
ل:مصطفی خلجی، ورځپاڼه لیکونی
ژ: سمیع الله ایلم
د ۲۰۱۱ز د اکتوبر په ۲۰مه د څلورو لسیزو دیکتاتور معمر القذافی د انقلابیانو لخوا په یوی نل لیکی کی پټ وموندل شو. د شنه کتاب لیکوال، خنځیر سری، په سیمی کی یکتاز مشر په داسی حال کی وموندل شو چی دښمنان یی موږکان بلل خو دی خپله په همداسی یوه بڼه د هغو کسانو لاس ته وغورځید چی دده لخوا موږکان بلل شوي وو.
دده د مرګ د کلیزی په را رسیدو سره په فرانسی کی آنیک کوژان د دده د سیکسي ژوند په اړه یو کتاب لیکلی چی دداسی یوی جلکی کیسه ده چی د هغه کس لخوا یی عصمت لوټ شوی چا چی تل د خپل حکومت په دوری کی د ښځو او سړیو په برابری تاکید کاوه او د ټولی عربي نړی د ښځو لپاره یی ازادي غوښتله.
د آنیک کوژان د کتاب نوم \"د قذافی د حرامسرای خوراک\" دی. آنیک کوژن د نوموتی فرانسوي اخبار لوماند ښځینه لیکواله ده! دی خپل نوی کتاب د هغه سفر پر بنسټ لیکلی چی د معمرالقذافي له مرګ څخه وروسته یی لیبیا ته ترسره کړیدی.
دی له لیبیا څخه لوماند ورځپاڼی ته د لیبیا د وضعیت په اړه راپورونه ورکول او په ورته وخت کی یی په دی هم کار کاوه ترڅو په دی پوی شي چی د مصر او ټونس د انقلابونو په څیر ولی د لیبیا په انقلاب کی د ښځو ونډه کمه ده.
ددی نورو همکارانو چی له لیبیا څخه یی راپورونه برابرول، کور ته د ستنیدو پرمهال، دی ته ویلي وو چی د لیبیا په اوښتون کی ښځی په هغه اندازه چی د نورو عربي هیوادونو په اوښتونونو کی لیدل شویدي ورکی او کمی دي!
\"ولی لیبیایی ښځو ځانونه پټ کړیدي؟\" \"ولی دا ښځی پټی ساتل شویدي؟\" دا هغه پوښتنی وی چی ددی سبب شولی چی کوژان دی \" د \"قذافي د حرامسرای خوراک\" ولیکي.
کوژان د ښځو له یوی فعالی سره چی په له لیبیا د باندی په بهر کی اوسیدله هم خبری کړیدي. هغی کمی خو جالبی خبری ورته کړیدي.
دی ورته ویلی دي چی قذافي خپلو عسکرو ته امر کړی وو که چیری د اوښتون پرمهال مو کومه ښځه ولیدله چی د اوښتون برخه ده نو لومړی پری جنسي تیری وکړی او بیا یی ووژنی.
کله چی دی لیبیا ته سفر وکړ نو ورته معلومه شوله چی دا موضوع له هغی چی دی فکر کاوه لا ډیره پیچلی او سخته ده. په لیبیا کی د داسی قربانیانو موندل نه یوازی اسان وو بلکی هغه کسان چی په دی اړه خبری وکړي بیخي په نیست حساب وو.
خو بیا هم د نه ستړی کیدونکو هڅو په نتیجی کی دا په دی توانیدلی چی د \"ثریا\" په نوم یوه جلکی ومومي! په ثریا باندی د انقلاب پرمهال تیری نه دی شوی؛ ثریا د قضافي د عسکرو قربانی شوی نه ده! بلکی په دی باندی له انقلاب څخه دمخه تیری شوی او تیری کوونکی هم پخپله معمر القذافي وو!!!
دغه کتاب آنیک کوژن په دوو برخو ویشلی دی! په لومړی برخی کی یی راټول شوي معلومات د ثریا سره د ترسره شوو پیښو کیسه ده او دوهمه برخه هغه څه دي چی کوژن په لیبیا کی د ښځو په اړه راټول کړي او یا هم دا ورسره مخامخ شویده.
د کتاب لومړی برخی ۱۴۰ پاڼی توری کړیدي. دغه توری شوی پاڼی د ثریا د ژوند کیسه ده چی له وړکتوبه پیل او بیا د قذافي تر مرګه ادامه پیدا کوي؛ د کیسی پای د ثریا هغه ژوند دی چی له قذافي د مرګ څخه وروسته یی خپل کړیدی.
ثریا وايي: د پسرلي لومړنی شپی وی؛ د ۲۰۰۴ز کال د اپریل میاشت وه چی د لیسی مدیری وویل چی نن لیسی ته د انقلاب لوی مشر معمر القذافي راځي. ډیره خوښه وم؛ په جامو کی نه ځایدلم ځکه هغه سړی چی تل مو یی عکسونه په چوکونو او تلویزون کی لیدل اوس له نږدی ګورو.
مدیری ثریا ته ویلي وو چی سیمیزی جامی واغوندي او د ګلو ګیډی انقلابي مشر ته وړاندی کړي. خو دا څه خبره وه چی دغه ورځ به یی د ژوند تر ټولو شومه ورځ وي.
ثریا وایي:کله می چی ګلان مشر ته وړاندی کړل. ده می لاس کیکاږه او په سر یی را ته لاس تیر کړ، ویشتان یی را ته کش کړل. وروسته پوی شولم چی اخري حرکت یی څه مانا درلودله.
قضافي د هری جلکی په سر لاس نه کشاوه. د لاس کشول په دی مانا وو چی دا می انتخاب دی!
د هغی ورځی په سبا څلور ښځی چی د قضافي ساتونکی وی راغلی او دا یی په یوه ځانګړي موټر کی باب العزیز ته بوتلله.
کله چی ثریا ددویم ځل لپاره له مشر سره ګوري، مشر خپلو ساتونکو ته وايي چی دا دی ورته تیاره کړي.
د قذافي له همدی ساتونکو څخه یوه ښځه د مبروکه په نوم ثریا ته وایي چی له دی وروسته نوموړی د مشر په خدمت کی باید اووسي او که مخالفت یی وکړ نو ژوند به ورته سخت شي.
مبروکه له دی خبری وروسته، ثریا له ځان سره د حمام په لوری بیایي؛ لوڅوي یی او هغسی یی برابره وي څنګه چی مشر غوښتل.
له برابرولو وروسته یی بیا د مشر د خونی په لور بیایي. تر هغی چی ثریا قذافي په خونی کی نه وو لیدلی، په دی نه پوهیده چی څه به ورسره کیږي.
کله چی کوټی ته ننوتلم، نو ګورم چی قضافي لوڅ په تخت پروت دی، را ته ویی ویل چی باید څنګ ته یی ورشم او په زور یی کش کړلم. ده ته په لیدلو ډاریدلم خو له ده می نا څاپه واوریدل چی: را شه فاحشی!
همدی کلیمی را څخه بکارت والوځوه. ثریا نوره د خپلی کورنی لپاره مړه وه! خو ثریا په دی کاروان کی یوازی نه وه! دی ته ورته یی ډیری داسی کړی وی!
د کتاب په دویمی برخی کی، کوژان لیکي چی داسی جونی چی قضافي خپلی جنسی غلامانی ګرځولی وی په زرګونو وی!
د کتاب په دویمی برخی کی انیک کوژان د مبروکه د ژوند په اړه هم لیکل کړیدي چی اصلي دنده یی د ثریا په څیر د جونو تښتول وو.
کوژان مخکی له دی چی کتاب ته اصلا ننوځي د ښځو په اړه د قضافي ځینی خبری نقل کړیدي: مونږ د خپل انقلاب پرمهال، د خپل جمهوریت پرمهال، ښځو ته په درناوي قایل شوو او هغوی ته مو ازادي ورکړله ترڅو د خپل راتلونکی په اړه په خپله تصمیم ونیسي.
قضافي په سیکس سره په لیبیا حکومت کاوه. دده همدغه شهواني تنده وه چی د ښځو ځانګړی ګارډ او فوځ یی رامنځ ته کړی وو. له ده څخه د خپلو وزیرانو، دیپلوماتانو لورګانی او هره بله ښځه چی له حکومت سره یی یو ډول اړیکه درلودله په امان نه وی.
آنیک کوژن د خپل کتاب په اړه وایي چی هیله ده دغه کتاب به په نوی لیبیا کی د حکومت پام د ښځو ژوند ته را وګرځوي او هغوی به له هغو سپکوونو او ځورونو چی دوی ورسره مخامخ دي خلاصی کړي.
samiullahelam@gmail.com