
دداسي چا کیسه درته کوم چي زما زړګی یې
په خپلو لیدلو ذره ذره کړ
دا دیو یتیم کیسه ده دهغه د ریښتینې ژوند
انځور
هغه چي له ننه پنځه کاله وړاندي یې خپل
خوږ پلار شهید شوی، له ننه نږدې نهه کاله وړاندي چي پلار یې ژوندی ؤ صابر د پلار نازولی
زوی ؤ داسي چي په لیدو یې هر سړي د پلاراو زوی مینه چي حد او سرحد نلري درک کوله.
ریښتیا هم هغه ته زوی ډیر ګران ؤ احسان
به ماته هر وخت ویل زما زوی به ډاکټر وي قواره یې همداسي نده؟؟
سر یې ګوره نام خدا څومره ماغزه به وي پکي!
یاره عجیب استعداد لري کله ناکله داسي خبره
وکړي چي په ریښتیا مي په حیرانتیا کې اچوي.
آرمان دلته د ژوند شرایط ډیر خراب دي ښوونځی او تعلیم تر نورو
هیوادونو پس پاتي دی...
مابه هغه وختونه ماشومانو ته د ژمي له مخي څه نا څه سبقونه ویل احسان به هر وخت له ما پوښتنه کوله د صابر درس یادیږي؟ څوک ډیر ذهین
دی؟ ستا په
شاګردانو کې تر صابر ځیرک شته؟ ....
مابه ویل هو صابر ریښتیا هم اوچت استعداد لري ورته
متوجه اوسه انشاالله ستا خبره لا راته وړه ښکارې ډاکټر نه چي څه دې زړه وي جوړیدای شي.
زه د پوهنتون دریم تولګي کې وم چي یوه ورځ مي ټلیفون ته له کلي څخه زما د کاکازوی
نصیراحمد زنګ راغی وختونه تیریدل
سلامونه وروره!
وعلیکم سلام څنګه یې نه له تا چي زنګ دي
وکړ کلي کې څه
حالونه دي؟
ښه یو تاسو لور ته څه حال دی ملګري دوستان
ښه دي
دخدای رحم دی هلته څه نوې تازه؟
یاره همدا خرابه پیښه وه بل داسي کوم څه
نه دې شوي
کومه خرابه پیښه
د سرحدي صاحب پر کور بمبارد...
الله اکبر څه وایې څه وخت څوک پکې مړه دي؟
سرحدي صاحب خپله ،ښځه،صابر او کشره لور
یې شهیدان شول رؤف زخمي دی خارجیانو له ځان سره وړی
دا څه وایې؟!! خبره څه وه په څه ګناه؟
بس نه پوهیږم دشپي دوه نیمې بجې وې طیاري
راغلي سخت د ویري شپه وه...
ځه الله دي مل
په مخه دي ښه
دا ۲۰۰۸ کال ؤ د احسان خبري دهغه ملګرتیا، وفا،
ښه نیت، د ټولو لپاره خیر خواهي... داسي غم او اضطراب راباندي راوست چي دوې درې ورځي
مي بیخې حالت بدل ؤ.
دلته دا کیسې معمول دی بس وختونه تیر شول
غمونه هیرشول کلونه پس همدا یوه
اونۍ وړاندي په څه کار پسي کلي ته لاړم په دوهمه ورځ د احسان قبر ته
ددعا او وفادارۍ پر ځای کولو لپاره ورغلم دنګ وچ چنار یې پر قبر ولاړؤ. څو زاړه باد او بارانو وهلي دسمالونه پرې بند ؤ ،بوټي یې پر قبر زرغون
شوي ؤ دهغه خبري ،چهره او خندامي مخته مخته کیده ولي پر ځای یې پرتو خاورو هیڅ ونه
ویل اوس دهغو خبرو ،مینې او خندا ګانو پر ځای مظلوم سکوت پروت پر ځای دروند پروت ؤ.
ورځ تیره شوه مازیګر له لمانځه وړاندي د
جومات مخته ټول کلیوال را غونډ ول زه هم د جومات لورته لاړم هلته په رسیدلو سروراکا لمړی کس ؤ چي ورسره مخ شوم د جومات پر
چوتره یې خپل خړ پټو هوار اچولی نیم کښه د چوترې دیوالګي ته پروت ؤ سلام مي پرې واچاوه
را ادا یې کړ لاس یې راکړ ستړی مشي بچیه! بیا یې زما لاس په خپل لاس کې ونیو ښکته لور ته یې کش کړ ور ټیټ شوم څنګ ته یې کښیناستم پوی شوم چي څه خاصه
خبره راته لري هوښیار مشران ډیرداسي څه ته متوجه وي چي ځوانان هغه لورته توجه نلري
بچیه ډیر خوشال شوم اوس دي وایې کاروبار
هم ښه دی ماشاالله
هو د الله رحم دی ډیر ښه ده سروراکا له
خدایه شکر ګذار یم بس په هر حال شکردی
ښه ګوره دغه یوه خبره مي درته کوله ښه شو چي په لاس
راغلي دادی اختر راغي که دي پر ځان څه صدقه مدقه ایښې وي یا اضافه قربانۍ ته دي په نیت کې وي دغه یتیمان دي له یاده ونه وځي په خپل لاس یې تر ما شاته اشاره وکړه مخ مي ور وګرځاوه چي یو تنکی د دیارلس څوالسو
کالو په عمر هلک ولاړ دی سپره شانته مخ، زړې جامې په پښو شلیدلي
چمپل،توربخني جامې
په لیدو یې داسي راته ښکاره شوه چي زموژ خبري یې له پیله تعقیبولې زما په ورکتلو یې له هیلو ډکې سترګي ښکته کړې .
ولي نه دا څوک دی ؟
د سرحدي لمسی دی
داڅه وایې
سروراکا ! د سرحدي لمسی د احسان شهید زوی؟!
هو ډیر تکړه ماشوم دی نام خدا کلک دی په مزدورۍ او کار نه شرمیږي په سپینه کلا کې د اورنګ له زامنو سره په کور کې کار کوي هغوی هم ترې خوښ دي د کور ټول کار دی ورته کوي هغوی هم ورسره
لاس وړي ښه کمک ورکوي کنه دوی خواران خو سخت تنا پاتي شول.
زما په سترګو اوښکې راغلي سر مي ټیټ واچاوه
په چالاکۍ مي اوښکې پاکولي ده ته مي ښه ښه کول سوچ مي وکړداسي نه خدای مکړه چي هلک د مایوسۍ ښکار شي.سر مي راپورته کړ بیا مې د هلک لورته وکتل دلته راشه زړګیه نوم دي څه دی؟
صابر دی څه وایې؟ خوله یې بیرته کړه ومسید
د ګران ملګري احسان هغه خوږو خبرو او غږ مي په غوږنو ازانګې پري
ایستې چي ویل به یې::
(زما زوی به ډاکټر وي قواره یې همداسي نده؟؟
سر یې ګوره نام خدا څومره ماغزه به وي پکي!
یاره عجیب استعداد لري کله ناکله داسي خبره
وکړي چي په ریښتیا مي په حیرانتیا کې اچوي.
آرمان دلته د ژوند شرایط ډیر خراب دي ښوونځی او تعلیم تر نورو
هیوادونو پس پاتي دی... )
ډیر ښه مکتب وایې بچیه ؟
نه په دریم ټولګي کې رانه پاتي شو
درؤف کاکا دي احوال ندی مالوم؟
نه محب الله دوی ملاقات ته تللی ؤ ویل یې
کیدای شي عید ته ډیر بندیان خوشي کړې تر اوسه ندی مالوم
رؤف باګرام کې دی؟
هو پنځه شپږ کاله یې وشول.
آفرین کلک و اوسه ټول ستا صفت کوي ته ډیر
غیرتي ځوان یې ماشاالله بل ورور لرې؟
هو هغه کشرورور می د سروراکادوی مال پیایې
دوه مي کوچنۍ خویندي دي.
چي اختر له
خیره تیر شي زه ایران ته ځم هلته وایې ښې مزدورۍ دي...
خداه!!
د صابر ګنګه سبا به څنګه وي
ـــــــــــــــــ«««»»»ـــــــــــــــــ
اختره څنګه دي
ولمانځو؟
ربه نور مو پر حال رحم وکړه دغه دظلم او
ستم تیارې مو له سره پورته کړه
بیا داسي وخت راوله چي د بچو لاسونه مو
په نکریزو سره ، نوې رنګارنګ جامي په تن په غاړو کې تړلي دسمالونه
د میوو او میني راټولوپسي په یو او
بل کور وځي ننوځي
او په ګریوان یې د اوښکو پرځای مینه راټوله شي آمین
- نجیب الله جاهد-