د لـــوی اخــتـر مبارکــي او د لـمانـځه خبـرتـیـا

 د مبارک لوی اختر  د مبارکۍ پيغاماوپه لندن کې داختر  لمانځه ته  خبرتيا! په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه  د سپېڅلي لوی اختر  په مناسبت  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايي .د ټولنی رهبري هيئت  تاسو ټولو قدرمنو ته بيا خواست کوي چې  د قـُربانيو د دې لوی اختر د مُبارک لمانځه په پای کې زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او نيواک د ختم، د پرديو د ورانوونکو دسيسو د شنډوَلو، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سرتاسري مِلي وحدت  او ډېر مُستحکم، ډېر زورور اوډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او ولسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .د اختر لمونځ   د اکټوبر په شپږويشتمه نېټه ، د جمعې په ورځ ،  د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .دټولنیِ پته :                                                                                               West Acton Community CentreChurchill GardensLondon W3 0JN02089932129 & 02089938168 سيدجان کاروانيپه بريتانيا کې د مېشتو افغانانو د ټولنیِ مشر