ناټو وځي، خو شجاعیان په میراث پریږدي.

تاج محمد منګل

پدې وروستیو کې افغان دولت او به افغانستان کې دمیشتو بهرنیو ځواکونو لوړ پوړي چاواکي دیوه موضوع په ډیره تکرار سره مطرح کوی. دوی تل په خپلو ویناوو کې له افغانستان نه دبهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کوي او یو شمیر نړیوال او بهرني سیاستوال هم ورباندې توده بحثونه کوي. نړیواله ټولنه وایې، چې دوي به د ۱۹۹۲ په څیر په افغانستان کې خپل اشتبهات بیا تکرار نکړي او له افغان دولت سره به په هره برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
دوي دا حس کړې، چې د شوروي اتحاد تر ماتې وروسته یې پداسې حال کې له افغانستان نه لاس واخیست، چې د وخت جهادي تنظیمونو او ډلو ټپلو سره یوې خوا ددوي لخوا ورکړل شوې وسلې او مهمات او له بلې خوا دوخت رژیم او د ماتو شویو روسي ځواکونو لخوا ثقلیه وسلې یې لاس ته لویدلې وې. دغو ډلو چې د جهاد په نوم د لس کلنې جګړې نه یې د وژنو،چورچپول او د قدرت ترلاسه کولو زده کړې ترلاسه کړې وې، د یوې څوکۍ لپاره یې د ټول هیواد له بدبختیو او نابودیو سره مخ کړ او یوازې په یو کابل کې یې له شپیتو زرو زیات ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان پکې شامل وه، تر تیغ تیر کړل.
د طالبانو د رژیم نه وروسته د امریکا او نړیوالې ټولنې په مرسته د نوي افغان دولت په منځ ته راتګ سره دغه وسلوالې جنګي ډلې چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې د هیواد ډیره کمه برخه تر واک لاندې وه، یو ځل بیا واک ترلاسه او په بیلابیلو کلیدي ځایونو کې په دندو وګمارل شول. امریکا او نړیوالې ټولنې ددغو ډلو ته چې د جنګ جګړو ،ورانیو او بدبختیو او دبې ځایه مرګ ژوبلې کافي تجربې لري داسې قوت او پړسوب ورکړ، چې اوس یې نړیوالو او موجوده نظام ته سرخواږی جوړ کړی.
دغو ډلې د شخصي ګټو او قدرت ترلاسه کولو لپاره په جګړه باندې کلک یقین او باور لری،خپلې پخوانۍ وسلوالې ډلې یې په یو او بل د دولت په لیکو کې ځای پرځای کړې او یو شمیر یې د افغان او بهرنیو ځواکونو ترڅنګ په غیر قانوني ډول د موازي ځواک په توګه په خلکو واکمني کړي.
دغه غیر مسولې وسلوالې ډلې ټپلې ددولت دلوړ پوړو چاوارکو حمایت او ملاتړ هم دځانه سره لري.
ځینې وخت ددولت دننه یو شمیر ګوندونو مشران، یو شمیر جبهې،ایتلافونه او ټلوالې په همدې غیر مسولو وسلوالو ډلو باندې دولت ګواښوي او یو شمیر یې په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د ملکي خلکو په وژنو،ځورونو،چورچپول لاس پورې کړی او د قلنګ په نوم له خلکو باج اخلي.
د یادو ګواښونو ښکاره بېلګو په توګه د تیرو ولسمشریزو او ولسي جرګې د ټاکنو پرمهال دولت ته د وسلوال پاڅون او دکابل په ښار کې د نظام پرضد دیو میلیون کسانو د پاڅونونو او یو شمیر نورې غیر قانونې کړنې یې یادولو شو.
پدې وروستیو کې دغه غیرې مسولې وسلوالې ډلې دخپلو بدارونو په لارښونه دومره فعالې شوې، چې په رڼا ورځ په کلیو او بانډو کې دعامو خلکو په وژنو او ځورونو یې لاس پورې کړی . څه موده وړاندې د کندز په ولایت کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان چې په همدې ډلو ټپلو پورې اړه لري نږدې شل ملکي وګړي لومړۍ لوت کوف او وروسته یې په ډزو سره په شهادت وراسول.که څه هم ددغې پېښې ویر د ملکي خلکو لخوا تر دولت پورې وراسول شو، خو چا یې پروړاندې ځکه کوم جدي اقدام ونکړ، چې د ولسمشر لومړي مرستیال ملاتړ یې دځانه سره درلود. دیادې پېښې وروسته د هیواد په سویلې ولایت ارزګان کې بیا د حکم شجاعي په نوم دیوې غیرې مسولې وسلوالې ډلې قوماندان داسې غیر انساني اعمال ترسره کړل، چې دهیرولو او بحښنې وړ ندي. دغه قوماندان د ارزګان په ولایت کې د فرغون په څیر واک چلوي او تردې مهاله یې ۱۲۱ تنه بې ګناه ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژلي او تر ۱۵۰ زیاتې کورنۍ یې له سیمو کډه کړې او په ملیونونه افغانۍ زیان ورته اړولې دی.
که څه هم تر ډیره د ارزګان د خاص ارزګان ولسوالۍ میشتو د شجاعی دغه ظلمونه وزغمل خو دخلاصون هیڅ لاره ورپاتې نه وه او مجبور شول، د رسنیو له لارې په بیا بیا خپل غږ پورته کړي، چې دولت دخلکو د زیاتو شکایتونو او نېوکو له امله اړ شول، چې دغه غیر مسول وسلوال ونیسي.
که څه دیاد قوماندان په نیولو سره ددغه ولایت میشتو اوسیدونکو تمه لرله، چې نور دده له ناوړه کړنو او شر څخه په آمن کې شول، دولت به یې محکمه کړي،د قانون سره سمه جزا به ورکړل شی او دوي به دخپلو ورځینو چارو د پیل په موخه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شی، یو ارامه او هوسا ژوند تنفس به واخلي، خو ددوي د هیلو برعکس عمل تکرار شو. دغه غیر مسول قوماندان چې د ولسمشر ددوهم مرستیال د ګوند غړی او دنوموړي کلک ملاتړ او حمایت د ځانه سره لري، بیرته ازاد او ارزګان ولایت لاړ.
نوموړي چې ددوهم مرستیال حمایت او دده کړنو نه یې ملاتړ ډاډ ترلاسه کړ یو ځل بیا یې د ارزګان په ولایت کې په خلکو زور زیاتی پیل کړی او د ارزګان خلکو ته یې ګواښ کړی، که د لوی اختر لپاره په کور درۍ ،درۍ پسونه یا څاروي ورنکړي، نو د لوی اختر خوشالۍ به ورباندې غم کړي.
شجاعی پوځي ملاتړ د ناټو او مالی ملاتړ د کورنیو چارو وزارت څخه لري. په دې کې شک نه شته چې په یوه وګړی د اعدام د حکم تطبیق او یا د زندان څخه د هغه خلاصول په معمولی توګه د اولسمشر په صلاحیت کې دي چې دا صلاحیت مرستیالان نه لري .
نو اوس پوښتنه داده، چې که دولت یا نظام د ملت د ژغورنې،دارام او هوسا ژوند او په مجموعې که د ټولو انساني حقونو ،ازادیو او د خلکو د سر او مال دخوندي کولو مسولیت لري، نو بیا ولې دداسې غیر مسولو وسلوالو ډلو د مخنیوي پرځای ملاتړ کوي؟
که له یوې خوا په ځانمرګو بریدونو ،سړک غاړو بمي چاودنو ، د ناټو ړندو بمباریو او ځکمني خپلسرو عملیاتو پرمهال ملکي وګړي تلفات ورکوي، خو له بلې خوا د همدې نړیوالې ټولنې له لورې د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کوونکو ډلو ټپلو غیر مسول وسلوالو هم د ملکي خلکو په وژنو او ځورولو لاس پورې کړی.
د افغان دولت او په ځانګړې ډول د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې یو شمیر غیر وسلوالې ډلې په دومره لوی قوت سره شتون او ملاتړ او په اړه یې چوپه خوله پاتې کیدل،ایا دا پدې مفهوم نده، چې نړیواله ټولنه له افغانستان نه پېښې سپکوي او شجاعیان په میراث پریږدي؟
ناټو ځواکونو په ځانګړي ډول امریکا غواړي، ددوي تر وتلو وروسته د عراق په څیر دلته هم نااخوالې او مرګ ژوبلې په یو او بل نوم رامنځ ته کړي.په تیرو دوو لسیزو کې پښتون میشتې سیمو ګې دوه ځلې د بې وسلې کولو پروګرام پلې شو. د طالباني رژیم پرمهال ټول پښتانه جهادي مشران او ډلې یو ځل بې وسلې شوې او ددوهم ځل لپاره داوسني نظام له خوا هم پدغو سیمو کې دبې وسلې کولو پروګرام پداسې ډول ترسره شو، چې ښکاري ټوبک هم چاته پاتې نشو. که څه هم یو شمیر په دولت کې دننه کړیو ، ټلوالو ،ایتلافونو او جبهو د طالبانو په راتګ سره خپلې وسلې له ځانه سره انتقال کړې، چې بدبختانه دغه وسلې په نمایشي ډول یو شمیر یې چې له کاره لویدلې وې،اوسني دولت ته سپارلې خو تر ډیره سپکې او ثقلیه وسلې ورسره پاتې او د خپل قدرت لپاره ترې شخصي ګټه اخلي.
که افغان دولت او نړیوالی ټولنه غواړي، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي ،خپلې نسبي لاسته راوړنې ، اوسنی نظام پرځای پاتې شي او ولسمشریزې ټاکنې رڼې،شفافې ترسره شي، نو اړینه ده، چې سر له ننه د غیر مسولو وسلوالو ډلو مخه ونسي د ټلوالو،ایتلافونو او جبهو په نوم د ډلو ټپلو نه سپکې او ثقلیه وسلې راټولې او دافغان ځواکونو په واک کې ورکړل شي. پدې کار سره به یوې خوا تر یوه بریده افغان ځواکونه د ترمیم شویو وسلو سربیره مجهز شوي وی،ولسمشریزې ټاکنې به د وسلوالو پاڅونونو له ګواښ نه ژغورل شوې وي او له بلې خوا به د خود سرو غیر مسولو شجاعیانو له بې رحمانه وژنو،ځورونو څخه ملکي وګړي ژغورل شوي وي.