دیوناماپه قضاوت !!،قضاوت

 
سید سعید
 
په دې وروستیوکي دهیوادله بیلابیلوسیموڅخه دچاودنوپه تېره دمځکنیوماینونوله امله دملکي مرګ ژوبلي راپورونه خپریږي ،کابل دولت دهري چاودني پړه پرطالبانواچوي خوطالبان نه یوازي په پيښه کي هرډول لاس درلودل ردوي ،بلکي په سختوټکویې غندي .تېره اونۍ په بلخ کي پریوملکي موټرماین وچاودیدچي له امله یې په لسهاووولسي وګړي شهیدان اوټپیان شول ،کابل ددغي پیښي پړه هم سمدستي پرطالبانوورواچوله ،ورپسې دملګروملتونوکابل میشتي دفتریوناماهم دکابل ادارې په پل قدم کښېښوداوطالبان یې په دغه پیښه کي ګرم وبلل اوورپسي زیاته یې کړه چي :طالبان دملکي خلګوپه لاروکي ماینونه ښخوي چي له امله یې پراخه مرګ ژوبله رامنځته کیږي ،خوطالبانورسینوته په استول شوي لیک کي دغه پیښه ردکړې اودیوناماڅخه یې ګیله کړې چي په پرله پسې ډول یې بېله شواهدوپه ملکي مرګ ژوبلي تورنوي ،خودیرغلګروځواکونوله خوادولسي وګړوپرمرګ ژوبلي اوډول ډول جنایتونو بیا سترګي پټوي . طالبانوویلي چي :یرغلګرځواکونه اواړوندي شبکې یې دمجاهدینودبدنامولوپه موخه په عامه المنفعه ځایونواولویولاروکي ماینونه چوي ترڅودهمدې دسیسې په مټ مجاهدین بدنام اوولسي ملاتړیې کم کړي ،دغه رازطالبانوویلي چي دوی ماینونه په ژوندي ډول نه ښخوي ،بلکي دریموټ اویاسیم په واسطه يې کنټرولوي ،خصوصاهغه ماینونه چي په لویولاروکي چوي اودملکي تلفاتوسبب ګرځي دوی بیخي لاس نه پکي لري .
دطالبانوهمداخبره دتأمل وړده چي یوناماچي ځان یوبې طرفه ارګان بولي نوولي دیرغلګروځواکونواوملاتړوملېشوله لوري یې دولسي وګړوپروژنواوناوړه کړنوچوپه خوله دي ؟همدې ته په پام مهمه راته وبرېښیده چي دولسي خلګودتلفاتووروستي ارقام راټول اووړاندي کړم چي لوستونکي دیوناماپربې طرفه !!دریځ قضاوت وکړي ،البته زه دانه وایم چي دطالبانوپه بریدونوکي ملکي خلګوته بیخي مرګ ژوبله نه اوړي ،خو په کراتودیونامااوکابل ادارې ترادعاشووارقاموچي پرطالبانویې تاوانوي کم دي .
داکتوبرپر۱۱مه نیټه د پکتیکا دپریس کلب په راپورکي ویل شوي چي : دزروتنوپه شاوخواکي ولسي خلګودښرني په ښارکي دناټواوامریکایې ځواکونوله خوادخلګوپرکورونودشپینوعملیاتواوولسي وګړودنیوني په تړاوددغوځواکونوپرضدلاریون ترسره کړ،دلایون پرمهال دغه ښارپه بشپړه توګه تړل شوی ؤ، ،دقومونودشوری مشرملامعصوم اومرستیال یې معلم لطیف وویل چي :«دوې اونۍ مخکي دښرني امنیتي چاري افغان ځواکونه ته سپارل شوي، خوبهرني پوځیان بیاهم دپخواپه شان شپني عملیات کوي چي ولس ته دزغملووړنه دی اوپه دې دوواونیوکي یې درې ځله خپلسري عملیات ترسره کړي دي ،دوی وویل چي :افغان عسکردورځي کولای شي چي مطلوب کسان ونیسي ځکه نیول شوي کسان دښرني په ښارکي دوکانونه لري اویاهم بازارته دکاروبارلپاره راځي » .د پکتيکاد امنيه قوماندان دولت خان ځدراڼ په ویناپه دغه ښارکي دبیلابیلوارګانونوځواکونه کارکوي په وینایې تراوسه لادوی ته نه ده معلومه شوې چي یادشوي کسان دکومي ادارې له لوري نیول شوي دي ،خودوی یې پلټني پیل کړي دي .

داکتوبرپر۱۲مه نیټه یرغلګروځواکونودغزني ولايت د شلګرولسوالۍ په زرین کلي چاپه وهلې ده ،اشغالګرودکورونوترتلاشۍ اوخلګوته دمالي زیانونواړولووروسته ددرو ماشومانو اویوې ښځي په شمول «اووه» تنه ولسي هیوادوال شهیدان کړي دي .دغزني دوالي ویاندنبي جان په یاده شوې پیښه کي دملکي تلفاتو دتائیدترڅنګ وایې چي سیمي ته یې دپلټني په موخه پلاوی لیږلي دی ،نوموړی زیاتوي چي :«دغه عملیات بهرنیوځواکونوددوی دخبرتیاپرته ترسره کړي دي » .
داکتوبرپر۱۲مه نیټه یرغلګروعسکرود اروزګان ولایت ددهراودولسوالۍ دغاړوپه سیمه کي دچاپې په ترڅ کي«درې »تنه ولسي وګړي شهیدان کړي او«لس» تنه یې بندیان کړي دي .
داکتوبرپر۱۳مه نیته نیواکګرود هلمندولایت دواشیرولسوالۍ دکوشتي سفید په سیمه کي بمبارکړی چي له کبله یې« درې» تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .
داکتوبر پر۱۳مه نیته نیواکګروعسکرودکندزولايت د خان ابادولسوالۍ په زردکمرسیمه کي پریوکوربمبارکړی چي له امله یې «درې» تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي .
داکتوبرپر۱۵مه نیته د هلمندولایت دناوي ولسوالۍ دټانګانودګودرپه سیمه کي امریکایې چورلکودولسي خلګو یوتراکتورپه نښه کړی چي له امله یې په تراکتورکي سپاره «پنځلس »تنه ملکي هیوادوال شهیدان شو ي دی .دسیمه ییزوخلګوپه ویناچي په نښه شوي تراکتورکي کډه باروه اوپه بریدکي دسوارلیوسره تراکتورهم په بشپړه توګه له منځه تللی دی .
داکتوبرپر۱۵مه نیټه دنیواکګروپه هوایې بریدکي دهلمندولایت دناوې ولسوالۍ په عینک سیمه کي «در ې » تنه ماشومان شهیدان شوي دي .دیادي شوي ولسوالۍ امنیه قوماندان احمدشاه رسنیوته ویلي چي وژل شووماشومانوپه سیمه کي خاشې ټولولې چي دبریدښکارشوي دي .
داکتوبرپر۲۱مه نیټه اربکیانود فراه ولایت دفراه رودولسوالۍپه بازارکي پنځه تنه دوکانداران (حاجي عبدالصمد، حاجي نعیم جان ، ملاابراهیم ، ګل احمد اویوبل تن ) له خپلودوکانونو راایستلي اوشهیدان کړي دي ،دسیمه ییزوخلګو په ویناچي :تردغي پیښي مخکي دیادي شوي ولسوالۍ په دارستان کلي کي دوه اربکیان وژل شوي ووچي ملګرواربکیانویې غچ دولسي وګړو(دوکاندانو)څخه واخیست .
داکتوبرپر۲۱مه نیته امریکایې ځواکونود لوګر ولايت برکي برک ولسوالۍ شيخيلو کلي باندې څلورپیره دهاوان مرمۍ توغولي چي له امله یې «شپږ»تنه ماشومان شهیدان شوي او«دوه »تنه ژوبل شوي دي ،دشهیدواوژوبلوماشومانونومونه په لاندي ډول دي : حکيم ولد مرجان ، عمرجان ولد عبدالغفار ، رحمت ولد نواب ، ظاهر ولد شمس ، ياګل ولد صالح اوهمايون ولدغازي ( دشيخيلو کلي اوسيدونکي ) ژوبل شوي : عبدالجبار ولد میران اوظفر ولد حسن (دنواآباد کلي اوسیدونکي ).
داکتوبرپر۲۱مه نیټه اشغالګروداروزګان ولایت دچهارچینو ولسوالۍ دخوني په کلي کي چاپه وهلې ،دیادشوي کلي دمسجدامام اوپه جومات کي دیره «شپږ»تنه طالب العلمان یې شهیدان کړي دي .
داکتوبرپر۲۱مه نیته اربکي ملېشودپروان ولايت د سياه ګردولسوالۍ دجامع مسجدخطيب مولوي صاحب عبدالحميدشهیدکړ ،خبرزیاتوي چي :مولوي صاحب د ماخستن دلمانځه وروسته دکورپه خواروان ؤچي اربکیانوډزي پرې وکړې ،مولوي صاحب ولګیداوپه شهادت ورسید.
داکتوبرپر۲۲مه نیټه د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې ولسي خلګودیرغلګروځواکونوپرضدپراخ لاریون ترسره کړ،مظاهره کونکي دیرغلګروپوځیانوپرهغه جنایت ډیرغوسه ووچي دوراني میاشتي پر۱۸مه نیته اشغالګرودکلات ښاردسینک اوسیدونکي دوه تنه ولسي وګړي چي خیاطي یې کوله له ځان سره وړي وو،اوبیایې دسیوري ولسوالۍ دملیزوپه سیمه کي په بې رحمانه ډول شهیدان کړي وو،مظاهره کونکورسنیوته ویلي چي :«یرغلګرو دشهیدانوترجسدونوماینونه لاندي کړي وواوبیایې منفجرکړي وو»، مظاهره کونکوچي دکابل – کندهارلار یې دترافیکوپرمخ تړلې وه ،دیرغلګرواوکابل ادارې پرضد شعارونه ورکول .دغه رازدوی ویل چي : وژل شووکسانوددولت له مخالفینوسره هیڅ ډول اړیکي نه درلودې.دزابل والي اشرف ناصري وایې :«بهرنیوځواکونوورته ویلي چي همداکسان یې ترلومړیوتحقیقاتووروسته خوشي کړي دي ،خوورسته جوته شوه چي شهیدان کړي دي .
پورته ذکرشوي دملکي تلفاتوارقام په تيرودوواونیوکي رامنځته شوي دي ،دلته نوسوال پیداکیږي چي یونامایې دکوم مصلحت له مخي ښکاره عاملینوته څه نه وایې ؟!خوبل طرفته بیادهیوادپه ګوټ ګوټ کي دمرموزووژنوګوته طالبانوته نیسي ،حال داچي هغوی لاس لرل په کي ردکړي هم وي .نورنودیوناماقضاوت دلوستونکوقضاوت ته پریږم .