
د پاکستان د سند
ایالت په کراچي ښار کې شروع شوي د اور بڅرکي اوس بلوچستان هم په خپل اغیز کې
ونیولو. په کراچي ښار کې د عامو خلقو وژنې په مخ نیولو کې د پاکستان دولت لا بریالی شوی نه و چې د بلوچستان ایالت کویټې ښار کې
هم د عامو خلقو وژنې زور واخېست. دلته سوال دا پیدا کیږي چې آیا دا ټول کړکیچ دپاکستان
داخلي عواملو څخه دی یا د بلوچستان مسله
صرف د ولس د محرومیو پر بنیاد ولاړه ده.
اوس داسې راپورونه تر لاسه شوي، چې د سنګاپور هغه کمپنۍ چې
د پاکستان دولت له خوا د ګوادر بندرګاه د
جوړولو او تخنیکي چارو ټیکه ورکړل شوې وه،
اوس په دې اړ شوې چې خپله بستره د ګوادر بندرګاه نه ټوله کړي او پر ځاي يې چین چې
مخکې يې هم په ګوادر کې سرمايه ګذاري کړې وه د بیا د پاره د ګوادر چارې په خپله
غاړه واخلي. د پاکستان ولس په منځني ختیځ کې د روانو حالاتو په وجه د دولت دې اقدام ته په ښه سترګه ګوري . داسي ښکاریږي چې په دمشق
کې د بشارالاسد دولت د نسکور کیدو نه بعد د امریکي او پلویانو سترګي به پاکستان ته شې،خو دا یقیني خبر ده چې د امریکي زیات فشار به د
پاکستان اتومي وسلو په هکله وي، او هڅه به کوي چې پاکستان د اتومي وسلو له جوړولو
لرې وساتي، خو په دې ټوله معامله کې د هندوستان
حیثیت ډیر خطرناکه ښکاري ځکه خو اسرایل په دې منطقه کې هندوستان خپل لوی
همکار او اتحادي بولي او په جنوبي اسیا کې
ورته د یوې مورچې حیثیت ورکوي. دوی په هر ځای کې هندوستان د پاکستان خلاف د استعمالولو
کوشش کوي، ځکه خو هندوستان په پاکستان
عسکري فشار راوړلو لپاره په هر نړیوال
فورم د اسرایل په ملګرتیا خپل غږ پورته
کوي.
د سوات او ملاکنډ نه
واخله تر بلوچستان پورې چې امریکې
د کوم اور لمبې د چین او ګوادر په مینځ بلې کړي، دې مطلب څرګندول ضرور دي، جغرافیايي او اسټراټیجک
لحاظ سره ګوادر ډیر د اهمیت وړ دی او په
راروانو څو میاشتو کې به د دې اهمیت نور هم زیات شي.
په دې مقصد پوهیدو لپاره باید مونږ وګورو چې امریکې د اسرايیل په
همکارۍ په شام کې چې څه قسمه لاس وهنه شروع کړې د هغې غټ مقصد دا دی چې څنګه وکړای
شي چې په سیمه کې د روس پر مختلونکي اثر رسوخ مخه ونیول شې. اته کاله مخکې کله چې روس
وغوښتل چې په مشرق وسطي کې خپل پخواني سویت یونین کردار ته په دوهم وار شروع کیدو
ته عملي جامه ورکړي، نو په نړیواله میډیا
کې د خطر زنګونه ووهل شول، خو د اسلامي نړۍ ملکونه له دې نه بې خبره ول چې روس
ګرمو اوبو ته د رسیدو خوبونه ګوري او دا هم څرګنده وه چې امریکې او عالمي صهيونيت
د روس دا خوب په کمه طریقه بیان کړو. خو په حقیقت کې دا یوه ډرامه وه چې د اسرايیلو
اهدافو لپاره په مشرق وسطي کې روس بيدخل
او کمزوري کړي، او په دې سیمه کې د اسرايیل پر وړاندي کوم قوت پاتې نه شي. د
کال ۱۹۷۰ آخر کې په یمن، عراق، شام او
لیبیا کې د روس اثر رسوخ زیات وو، د عدن په بندرګاه ولاړ د روس جنګي بیړۍ د امریکې
او اسرایيل مفاداتو ته د خطرپه سترګه کتل کیدل نو دې لپاره دوی غوښتل چې اول دې
روس ټوټې ټوټې شي او بیا دې د پاتې ملکونو غم وکړای شي،او شاید له دې نه به زیات
خلق خبر نه وي چې په افغانستان کې د روس نښلول
او شکست منصوبه هم د برطانيې منصوبه سازو لخوا جوړا شوې وه او په دې کې د امریکې
حیثیت د یو عامل په توګه وو. په پاريس کې د امریکې سفارت خانې دالیز د دواړو
ملکونو ځای ناست وو چې څرنګه دې منصوبي ته عملي شکل ورکړي.
کوم خلق چې د فکر کوي جنرال ضیاالحق او د هغه ملګري د
اي،ایس،اي پخواني سربراه اختر عبدالرحمن د سویت یونین خلاف کردار یوه ذهني اختزاع
وه نو دوي د تاریخ یوي غټي مغالظي سره مخ
دي ، که په دي سلسله د هغي وخت سناتو چارلي ولسن د سویت یونین جنګ خلاف غټ سبب وي او څوک: د چارلي ولسن جنګ:په نوم کتاب
تصنیف کوشش کوي نو دا به د تاریخ په بعضو حقایقو پرده اچولو مترادف وي. د
امریکي( سي، اي ، ایس ) چې د ایوان غړي د
خپلو مقاصدو لپاره په کم قسم استعمالوي نو هغه څه پټه خبره نه ده،چارلي ولسن هم د
ایوان په هغي قسمه غړو کې شامل وو خو ټول په خپل خپل ځاي استعمال شول.
برطانیا د افغانستان د تاریخ او پس منظر نه د نورو
ملکونو په نسبت زیات معلومات لرل،د ایسټ انډیا کمپني له وخت نه تر برطاني تسلط
پوري د افغانانو په باره دقیق تحقیق کولو او دا کوشش به ي وو چې مقامي خلق او اداري په دي
تحقیق پوه نشي.برطانیا په دي ښه پوهیده چې د روس په په افغانستان کې دا آخري پړاو
وو او له افغانستان نه تر ماسکو پوري به ي بریک او نه لګي او همداسي وشول،افغانانو
روس ته تاریخي شکست سره تحلیل شوه او
اقتصاد هم مخ په صفر شو او په مشرق وسطي کې ي اثر رسوخ هم پاتي نه
شو،دا هغه ټول نتایج وو چې د اسرایلو ورته
ضرورت وو او په انتظار کې ورته وه.
ده دي ډرامي اوله برخه خو د روس شکست سره مخ په ختمیدو
شوه خو دوایمه برخه ي ۹\۱۱ نه بعد شروع شوه،ځکه چې اوس په مینځني ختیځ کم داسي قوت
پاتي ڼه شو چې د امریکي او اسرایل ته خنډ پیدا کړي یا عربو نړي ته د ضرورت په وخت
کې کمک ته تیار شي،او ورسره روس په ماسکو
د افغانستان نه خوړل شوي زخمونه باندي پټي تړله او بل طرف ته چین د خپلي اقتصاد ته
د ترقي او ودي په خاطر ځان په کم نړیواله
لانجه کې اخته کول نه غوښتل نو ځکه میدان ورته پاک وو.
دلته باید چې دا هم په نظر کې اونیسو کله چې روس د
افغانستان نه مخ په ماسکو شو نو د یو منصوبي مطابق د لوي وخت لپاره د مجاهدینو په
مینځ کې ي جنګونه را پیداکړل،نو په دی لړ د عربو نړي او د پاکستان دولت د امریکي
نه دا ګله هم وکړه چې په افغانستان کې د خپل مطلب د پورا کیدو نه بعد افغانستان ي
ځان ته پریخوستو،او په افغانستان کې د یو منظم دولت رامینځته کیدو نه ي ډډه
وکړه.چې په دي وجه افغانستان کې کوراني جګړي رامینځته شوي.
خو چې اوس امریکه په افغانستان کې د خپلو اهدافو
لپاره حمله وکړه نو وایي چې نور به
افغانستان ځان ته نه پریږدي.
مونږ باید چې په دي پوه شو چې د روس د تحلیل او د افغانستان نه د وتلو نه بعد د امریکي دا یوه خاصه ستراتیجي وه
چې باید افغنستان په کورنیو جګړو کې اخته پریږدو، امریکه یا مغربي قوتونه دومره
بیوقوف نه وو چې بي له څه فکره
افغان جهادي تنظیمونه په جګړو کې
پریږدي،ځکه که چیرته یو آزاد او مظبوط
جهادي دولت رامینځته شوي نو هغه به
د ټولي نړي مسلمانانو یو نماینده دولت ګرځیدلي وواو دا چې د فلسطین ازادي تحریک
باندي با مثبت اثر هم وکړي، او دا تاثر به هم پیداشي چې د روس غوندي لوي قوت ته
شکست نه بعد اسرایل به د عربو مجاهدینو ته هیڅ هم نه وو او په خبره امریکه برطانیا
او اسرایل پورا پوه وو چې د جها دا کرښه تر فلسطینه غزیدلي شې نو په اسلامي نړي کې
ي دا ویره پیدا کړه که چیرې دا مجاهدین خپلو ملکونو ته لور لاړ شې نو د خپل دولتو
نه به نسکور ګړي نو دي سره د عربو نړي توجه ي اسرایلو په ځاي ده افغانستان مجاهدینو طرف ته واړوله، او مغرپی میډیا دي ته
یو خاص نوم :القاعده:ورکړه.
کال ۱۹۹۰ کي د
نوازشریف او بینظرې ترمینځه په پاکستان کې سیاسي تاوتریخوالي را پیدا شو چې د پاکستان کورني سیاست ته يې ډیره صدمه ورسوله او بل طرف په افغانستان کې کورنۍ جګړې هم زور نیولي وو چې دا جګړه د دې سبب ګرځیدله چې
د سیمي ملکونه غیر مستحکم کړي خو په عین
وخت کې طالبان را پيدا شول چې په منطقه کې يې مثالي نظم او امن رامینځته کړو خو
دلته دا سوال پیدا کیږي که چیرته په افغانستان کې هغه وخت داسي امن نه وو، نو
پاکستان به په دې پوزیشن کې چې د هندوستان ایټمي چاودنو ته ځواب ورکړي.
د ۹\۱۱ډرامې نه بعد د امریکې افغانستان ته راتګ دوهمه
برخه شروع شوه. خو دا راتګ د اسامه بن لادن او القاعدې لپاره نه وو، بلکه د یو خاص
نظام رامینځته کیدو لپاره وو، د طالبانو په شکل چې کوم نظام په افغانستان کي
مینځته راغلي وو هغه امریکې ته د قبول وړ
نه وو نو ځکه يې پر افغانستان د
القاعدې په نوم حمله وکړه تر څو وکولی شي خپلو اهدافو ته عملي بڼه ورکړي.او بل طرف
ته يې پر عراق د جوهري وسلو لرلو په تور حمله وکړه تر څو په عربو کې د ټولو نه
مظبوط دولت ختم کړي،
نو اوس باید چې اصلي موضوع ته راستانه شو،امریکې اوس د
شام مسله ځکه رامینځته کړه چې شام، عراق، ترکيې او ایران په مینځ کي د کردستان
سیمي ته د ازاد کردستان نوم ورکړي تر څو د روس مخ نیوي لپاره اډه جوړه کړي. له دې
لپاره امریکې کوشش وکړو چې د شیلډ په نوم میزایل سېسټم پروګرام په پولینډ کي نصب
کړي خو ناکامي سره مخ شول نو ځکه اوس غواړي چې دې مقصد لپاره د کردستان سیمه تر پښو
لاندې کړي.
بل طرف ته څنګه چې په شام کې د بشارالاسد دولت نسکور شي
چې په راتلونکو څو میاشتو کې يې امکانات شته نو د روس د واک نه به د طر طرس بندرګاه
کنټرول هم لاړ شي،او په بحريه روم کې به هیڅ داسي یو ځاې پاتي نشي چې د روس جنګي
جهازونو او ایټمي بیړيو ته د ضرورت په وخت کې تیل ورکړي،دا ټوله ډرامه د دې لپاره
کله چې اسرایيل د :اسلامي انقلاب:شوشه شروع کړي او د مینځني ختیځ په تیلو قبضه
وکړي نو روس او چین به د خپل اقتصاد په خاطر دې جوګه نه وي چې د اسرایل مخ ته
ودریږي،او د دې خبري نه د نړۍ ټول قوتونه خبر دي چې د روس او چین لپاره طرطرس
بندرګاه چې تر اوسه روس او چین پري انحصار کوي،او که چیرته طرطرس بندرګاه ده دوي
له لاسه ووځې نو آخري امید د دوی لپاره د
کراچي سمندري سیمه ګوادر وي ځکه چې له دي سیمي نه هم دوی کولی شي چې په مینځني
ختیځ د امریکي او اسرایل عالمي دهشتګردي ته ځواب ووايي، نو د دې لپاره د امریکې او
اسرایيل دا کوشش دي چین دي له دي لاري لري وساتل شې او د مقصد پوراکیدو لپاره ي د
خیبر نه واخله تر بلوچستانه د اور او وینو ډرامه شروع کړي،اوس باید چې پاکستان په
دي پوه شي چې د شام نه بعد به د دوي وار وي،نو ده دي مخنیوي لپاره باید زر تر زره
دي چین ته د ګوادر ګنټرول ورپه غاړه شي او دا د پاکستان ده بقا لپاره هم ضروري
ده،نو دي سره به د ګوادر له لاري د ایران یا نور خلیجي ملکونو په ذریعه د تیل د
رسد زمیني لار به په مکمله توکه خلاصه
پاتي شي،او له دي ځاې جین هم کولي شي چې مغربي چین ته د تیلو پایث لاین تیر کړۍ،نو
دي سره به هندوستان ته هم مشکلات پیداشې ځکه چې چین به دلته سرمایه کاري وکړي او د حفاظت لپاره به جپل
عسکري قوايي هم اوساتي او په دي کې به د پاکستان مکمل همکاري هم ورسره وي.او که
چیرته چین په دي وتوانیږي چې د خلیجي ملکونو نه د تیلو پایپ راتیر کړي نو د
پاکستان اقتصاد ته به هم وده درکړي.
اوس د عربو نړي هم په دي پوهیدلي چې امریکه په وار وار
هر عرب ملک مفلوج کوي او دا کوشش کوي چې اسرایل په ایران ده حملي نه لري وساتي
،ځکه که چیري اسرایل په ایران حمله وکړي نو ایران په ځواب کې د هرمز بندرګاه چې ۷۰
فیصده تیل برآمد کوي هم بنده ولي شي،او د تیلو نرخونه نه له نور هم زیات شي،چې دا
به د امریکه معشیت برداشت نکړي او امریکه به د خانه جنګي ښکار شي، او عالمي قوت به
ي هم له لاسه لاړشي،خو د یادوني وړ ده کله چې امریکي غوښتل چې عالمي قوت له
برطانیا نه ځان ته کړي نو لومړي او دوایم
عالمی جنګ ته ي لار جوړه کړه،نو اوس چې د عالمي قوت ټایټل د امریکي نه اسرایل ته منتقل
کیدو پلان دي نو په ټوله نړۍ کي يې د جنګ یو کیفیت پیدا کړي.