
کله چې د وسله والو طالبانو رژيم نسکور شو، هغه وخت خلکو د ارام ساه واخيسته او په دې ډاډه وو، چې ګوندې نور له دې بې ځايه ځورونو خلاص شو، خو د وخت په تېرېدو د بهرنيو ځواکونو تېروتنو او د پاکستان استخباراتي شبکې (ای اېس ای) وسله وال يو ځل بيا وهڅول، چې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي.
دا چې دا فعاليتونه په کومو برخو کې وو، دا خلکو ته د لمر په شان روښانه ده، خو په وروستيو کې د وسله والو طالبانو ليکو ته هغه بې کاره او لوفر خلک ننوتي، چې په خپله يې د اسلام پنځه بناوې نه دي زده، او کله کله خو ترې وسله وال هم منکر شي او وايي، چې دا کسان زموږ نه دي.
دلته پوښتنه دا پيدا کېږي، چې دا د وسله والو طالبانو (چې مجاهدين ورته وايي) په نوم کار کوي، چندې ټولوي، په لوی اختر کې يې له خلکو په زوره د بوراک څرمنې په دې نوم واخيستې، چې د شهيداينو وارثينو ته يې ورکوي، خو د دې پوښتنې ځواب به څوک ورکړي، چې د بوراک څرمن د غريب حق دئ او که د هغه چا چې د اختر قرباني يې کړې د هغه خوښه ده، چې چاته يې ورکوي.
که همدا خبرې وليکم راڅخه خبره اوږديږي، رابه شو اصلي موضوع ته، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وسله والو څو ډلې فعاليت کوي، يو د بل په هدف نه پوهيږي، يو بل نه پېژنې، يوه ډله يو کس ځوروي، نو د بلې ډلې په اصطلاح مجاهد بيا هغې ډلې ته ګواښ کوي چې دا کار بايد ونه کړي، يو له بله نه دي خبر، هر چا پوزه تړلې مخ يې پټ کړی، وسله يې غاړې ته اچولې او وايي مجاهد يم.
غل، لوفر، لوټمار، اختطاف ګر او داسې نور بې سرنوشته ځوانان په کې راټول شوي دي.
جهاد دې ته وايي، چې ولس ځوروه، په لارو کې پاټکونه جوړوه، عام خلک پلټه او له خلکو باج اخله، له خلکو د قربانۍ څرمنې په زوره اخله، په جوماتونو کې چندو ته لمن نيسه؟
همدغه وسله والو طالبانو ته وايم، چې بايد د دې غم وخوري، ځکه کله چې له وسله والو پوښتنه وشي، چې ستاسې کسان په سيمو کې ورانکارې کړنې تر سره کوي، خلک بې ځايه ځوروي او نور..........نو دوی وايي، دا زموږ کسان نه دي، زمونږ له نومه سؤ استفاده کوي، نو د دغسې کسانو بايد همدوی مخه ونيسي، ځکه په ليرې پرتو سيمو کې، خو د دولت فعاليت نشته، همدوی په دغسې سيمو کې فعاله دي او همدوی يې مخه نيوی شي.
په دغه سيمه کې (بټي کوټ ولسوالۍ) چې د وسله والو له يوې ډلې وپوښتې، چې په هغه سيمه کې وسله والو داسې وران کار وکړ، دوی بيا وايي، چې هغه بېله ډله ده او موږ داسې کار نه کوو، نو بيا د اسلامي امارات دا خبره دروغ ده، چې دوی وايي موږ د يو رهبر تر نامه لاندې مبارزې ته دوام ورکوو.
زه درته د خپلې سيمې کيسه وکړم: زموږ په سيمه کې له ماسپيښين وروسته وسله وال ډېر لېدل کېږي، په موټر سايکلونو لر او بر کيږي، تر سهاره پورې خلک نه شي ګرځېدای، ژوند يې په خطر کې وي، له هغې وروسته کله چې سهار په خپلو کارونو پسې وځي، نو پوليسو ورته پاټک اچولي وي او ورته وايي، چې تاسو وسله والو ته ځای ورکړی او پر تاسې هم شکمن يو، نو دولت دې مهرباني وکړي، دغه سيمې ته دې راکوز شي، چې وسله وال پکې فعاليت کوي، ورک دې يې کړي، دومره خو په امنيتي ځواکونو کې هم روحيه نشته، بس ولس له هرې خوا ځورول کېږي، وسله وال هم وايي، ولس مو ملاتړی دی او دولت هم وايي، چې ولس مو ملاتړی دی، حال دا چې د ولس مجبوريت دی، د ډانګ او پړانګ تر منځ پاتې دی، څه وکړي؟
د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو مسولينو خبرو ته چې راشې، ته به وايي چې په ټول افغانستان کې امنيت دی او هېڅ وسله وال طالبان نشته، بس دوی هم له امريکايانو دا زده کړي، چې القاعده ماته شوې او وسله وال ځپل شوي دي، خو خبره بل شان ده، وسله وال ورځ تر بلې پياوړي کېږي، دوی خپلو پيسو راټولولو کې بوخت دي، ځکه چې امنيت تامين شي عدالت تامنيږي او چې عدالت تامين شو، بس نور نو افغان دولت کارکوونکې څه شی وخوري، ځکه په دغه پيسو خو د دوی کار نه کېږي.
بس د يوې ټوليزې پايلې په توګه ويلای شو او ټول خبر هم دي، هر سړی پوهيږي، چې غوا توره شودې يې سپينې، چل يې ټول ولس ته جوړ کړی دی او ولس د اور په لمبو کې سوځي.
نه د وسله والو دا خبره سهي ده، چې موږ د يو رهبر تر نامه لاندې د يو هدف لپاره جنګيږو او نه د دولت دا خبره سمه ده، چې وسله وال مات شوي يا ځپل شوي دي.
بس ولس له هرې خوا ځورول کېږي، ټکول کېږي او وژل کېږي، چې اخرې پايله به يې څه راووځي؟
مصطفی کمال