ولسی جرګه سعودی ته لاړه !

د وکیلانو کرسی له یوی مخی خالی بریښی او د ۲۴۹ وکیلانو څخه یواځی ۸۹ په کابل کې دي نور یی ټول د حج د فریضی د آدا کولو په خاطر سعودی عربستان ته تللی دي.
دا په داسی حال کې ده چې په هیواد دننه یوعالم ستونزی او موضوعات دي چې وکیلان با ید ورته رسیده ګی وکړی.
دوي هر یو د سل زرو افغانیو نه هم ډیر معاش اخلی چې ددی وطن د بیت المال څخه ورته هره میاشت ورکول کیږی.
دا معاش دداسی خلکو د بیت المال څخه دوي ته ورکول کیږی چې تاسو یی وینی حتی بعضی غریب خلک په دی کابل کې په وږی خیټه ویده کیږی او ماشومان یی د یوی مړی ډوډی پسی ژاړی اما زمونږ زړه خوږی وکیلان چې د حج ټول لګښت یی هم د دولت د بیت المال څخه پری کیږی په سعودی کې د حج په نوم چکر وهی .
مونږ نه وایو چی حج کول ښه کار ندی اما د اسلامی لارښونو پر اساس حج په ټول عمر کې یوځل فرض دی.
 
محترم وکیل صاحب دخدای په خاطر لږ د هغه چا په حال هم څو شیبی فکر وکړه چې هره شپه یی تلویزونونه د کمری مخته راوړی او وایی چې نازولی او معصوم ماشومان یی په ولږه او خالی خیټه ویده شول........
ته ښه سوچ پری وکړه ستا د حج مصارف حداقل دوه سوه زره افغانی کیږی اوبل خوا چې د ناداره او غریبو کورنیو پنځه زره افغانی د ټولی میاشتی مصارف او خرچه کیږی نو که ستا مصرف په دغو غریبانو تقسیم کړو د ۴۰ کورنیو د یوی میاشتی خرچه شوه .
ایا دخدای په نزد به ډیرثواب ستا په حج کې وی او که ۴۰ کورنیوته د یوی میاشتی نفقه کې وی؟
تاسو ته د بیت المال څخه معاش درکول کیږی چې دی ملت لپاره قانون جوړ کړی او ددولت پر کارونو څارنه وکړی خو تاسو په ثوابی حجونو مصروف یی چې حتمن خدای به درڅخه پوښتنه وکړی.
ملامت نه یاست ځکه څو ورځی وړاندی مو وزیرانوته د اعتماد رایه ورکړی او د معاش نه علاوه مو ډیره اندازه خرچه پیداکړی. ولسی جرګه رخصت ده ځکه چوکی ټولی خالی دي څوک به قانون جوړکړی او څوک به نظارت وکړی؟ هرڅه اوس پر معامله شوی د ټولو نه ډیر د شرم ځای خو دادی، او وکیلانو نورته کوم اعتماد هم ندی ورپاتی ځکه په ورستیو اعتماد رایو کې تاسوپخپله په ځان ملندی ووهلی چاته چې مو یوه هفته مخکی د عدم اعتماد رایه ورکړی وه هغه ته مو واپس د اعتماد رایه ورکړه قضاوت به پریږدو درنو لوستونکوته.
نور بیا