
د میدان وردګو خلکو ته پرانیستی
لیک
تاسو علم دوسته ولس ته پوهنتون منظور شوی !!!
سیف الله امرخیل
د میدان وردګو غیور ولسه له
ډیرې مودې راهیسې ستاسو په سر سوداوې روانې دي هر وکیل هر والي او یو شمیر سیاسي
دلالانو ستاسو په سرونو ډیر امکانات لاسته راوړي ، ستاسو له جهادي ویاړونو، میړانو
او سرښندنو نه ډیرو وطن فروشانو ګټي پورته کړې ، او ستاسو په استعدادونو تل لوبې
شوي.
کله چې ستاسو ولایت ته کوم
حق درکړل شوی اول خو یو شمیر کسانو تر خپلې وسې په بډه وهلي او که چیرې په تقسیم
سره پرې وران شوي نو بیا یې ورته قومي رنګ لمنه وهلې او دمیداني او وردګ په نوم یې
یو بل ولس په خپل منځ کښې سره ښکیل کړی ، چې بیا ددغو بي اتفاقیو په نتیجه کښې مو
شته امکانات له لاسه ورکړي او بیا هغه پروژې د حکومت او مرستندویانو (ډونرانو) له
خو کنسل شوي .
تاسو شاید په دې تیرو څو
کلونوکښې د همدغو منفي رقابتونو له لاسه
ډیرې داسې حیاتي پروژې له لاسه ورکړي وي چې هغو پروژو ستاسو د بچیانو
مستقبل جوړاوه خو تاسو به تر اوسه پرې خبر هم نه یاستۍ او که پرې خبر هم یاستئ
نوپه ډیرو نږدي کلونو کښې یې ارمان درشي.
اوس هم د نوي والي په راتګ
سره تاسو ته کیدای شي یو شمیر پروژې منظور شي او د ولایت په پرمختګ کښې به د پام
وړ وي، خو یو شمیر نه غواړي چې دغه پروژې دې پلې شي او غواړي دغه پروژې د شخصي
رقابتونو قرباني کړي او یا هم په کښې خپله
شخصي ګټه نه ویني .
له څه مودې راهیسې اوازه ده
چې په میدان وردګو ولایت کښې پوهنتون جوړیږي ، داسې خبرې کیږي چې دغه پوهنتون د میدان وردګو نوي والي ښاغلي مجید خان خوګیاڼي
په هاند او هڅو منظور شوی او باید مننه
ترې وشي .
خو یو شمیر کسان چې تل د قوم
له نوم نه ناوړه استفادې کوي او دمیدان وردګو ولس یې په همدغو منفی رقابتونو ښکیل ساتلی.
په میدان وردګو ولایت کښې
پښتون یو اکثریت قوم دی او په دې ټولو کښې بیا لوی قوم وردګ قوم دی خو د ځینو بې
اتفاقیو او د یو شمیر منفی ګراوو انسانانو له له سختو ستونزوسره لاس او ګریوان دي
.
د میدان وردګو ولایت نهه (۹)
اداري واحدونه لري له دغو نهو واحدونو نه یې یوازې دوه (۲) یې هزاره ګان دي نور پاتې اووه (۷) یې
ټول پښتانه تشکیلوي او که د نفوسو په حساب شي نو یوازې سید اباد ولسوالي له دواړو
بهسودو (هزاره) ولسوالیو نه زیات نفوس لري او په دې حساب ویلی شم چې پښتانه په
میدان ودګو کښې له نوي فیصدو نه هم ډیر دي .
خو د بی اتفاقیو له وجې دغه
نوي ۹۰٪ سلنه ولس په ولسي جرګه کښې یوازې دوه وکیلان لري خو لس فیصده هزاره ګان بیا
په ولسي جرګه کښې ۳ درې تنه وکیلان لر ي اودا زموږ د بی اتفاقیو نتیجه ده چې موږ له ۵ وکیلانو
نه یوازې دوه وکیلان لورو او که مو اتفاق کړی وای نو باید موږله ۵ پینځو وکیلانو
نه ۴ څلور وکیلان لرلی.
اوس چې پوهنتون درته منظور
شوی باید له ډیر غور او سوچ نه کار واخلۍ ، اوس هم یو شمیر نه غواړي دغه پوهنتون
جوړ شي تر هغه ځایه چې زه خبر یم د میدان
وردګو والی د ولس خلکوته واک سپارلی چې پوهنتون ته ځای په نښه کړي ، خو ډیره
دافسوس خبره داده چې زه یې په لیکلو شرمیږم خو دوئ یې بیا په ډیره سپین سترګۍ مطرح
کوي او غواړي دغه پوهنتون د دوۍ کلي ته
څیرمه جوړ شي .
سره له دې چې پوهنتون لپاره
حکومت هم ځانګړې پالسیانې لري چې په کومه ځای کښې جوړ شي او طبعي خبره ده چې باید
پوهنتون د ولایت په مرکز کښې وي ځکه استادان ورته رسیده ګي کولای شي ، محصلان او
محصلینې دواړه کولای شي هلته درس په کښې ووایې اوبله خبره د امنیت ده که امنیت نه
وي بیا امکان نلري چې هیڅوک دې ورشي.
دلته یو شمیر کسان دي چې نه
غواړي پوهنتون جوړ شي او غواړي په یو ډول نه یو ډول دغه پروسه سبوتاژ کړي ، د میدان وردګو والي کوښښ کړی چې دا ستونزه
هواره کړي خو بیا هم په کښې پاتې راغلی . ځکه یو ځل یې خلکو ته واک سپارلی وو چې د
ځای په سر دې پچه واچوي او تر یو ځایه دغه موضوع حل شوې هم وه خلکو پرې قناعت کړی
وو خو دووه کسان دي چې سخت په مخالفت کښې ولاړ دي او هره ورځ والي ته له سعودي
عربستان نه تلیفونونه کوي او والي کواښي .
يو شمېر کسان، هره ورځ والي ته تیلیفون کوي او ګواښي یې
چې پوهنتون باید د میدان ښار په ځای د ټوپ په دښته کښې جوړ شي . مامخکې هم یاد
اوري کړې وه چې د خلکو تر منځ د پوهنتون د ځای په سر یو څه اختلاف موجود وو خو د پچې په اچولو
حل شوی وو او ټولو پرې قناعت کړی وو چې په میدان ښار کښې دې جوړ شي ځکه پچه هم د
میدان ښار په نوم ختلې وه ، سره له دې چې پچه اچول به د داسې موضوع دحل لپاره مناسب
کار نه وو او په ځای باید منطقي او علمي استدلال شوای وای او په معیارونو باید خبرې
شوې وای خو د کرزي له والیانو تر دې ډيره تمه نشي کیدای .
دغه جنابان په دې سخت ټینګار
کوي چې پوهتنون باید په ټوپ دښته کښې جوړ شي او استدلال یې هم دا دی چې موږ غواړو
خپلو خلکو ته خدمت وکړو ، نو چې خدمت ورته کوئ مکتب ورته جوړ کړئ پوهنتون خو یوه
ملي موسسه ده هغه خو د چا په شخصی کور کښې نشي جوړیدای او بل داچې دغه کسان په
خپله هم خپل کلي ته نشي تللای نوآیا په داسې امنیتي ستونزو کښې د پوهنتون جوړیدل
امکان لري او یا هم په داسې امنیتي
ګواښونو کښې محصلین دې حاضر دي چې د ټوپ په دښته کښې زده کړو ته زړه ښه کړي او آیا
کورنۍ مو هم پوښتلي دي چې خپلې لورګانې دې په دې شرایطو کښې د زده کړو لپاره یوې
داسې ناامنې سیمې ته ولیږي چې هلته امنیتي
ځواکونه له خپل ټول قوت سره په رڼا ورځ په له پاخه سړک نه یو انچ هم نشي ورکوزیدلی
، نویو محصل به څنګ دې زړه ښه کړي چې هلته دې زده کړې وکړي!!!؟؟.
بل دا چې پوهنتون د ولایتونو
په مرکز کښې جوړيږي نه په ولسوالیو کښې او دا یو غیر منطقي خبره هم ده چې د ولایت په ځای دې په ولسوالۍ کښې پوهنتون جوړ شي ، خو والي
له ویرې نه په خپله تصمیم نه شي نیولی او دا موضوع تر اوسه لاینحله پاتې ده او که
چیرې توافق ته سره پرې ونه رسیږي نو ددې احتمال ډیر دی چې د پوهنتون ټول کار کنسل
شي .
نو زما وړانديرپه سر کښې
والي صیب ته دا دی چې دې موضوع ته باید قومي رنګ ورنه کړل شي ولایت دې پخپله تصمیم
ونیسي او بل داچې په ټولو میدان وردګو غږ کوم چې دا طلایي چانس له لاسه ورنکړي او
د داسې مغرضو کسانو مخه دې ونیسي څو له
داسې حیاتي پروژ ې بې برخې نه شو او د راتلونکو نسلونو له لاسونو نه خپل ګروانو په
امن وساتو.