انځور يزې نښې

ژوند تېريدونکی دی ، ډير ارمانجن زوړونه د خاورو تل ته ولويدل ،په ډيرو سپيڅلو ارمانونو خاورې دلۍ شوي ، زه چې کله سهار وختي دخپل معبود عبادت کوم زموږ دکلي ترڅنګ په هديره کې پرقبرونو ولاړو لکړو ته مې ډير ځلې  ورپام وي  ، سپين او سرو ټوکران په  ويرجنو اوښکو لړلې دستمالونه  پاسنی  شمال ورو ورو رپوي . خو په ځينو لکړو پورې ټومبلي ټوکران اوهغه زرين ګلدار دستمالونه چې پرهر ژلو معشوقو دخپلو مينود قبرونو پرلکړو ټومبلي دباد اوباران له امله څيرې اولېتاړې لېتاړې ښکاري.
 زما په اند په دغو قبرونو به هرومرو څولسيزې اوښتي وې . زه  دخپل خيال پلوه په درشل کې، دپورتني نظر ليد  څخه په الهام اخيستنې سره ،هره ورځ د بېلابيلو تصويرونو شاهد وم ،فکرکوم چې يو وخت به موږهم  دغې حالت ته  ورسيږو. په دې تنګه نړۍ کې به دتل لپاره دمه جوړه کړو. خويوه خبره چې ما ډير ځوروي هغه دا ده ،  زما دزوکړې سره  سم يوه بريالي انځورګرپه خپلومهينوګوتو زما دزړه په مخامخ ديوال په لوړهنر سره يو ښکلی حيرانونکی انځور کښلی، چې تل يې ماته په ژوندکې مينه ،حوصله ډاډګيرنه او داسې څه راکړي، چې زما دخوشحاله  ژوند دتېريدو سبب شوي .
هو ! زه  په دې نه ويريږم چې زما دوجود هر غړی به خاورې شي، ويره اودزړه درد په دې راسره مل دی، چې هغه زما همزولی انځور به هم وران شي. زه اوس همدا شېبه دمحبوب لپاره په سجده يم  اودده مينه مې په رګ  رګ کې  دوينه په شان په څپوده . زه له محبوب سره خپله اسلامي ،انساني خواخوږي څرګنده وم  او ژمنه کوم چې ترخپله وسه پورې به انځوريزې نښې  دهغې راتلونکي  ورځې پورې وساتم چې خلک ورته سخته ويروونکي ورځ وايي . خو زه نه پوهيږم چې زما محبوب به  خپل سپيڅلی مسوليت اداکړې ؟ زما دقبرپه ولاړو لکړو به ګلدار دستمالونه رنګين ټوکران ځوړند کړي !؟ داهغه پوښتنې دي چې يوازې يوازې دی  ورته ځوابونه  ويلی شي  اونه...................!