
نذر محمد بړيچ
جنوبي پښتونخوا، کوټه
Nazar_barech@yahoo.com
د پاکستان سياست او سياسي ليډر شپ هر وخت په داسي تذبذب او ګډوډي کې راښکېل وی چې هر سهار راپورته کيږي د يوې نوي ډرامې سره مخامخ وي سياسي بيانات او عمليات ماښام يو ډول وي او سهار ځني منکر وي. ماښام چې يې کومه خبره کړي وي سهار يې نه مني سياسي کړنلاره نسته، نظريات بدل سوي دي ، په انګريزي او اردو سياسي شعار نارې، جائز دي، خو پښتنو په پښتو باندي پابندي لګولي دي سياست د پښتانه په نوم کوي خو مفادات يې له پنجاب سره تړلي دي، مذهبي ګوندونو ځان د اسلام ټهيکيداران جوړ کړي دي. اوس خو يې په عربي سندري شروع کړي دي. څوک چې يې څلويښت کاله د قام او دين دښمن کڼی هغه يې نن خپل رهبر جوړ کړی دی. هر څومره چې مردارخور اوپليت وي خو که په قامي پارټۍ کې وي خو ډېر ښه غيرت مند پښتون دی او که په مذهبي ګوند کې وي هغه ډېر مسلمان وي. د هر ليډر په جېب کې بېلا بېل کارډونه وي چې چېري يې ضرورت شي هلته هغه کارډ استعماله وي. سياسي ليډران اوس پټي ټهيکيدار جوړ شوي دي. د يو فوجي په شان په سياست کې داسي U Turnخوري لکه په فوجي پريټ کې يو فوجي. نظريات داډول بدلېږي رابدلېږي لکه د کراچې او د لاهور فيشن چې په کې نر او ښځه نه معلوميږي سرمايه داره او قابضه طبقه چې هر ډول بې حيايي او بېشرمي کوي هغه ته فيشن وايي هم په دغه شان په سياست کې چې سياسي ليډران کمي فيصلې کوي کوم طرف ته ځي د چا سره ځي او کومه نظريه خپله وي . که فکر او ضمير خرڅوي خو دغي پېمانه ته دا حالات سياسي شرائط وايي. د پروند مذهبي سکرپټ نن د قام پرست سکرپ جوړ سوی دی. د مذهبي ګوندونو پاليسي نن قام پرستو خپله کړي ده. نن بلور غوندي انقلابي هم په مذهبي جنونيت کي د خپلي سرامايې تحفظ لټوي. نن د نظرياتو پر ځای ايشوز د سياسي ګوندونو نظريه جوړه سوې ده. سياست خو کوي خو نظريه نسته چې کله د بار نه سکرپټ راشي بيا سياسي عمل شروع شي . مذهب خو اوس يو داسي هتيار ځني جوړ کړی دی.چې د عام سړي سر نه په خلاصېږي. فرقې دومره زياتي کړي چې د پښتانه سره يې خپل اسلام ورک کړی دی. او هر فرقه په بلي فرقې د کفر فتوی لګوي. د انتهاپسندۍ او فرقه واريت په وجه د اسلام اصل روح يې د خلګو پټ کړی دی. هغه ته يې د وهابيت او د انتها پسندي ماسک وراغوستی دی د رياض او د تهران په مسلکي جګړه کې پښتون وطن يې د مذهبي جنونيت په اوور کې سېځلی دی او لايې سوځي . عربي کلچر او تاريخ يي د اسلام په نوم په پښتانه او پښتونخوا وطن يې مسلط کړی دی. نن د عام پښتون بلکه ډېر تعليميافته خلګ د عربي کلچر او د اسلامي روايات او د تاريخ فرق نه شي کولای. عرب تاريخ يې د اسلام سره تړلی دی . عرب چې په تاريخ کې وحشت او بر بريت کړی دی. د اسلام دښمن قوتو نه هغه د اسلامي تاريخ سره بيانوي حالانکه اسلامي تاريخ کې مينه ، امن ، محبت او سلامتي ده. د هر چا د پاره يې د خپل حقوق تعين کړی دی. بلکه د ځنګل ځناورو ، درختو، حيوانات ، انس او جنس لپاره يې خپل حقوق بيان کړې دي. حضرت انسان محترم ته يې د اشرف المخلوقات درجه ورکړې ده خو دلته چې کله د سرامايې، دولت، ذاتي يا شخصي مفادات راشي بيااسلام تر پښو لاندي کړي. کومه مسله چې حکمرانانو يا قابضي طبقې ته ورپېشه شي هغه بيا هغي مسلې ته د مذهب نو ورکوي او بيا خپل سياست په کوي . مذهبي سياست يې د اسلامه بالا کړی دی. سياست خو مذهبي کوي خو اوس يې دومره جنونيت اختيار کړی دی چې مذهب هم سياسي کړی دی خپله که شراب ، زنا، فحاشي او هره ګناه چې کوي ځان ته يې جائز کړې ده. خپل بچېان يې په امريکه، روس او يورپ کې د انګريزانو سره نر او ښځه ګډ اعلی تعليم کوي . خو د قام بچې په خپل کور کلي کې د ټاټ سکول ته نه پرېږدي. د انګريزانو او د نامحرمه خلګو سره يې د بچېانو تعليم جائز دی که ملاله په سوات کې په خپل کلي کې د خپل پلار په مکتب کې سبق وايي بيا قاضي حسين احمد، فضل الرحمن اينډ کمپني په دغه بچېانو باندي ناروا فتوې او بېهوده الزامونه لګوي. او د پښتنو د بچېانو مکتبونه په بمانو الوزوي ، ماشوم بچېان په ګوليو ولي، دلته به يو پښتون بچی په کيږدۍ کې پيدا کيږي يخ او ګرمي لمر او واري سره د بچاو هيڅ اميد نه لري پخپله به خپل بچی به په يورپ او امريکا کې پيدا کوي چې د هغه ځای نيشنلټي واخلي. هيڅ يو سياسي قام پرسته يا مذهبي ليډر ايم . اين. اے – ايم . پي . اے څوک نه شي راشولی چې د هغو بچېان دي امريکن يا يورپين نيشنلټي نه لري. زما بچی دي د کلي د ملا په تاويز او کلي وال بوټو باندي دي دي ژوندی وي ددوی لپاره دي په واشنګټن او لندن کې اے او اوو لېول عليشان کيمبرج سسټم دي وي. زه د ټاټ سکول ته نه شم تلای. خپله دي وزارت ، جمهوريت او مراعت خوش دي زما لپاره دي د ملا جان تاويز ، د عرب تازي امارت او مرګ زمااو زما بچو لپاره مزدوري، چوکيداري، تکليف ، يخ او ګرمي زما قسمت ګرځولی دی د ځان لپاره حکمراني او د عياشي ژوند، د ځان حق او قسم ګڼلی دی ماته د حورو غيلمانو ، د شهاتو شکرو قيصې ، خود کش حملې کې، جنت ته د استولو بهانې او د خپل ځان لپاره په اسلام آباد کې د وينا ملک او په لاهور کې د هيره منډی ډانسونه د خپل وخت ضرورت ګرځولی دی. زه د خپلي خور ، مور ، لور يا ښځي سره ډاکټر يا هسپتال ته نه شم تلی ته په ډېر بې حيايي پردويو ځانانو سره په غيږه روغبړ د حالاتو مجبوري ګڼې زما لپاره کلرکي ، سپاهي، چپراسي يا نوور سرکاري نورکري د نظريې د قام او د اسلام خلاف يوه جاسوسي دنده ګڼې خپله په چاوڼی کې ناست د کباب او شباب په نشه کې مست بيا هم سوچه مسلمان ، قام دوسته ، محب وطن او تکړه پښتون، سپېڅلی مسلمان.... واه....د عجيبه اسلام او پښتو ده.
د افغانانو او پښتنو لپاره په افغانستان او سوات کې عمارت غواړي او د خپل ځان لپاره په پاکستان کې جموريت او وزارت.
په افغانستان او پښتونخوا کې د مسلحه جهاد فتوې ورکوي او پاکستان کې جمهوري جدوجهد زنده باد مرده باد.
په پښتنو باندي د ټيلي وژن کتل حرام دي خو په خپله په اسلام اباد کې په پنځوس ټي وي چېنله کې سياسي مذاکرې.
دغه اوسني عمليات او سياست د يو بل سره تضاد لري د دغو خبرو قضاوت به پښتانه په خپله کوي چې څوک غلط دي او څوک سم.د سياسي ګوندونو د مشرانو او د هغو په کڼ لاره کې څومره فرق دی ايا څوک شته چې هغه د خپل غلط سياست تصيح وکړي. او د قام سره معافي واخلي او قام ته په صحي معنا د خپل غلط سياست معافي واخلي او قام ته دي د بري لار ورخپله کړي او قام دي په سمه لاره روان کړي. کني بيا به ملاله بيا چېغه کړي:
که په ځوانانو آزاد نه شوې
پښتونستانه جينکۍ به دي ګټينه
ملالي پېغلي خو د سواته د خپلو ملګرو سره د وحشت او بربريت خلاف چېغه کړه نن يې ټوله نړۍ ولړځوله په تاريخ کې هيڅ يو پښتون افغان که مړه دي که ژوندي دي د هيچا هم دومره لويه چېغه نه ده کړې لکه يوې ملالي خو افسوس په مذهبي ګوندونو چې د ملالي غوندي معصومي بچۍ ته دخپلي انتهاپسندۍ ننداره وکړه او خپله پښتو افغان دښمني يې ښکاره کړه. خو صد افسوس په پښتون ليډر شپ باندي چې په دومره لويه وحشي واقع باندي پټه خوله شو بلکې عملي ميدان يې او سياست يې انتهاپسندو قوتو ته پرېښودی. سته په پښتونو کې داسي څوک چې دملالي غوندي جرات وکړي؟ دغه سوالونه جوابونه غواړي.