني کارتونه ترلاسه کړي چې شمېر يې څلور لکو ته رسېږي، دوی په دې لټه کې دي، چې نور کارتونه هم پيدا کړي او د ولسمشريزو ټاکنو پروخت يې پر يو کانديد وپلوري، اوس د پارلمان وکيلانو پردې کار شروع کړی، چې څنګه کولای شي، له دې کارتونو څخه ګټه واخلي، يو وکيل ملګري، چې نه يې غواړم نوم يې ذکر کړم راته وويل؛ زموږ کمېسيون ملګرو پرون ورځ هم پر همدې خبرې کولای چې څنګه به وکولای شي، د رايو پخواني کارتونه پيدا او بيا یې پر يو کانديد خرڅ کړي، که داسې وشي، نو ښکاره ده، چې د هېواد راتلونکی به د همدې وکيلانو له لاسه تور وي، او د پيسو په مقابل کې به داسې څوک پرموږ د ولسمشر په نوم و تپي چې دوی ورڅخه پيسې اخيستی وي، بيا د هغه ولسمشر کار دی، چې هېواد ته خدمت کوي او که د اوسنیو وکیلانو په شان ځانته.
پدې خبره کې د لوړو مقاماتو څخه په درنښت هيله کوو، چې د يادې شوې موضوع د څيړنې او مخنيوي لپاره دې کشفي ارګانونو ته دنده ورکړي او دومره صلاحيت دې هم ورکړل شي، د شکمن وکيل کور تلاشي او ترلاسه شوي کارتونه د رسنيو له لارې عام ولس ته وښايي، چې نور د دوی څهرې بربنډې شي.
د پاکو او عادلانه ټاکنو په هیله.
صمد افغان