بوت هاى وكيل صاحب  را عاجل پيدا كنيد

 طنز
دغونډې يوه ورځ.
په تالار كې د شپيلكوچغواو غږونو بازار تود وه،هر چا له هرې خوا غږونه كول ، بگيرش كه خلاص نشود، ها ، هو، نى، بزنش  قايم  قايم كه دګه سرى خوده بالا نكونه.
ددې انډوخر ترڅنگ چې هيچا يو د بل غږ نه اوريده ، كله كله داسې غږونه هم پورته كيدل:
چيشت چيشت ، ډر  ډر .
 

 دخداى لپاره  غيرې قانوني پريكړه دې وكړه، والله كه يې راباندې ومنې، نه دې پريږدم،د كپر بچيه، ستا دپلار ماغزه .....؟؟ داسې وكم .
كله كله بياد تالار له يوې څنډې نه دا غږ راپورته كېده:
  اه !  اه ! موردم، به لحاظ خدا، دقهر خدا شويد مرا كشتى،شما انسان هستى يا گاوى زدنى،واى واى موردم، كمك كمك .
دا معلومه نه وه   چې دلوبې اصلي اتلان په كومه څنډه كې سره نښتي ځكه په تالار كې د غږونو او شپيلكو له وجې دا توپير نه كيده چې اصلي مسابقه د چا ترمنځ ده ، دا غږونه له كومې خوا راځي ځكه په هر برخه كې غيږ نيونه ،سوك وهنه ، او پهلواني خپل د سيالۍ بازار ګرم كړى وه .
كله كله به هوا ته څپلكې، قره قل ، امساء ، كرتۍ، او خولۍ هم پورته پورته كيدې ، د اوبو د بوتلونه رسا رسا ويشتل  له ورايه ښكاره كيده چې سم او پرځاى نښه ولي .
د نصوارو په كڅوړو ويشتل را ويشتل ، په تالار كې د ټوخ ، ټوخ ،پريش ، پريش ښكلي غږونه هم تر غوږ كيدل.
بس داسې فكر كيده  چې همدا اوس د سوك وهنې د نړيوال اتل ټايسن او يا هم هغه لوبه   چې سرونه، ښپي او لاسونه پكي ماتيږي همغه لوبه ده،او په تالار كې ټول د سوك وهنې،او غيږ نيونې  مينه وال اولوبغاړي را غونډ شوي .
له څو ساعتونو شور، ماشور، منډو،  تړو، چغواو غوبل نه  وروسته داسې ښكاره كيده چې ګوندې مينه وال او لوبغاړي سټري شوي ،خو بيا هم  په يوه څنډه كې د چغو او ژړا ګانو غږونه راځي ،يو كس  را لاندې دى او نور پرې په شريكه  ګذارونه كوي .
چې روغ لاړ نشي  دا  د جاسوس بچى .
 وكيل صاحب !  همو كمريشه بګير كه ميده كنيم ، اى احمق خبر نداره كه ما د بين خود زدو ګير داشتيم،ادمى سومى را كجا وخت ميتيم كه در بين ما باشد.
 ها ها ها ها!
 وكيل صاحب !   اخ دلم را يخ كردى .
 ميگويم دستته قربان كته همى بوكس زدنت .
وكيل صاحب !  اګر مانده شدى ، به مه بانش كه چاريشه كنم ،  مه هم د جوانى خود د حزب به نامى بدمعاش مشهور بودم.
خو څه به سر خوږى دركوم ، تر ډېر شور ماشور  ورسته،  اوس نو د تالار د څنډو نه  دا غږونه  راپورته كيږى :
همو  اركنديشن  تالار را چالان كنيد كه از ګرمى مورديم ، كجا است همو تخنيكار؟  زود بيا ، اګر نى باز تو را  هم همو بچى ټلويزونى وارى لت ميكونيم .
دتالار  په څنډو څنډو سټري شوي كسان تر سترگو كيدل او داسې به يې ويل:
وكيل صاحب!  يو ګيلاس اوبه ، زر شه چې مړ شوم .
يو ناڅاپه د ستيج پر سر د چهار راهي قمبر د ترافيكو د شپيلك غږونه را شروع شول.

 غټ كوتك په لاس ، غټې غټې چشمكې په سترګو،لنډ قد، د څوكۍ پر سر ولاړه  يوه څيره را څرګنده  شوه.
ټور ، ټور ، ټور ، دا د شپيلك اوزاونه دي .
بس ديگه هيچ كس را اجازه نميتم كه از جاى خود بخيزه ، اگر نى همى امسا را در دسته مه ديدى  بخدا كه د فرقش بزنم .
د اوبو تر غړپ وروسته يې بيا خپلې  خبرې  پيل كړې :
از صحنى كه جنګ تان شروع شد، مه ارام رفتم  كه همو خانه هاى شيرپور خود را بيبينم كه چند دانيش جور نشده.
از دسته شما ادم هيچ كار وبارى زندگى خوده كده نميتانه.
اوبيا يې د خپل د لاس لكړه څنگ ته ولاړ كس  ته وركړه او په قهرجنه لهجه يې ورته وويل:
امي امساء يم را بگير .
 ولاړ سړى داسې ښكاره كيده چې شخصي سكرتر يې دى  په ورخطايي اوان چې له ډاره لړزيده وى ويل :
ريس صاحب!  ريس صاحب! بان  در دستت باشه كه به كار نشود، سرى همى  وكيلاى تان  اعتبار نيست كه خدا نا كرده سرى تو حمله نكوند.
ريس :
نى  ، پدرشان هم سر مه حمله كرده نميتانه ،د جيبم تفنكچه مكروف كه چند روز قبل رسيده دارم .
بيا يې د اوبو پر  غړپ خپل ستونى راتازه كړ او خبرى يې پيل كړې :
مه فكر كردم كه شايدجنگ شما خلاص شده خواهد بود و  شايد كدام نفر تان كوشته شده باشد فكر كردم  به ديدن مرده ها  به مرده خانى چهارصدو بستر بروم.
 به پرسان زخمى ها  شفاخانى ايساف را زنگ زدم ، انها گفتن :
ما داكتران گروپ عاجل را به پارلمان روان كرديم.
 از دسته شما ادم يك چشم خواب هم كده نميتانه ،باز همى معاون صاحب زنگ زد گفت :
ريس صاحب!  تاسې تشريف راوړى ، جنجال مو جوړ كړ اوس ترې لاړى،ټول فساد ستا په ...؟ ده، اوس راشه او  ارام يې كړه .
په داسې حال كې چې د ريس غږ په ستوني كې بنديده را بنديده بيا يې په خبرو پيل وكړ :
خوب شد كه خودتان مانده شدى و ارام شدى .
 اګرنى مه باز ګپ ميزدم همرايتان ، شما چې فكر ميكونى كه يك پايم معيوب است لغت زده نميتانم.
بعد از اى مه كته شما ګپ  ميزنم، از اى به بعد هر  فيصله را خودم ميكنم ، كه شما اوش هم نبرى .
دسته تان از كرزى خلاص تا بش ، مرا هم رفيق  ويلادى مير پوتين وعده داده، كه دقصى هيچ كس نباش، حالى حالت اقتصادى ما هم خوب شده ، روبل روز به روز د مقابلى ډالر بلند ميشه .
در مقابل B52 و مزايل كروز ما هم مزايل هاى عصرې و خطرناك جور كرديم كه هېچ كس خوده شور داده نه تانه.
د تالار د ورستيو چوكيو نه يو تن چې خپله جوبټه يې خوځوله داسې وويل:
ريس صيب ! ريس صيب ! ټول پسات ستا په .....؟؟   كې دى .
ټول جنجالونه ته جوړوې او بيا قرارورته ګورې .
د غونډې ريس و وراخطاي دا خبرې پيل كړې :
وكيل صيب ! تا باندې قرار كينه په ځاى باندې ، يو خبر باندې هم نور نه باندې اورم . ما باندې اوس فيصله باندې  وكه .
د ميكرويانو د ملي بس پر څېر دخطابې د ميز تر شا يو لوى غوبل او انډوخر جوړ وو،   هر يو غوښته چې ځان تر بل مخكې كړي او لمړى خبرې وكړي تر څو د خپل زړه بړاس وباسي .
ريس :
نى  هيچكس حق نداره كه ګپ بزنه ، تاسې ما وشرمول كلى دنيا ته ، په خداى باندى قسم ميخورم كه دا كار باندى هيچكس نه ميكونه، كه نن تاسى وكړيدينه ، اخر پارلمان است يا ديوانه خانه .
بس است كلى ګپ ها امروز خلاص نميشه، باز بخير سبا صبح ګپ ميزنيم ، همو وكيل صاحبا كه لت خوردن باز فردا ګپ شان را ميشنويم كه كى و  كدام وكيل صاحبا انها را لت كرده ، حا لى از دسته مه چى ميشه شما دربين خود جور بياييد،خير است همو پشتونها خوب ضرب المثل كرده  كه:  په يارانه كې بنګړى مشكنه ، تا سبا شما هم كمى استراحت كنيد.
بس د ريس خبرې لا خلاصې نه وې چې بيا تازه تازه نوي نوي غږونه را اوچت شول .
ريس صيب ! ريس صيب !  همى تلفن مبايل مرا كدام كس دزدى كرد.
ريس  صيب ! زما جيب چا وهلى ، نن سهار مې ې د خپل د باډيكارډ، ډريور، خانه سامان او د دسترخوان پيسې اخستې وې هغه چا رانه وهلې دي،
زه نه وايم چې غلا كړې  به يې وي،  خو كه ټوكې هم كوي را دې  كړي .
بس په جنګ كې  د وركو شوو شيانو ګيلې او نانندرې شروع شوې، هر يو چغې او غږونه پورته كول .
 تلفون مې ورك دى، كه هرچا پيدا كړى وي شيرنى لري ، بل به غږ كړه ، زما پاسپورت ورك دى نن څلور بجې مې پرواز دى  امريكاته روان يم .
ها :  پاسپورت مه هم گم شده ، فردا كته ريس صاحب عازم روسيه ميشوم، همو را پيدا كنيد .
يو بل تن چې په سوك او څپيړه كې يې د ګريوان تڼۍ شليدلې وه ،په قهر او غوسه ، په داسې حال كې چې له خولې نه يې  د لاړو ذګونه  روان وو غږ پورته كړ :
مه ديروز سرى شاورال صاحب عريضى چند خانه و زمين را امضا كرده بودم همو عريضه حالى د جيبم نيست ، كدام كس دزدى كرده ،همو عريضه را بتىن شيرنيش  ډبل است .
بس  همدا ګيلى روانى وى چى يو ځل بيا ريس غږ وكړه :
وكيل صاحبا!  چرت نزنيد، دجنګ حلوا تقسيم نميشه ، مه دارلانشاء را وظيفه ميتم لست  چيز هاى كه ګم شده بګيره باز ګپ ميزنيم .
ها  راستى  يك خوش خبرى براى تان ، فردا بخير بخاطر مهمان نوازى و بخاطر كه ذهن وكيل صاحبا ارام باشد سرى همو مسلى پسته و بادام هم ګپ ميزنيم،اګر سابق پسته و بادام حواله شده ميبود امرز جنګ صورت نمى ګرفت .
په داسې حال كې چې له تالاره يو يو كس په وتلو كې و ، ريس غږ وكړ :
وكيل صاحبا! خداى خير دركړى ، اجنداى فردا را منشى صاحب بګو.
 

منشي چې سټرى او ستومانه ښكاره كيده، په ژړغوني غږ خپلې خبرې پيل كړې :
اول خو مه هم د روىم  كته بوتل  اب خورديم ، دندان هايم درد ميكونه ګپ زده نميتانم،وخته كه مه ده ساله بودم نشان ازمه خطا نمى خورد مه حيران هستم كه شما چقسم نشان ميزنيد كه كليش ادم هاى غير را خورده ، بخدا كه مه يك بوتل اب  را از همى جاى  پرتاب  كردم راسن د فرق همو نفر لنګى دارخورد،
كه باز او امد و مرا كته مشت د دانم زد،شما قضاوت كنيد مه او را كته بوتل اب زدم و او مرا كته مشت ، خير مه باز كتش بيرون ګب ميزنم ، حالى اجندا را اعلان ميكونم .
بحث روى مهمان نوازى وكيل صاحبا،
۱-  مسله  خريدارى پسته ، بادام ، كشمش  نخت ، نقل ، چاكليت ،كيك و كلچه.
۲ -   معاش كه تعين شده كافى نيست بايد زياد شود حد اقل پنج هزار ډالر.
۳ -  زمين و نمره هاى نو از طرف شاورالى براى وكيل صاحب ها توزيع شود.
منشى لا اجنډا خلاص  كړى نه و چې يو تن وكيل غږ وكړ :
وګورى دخداى په خاطردا منشي په ټكي پښتو نه پوهيږي ،دا اجنډا مجنډا په پښتو هم شته كه نه .يا مونږ لاړ شو .
دمنشي په تندي د قهر او غوسې نه يوسلو يو وليكل شو او په قهر جنه لهجه يې وويل :
اوبچه !  تو كته مه قصد دارى ، هر روز تو سرى مه انتقاد ميگيرى ، تو از اى پشتوو پشتو نه ماندى ، ديګه كار ندارى از روزى كه امدى هر ګپت پشتو پشتو پشتو .
تو چې فكر ميكونى بدر كلان مه هم از لوگر است ، مه هم نيم چه پشتون هستم .
دمنشي په دې خبرې سره سره په تالار كې د خندا،يو غوبل جوړ شو،دغونډې دپيل په څير داځلې دخوشحالۍ ، چغو، شپيلكو ، ټر  ټر، هو  ها غږونه څو شيبې دمنشي په خبرو كې سكته ګي  راوسته .
منشي بيا خپلې خبرې پيل كړې:
ها وكيل صاحبا! بخدا راست ميګوم ، خو فردا بخيرسرى همى جنجال و جنګى كه امروز رخ داده بود هم صحبت ميكونيم، و راست هر چيزه كه امروزمفقود شده باشد  باز سريش بحث ميكونيم.
دمنشى خبرې خلاصې شوې نه وې چې يو تن وكيل د ستيج په لورې په  قهر او غوسې را روان ول.
ريس چې له ډاره يې فكر كاوه چې اوس يې ډبولو ته نوبت ورسيده ، په ډار ډار يې غږ وكړ :
خداى خير دركړي خداى خير دركړي نور به بيا داسې خبرې ونشي چې نن غوندې جنګ جوړ شي،باز چى ګب شد؟
وكيل صاحب د ريس په لورې  په قراره  قراره را نژدې شو،ريس له ډاره خپل امساء ته لاس كړ او د خپل ځاى نه پورته شو، اوس نو ريس صاحب د لمړي ګذار لپاره ځان تياروي .
كله چې وكيل صاحب رانژدې شو د لاس په اشاره يې ريس ته وويل غوږ را نژدې كړه .
ريس چې تر دې مهال يې په زړه كې د ويرې او ډار تبه ننوتى وه ، په  قراره يې غوږ ورمخې ته كړه ، په غوږ كې تر څۀ ويلو وروسته ، يو ناڅاپه  ريس  په خندا پيل وكړ .
ها ها ها ها ها . وى  وكيل صاحب ! كشتى مرا از خنده .
د ډيرې خندا نه يې ښپې څو ځلې د ميز پاسنۍ برخې ته وراوچتې شوې ، او څو ځلې يې سر شاته په ديوال ولږيده ، د ميز پر سر د اوبو ګيلاس راچپه شو، او د پارلمان هغه څټك چې د غونډې د اراميدو لپاره كارول كيده هغه هم لاندې را وغورځيده .
ترڅنګ يې ولاړوكيل د قهر او غوسې  نه تاويده او په قهر جنه لهجه وويل :
ريس صاحب ! تو هر چيز را مزاق فكر ميكونى ، مه مزاق نميكونم راست ميكوم، زوداعلان كنيد كه مه چند لحضه بعد همراى وزير صيب ملاقات دارم.
ريس چې اوس يې خندا او قه قها ارامه شوه، خپل ميز تر مخى هغه مايك ته رانژدې شو چې دده دقد په انډول راجوړ شوى وه او په عاجل ډول يې غږ وكړه:
مسولينى امنيتى تالار!  بوت هاى وكيل صاحب از پايش  ګم شده   عاجل بوت هاى وكيل صاحب را پيدا كرده بياريد .
د ريس له دې خبرې سره يو ځل بيا په تالار كې د چغو،شپيلكو،ټرټر ، هو ها او پر ميزونو ډبارى پيل  شوې .
ريس  چې مسكۍ مسكۍ كيدو  يو ځل بياپه خبرو پيل  وكړ: 
وكيل صاحبانو!
خداى خير دركړي ، جلسه امروزى بخير بدون كدام فساد  به پاين رسيد فردا ګپ ميزنم ، و مسولينى امنيتى بوت هاى وكيل صاحب را پيدا كنيد.
پاى ،