
پدې وروستيو کالونوکې د پاکستاني استخباراتي ملايانو په تبليغ اوحمايې سره داسلام د سپېڅلي دين نه يو شمېر ناخبره او جاهل کسان په دې نيت ځانمرګي بريدونه ترسره کوي چې نېغ په نېغه جنت ته ولاړ شي .
دا هغه بريدونه دي،چې د بريدګرپه ګډون ښځو، ماشومانو، سپين روبو او ځوانانو ته درانه مرګ ژوبله واړوي او ډېرې کورنۍ پرته له ګناه کولو نه د غم په ټغرکښېنوي.
د سترګو په ليدلي حال سره ددې پېښو په قربنيانوکې داسې کسان هم شامل ول، ؛چې يوازې دوى ول ،چې د خپلو اولادونو لپاره يې د لاس د مزدورۍ له لارې روزي پيدا کوله او اوس يې يوازې له خداى ج نه پرته نور دومره څوک ندي پاتې ، چې په ښځو او ماشومانو باندې يې د ژوند تېرولو او شفقت لاس ونيسي .
دغه ناروا او د اسلام ضد بريدونه دتل لپاره افغانانو او همداشان دنړۍ ديو شمېر اسلامي هېوادونو په ځينو برخوکې غندل شوي او د اسلام د دين سره په ټکر کې عمل بلل شوى دى .
خو بلخوا د پاکستان د اى اېس اى ملايانو او د دوى يو شمېرتېروتو افغاني همکارانو په پوره قوت سره دې لړۍ ته ادامه ورکړي او د پاکستان په ټولو نقاطو کې اوس هم په سپينه ورځ باندې د دې بريدونو د ترسره کولو لپاره د جلب وجذب کمپاين کيږي او خلکو ته په قسم ج سره ژمنې ورکوي ،چې ځانمرګي بريدګر بې پوښتنې جنتيان او د خداى ج نږدې دوستان دي .
دغه ګمارل شوي کسان د الله ج د آياتونو او نبوي احاديثوص څخه په ناوړه ګټه اخېستنه سره له افغانانو هره خوشالي اخلي او غم ورکوي .
افغان مسلمان ملت چې سعودي عربستان ته له بل هر هېواد نه زيات درناوى لري، له ډېر وخت نه راپدېخوا دسعودي له حکومت او مفتيانو څخه په دې سخت ګيلامن وو، چې ولې په دې حساسو شرايطو کې چوپه خوله پاتې دي، چې هره ورځ د سيمې استخباراتي کړۍ دشخصي اهدافو د لاسته راړلو په خاطر د اسلام مقدس دين په ډول، ډول نومونو او ناوړه کړنوسره بدناموي او دوى لاس ترزنې ورته د سيل په غوڼدۍ ناست او يوازې تماشه کوي.
خو خوشبختانه چې د سعودي مشهور جايدعالم مفتي عبدالعزيز بن عبدالله د نېکمرغه لوى اختر په لومړۍ ورځ باندې چې د نړۍ له کونج، کونج نه شاوخوا ٢٥لکه مسلمانان د حج د فريضې د ادا کولو په موخه مکې معظمې ته ورغلي وو، ځانمرګي بريدونه سخت ناروا عمل وباله .
مفتي وويل اسلام چې د سولې او وروګلوۍ دين دى ، په هېڅ صورت چاته ددې اجازه نه ورکوي،چې په ځان وژنې سره ځان او نور خلک ووژني، دده په خبره چې دغه ډول کسان جنتيان نه، بلکې دوزخيان دي.
د نوموړي مفتي ددې فتوا په څرګندولو سره په ګران افغانستان کې جنګځپلو افغانانو خوشالۍ ترسره کړې او يو بل ته يې زيري ورکول ،چې نور به د تېروتو افغانانو ذهنونه تنوير شي او په هېواد کې به دځانمرګو سيمه ايزه استختباراتي پروژه پاى ته ورسيږي .
افغان مسلمان ملت د سعودي د دغه جايد عالم او مشهور مفتي له فتوا په ټينګه ملاتړ کوي او د نړۍ له مسلمانانو په کلکه غواړي ، چې نور دې د اى اېس اى دملايانو ناوړه اوغيراسلامي کړنو ته په يوه غږ سره د پاى ټکى کېږدي.
همداشان د پاکستان پوځ اواستخبارات دې په دې خبر وي،چې د دوى دغه وروستۍ پروژه هم پاى ته ورسېده او نور به د اسلام د سولې له مبارک دين څخه په ګټه اخېستنه سره هېڅکله هم شومې موخې ترلاسه نه کړي، بلکې په نږدې راتلونکي کې به د لوى خداى ج د سخت قهر اوغضب سره مخامخ کيږي.
په دې هيله چې په اسلامي نړۍ نور دسولې وزرونه وغوړيږي او له منځه يې بې مانا اختلافات او جنګونه فرار وکړي .
تل دې وي اسلام
بريالى دې وي افغان مسلمان ملت
ودان او هسک دې وي ګران افغانستان
په درناوي
ليکوال: غبرګون افغان