بی خونده خبری(۹۶): رباني پوهنتون، رباني پخپله پوهنتون وو!

 
 پرده اول: شهدا
ما ګناه وو ته \"نه\" نه دي ویلي؛ ښه په زغرده او په خلاص زړه یی کوم! ملایان کیدای شي برګ شي چی ویاړم هم زه! خو خبره دا ده چی ما یو څه لیدلي! د ملا خپله خبره ده چی یو شهید ۷۰ له ځان سره وباسي نو که خبره دا سی وي نو مونږ خو بیا له تاجکستان، دیخوا ته له پاکستان، بنګله دیش هم ځینی کسان د جنت په مزو مړولی شو.
له روس سره جهاد کی یو ملیون شهدا لکه چی لرو که احصایه غلطه وي نو د هیچا هم سیی نه ده!
د مقاومت ترمنځ د علماوو فتواوو یوازی کابل کی ۶۰،۰۰۰ کسان په قبرونو منډلی دي!
د امریکا په جهاد کی هم بلا کسان وژل شویدي. له چنګیزیانو، پانی پت او له انګریزانو سره له جګړو خو بیخی تیریږو! نو دومره واسطی چی سړی ولري او د ملا وعده هم سیی وي نو بیا ګناه نه کول به یو ډول خجالت او شرم نه وي؟!!!
د شهادت دروازی نه دي تړلي نوره هم را روان دي! ددی لپاره د معلولینو او شهداوو وزارت ځانګړی بودجی او پلانونه په نظر کی نیولي چی په شاندارو مراسمو سره به یی غم لمانځل کیږي.
د مخابراتو وزارت ته فرمایش ورکړل شوی چی د کوڅو په نوم ایښودنه کی ځینی کوڅی، چوکونه، سرکونه خالي پریږدي ترڅو د نوو شهداوو ځای ورک نشي!
او یاد، کارنامی یی تل زمونږ په ذهن کی پاتی وي!
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجی وزارت په دی اړه خپل لومړیتوبونه سره درجه بندي کړیدي:
لومړی: د مجاهدینو سپیڅلي رهبران: مجددی، سیاف، ګیلاني، محسني، محقق...
دویمه درجه: هغه دویم درجه قوماندانان چی دغه بره رهبران پری مشران شوي او ددوی په برکت یی د مشر-رهبر لقبونه ګټلی دي!
دریمه درجه: ژباړونکي، عسکر، ژورنالیستان، شاعران، قلموال، تکنوکراتان
ددغو دریو کټګوریو لپاره بیلابیلی سیمی او واټونه په نظر کی نیول شویدي. د رهبرانو لپاره خو پلان داسی دی چی د پخوانیو نومونو په ځای به یی نومونه را وړل کیږي! چی پیل یی هم د رباني صاب له نامه څخه شوی چی د ښوونی او روزنی په پوهنتون یی نوم حک شویدی!
دویمو درجو ته به څلور لاري او نوي چوکونه په نظر کی نیول کیږي خو زیاتره یی باید په کابل کی وي او بیا په کابل کی د ارګ شاوخوا سیمو کی وي! ځکه لری یی اغیز او ارزښت ټيټ تلل کیږي!
دریمه درجه وو لپاره به په ولایتونو لکه دایکندي، سرپل، یا په قصباتو کی لکه په چهار آسیاب، ده سبز، سرای شمالي، کمپنی... چهارایانی او جادی منتظری وي.
..............
پرده دوم: رباني صاب
له مرګ وروسته به چی کوم عمل جاري وي او ثواب به یی سلف ته رسیږي په هغوی کی نیک عمله خلف راځي! خلف کیدای شي ځوی او یا هم پیرو وي چی تا تربیه کړی وي!
خو په خواشینی سره باید ووایو چی رباني صاب په ژوند له مسعوده او په مرګ له ځویه ښه ورځ نه لري!
دا چی مجاهدین د جهاد پرمهال د خپلو سلفو په تاریخچو او د صدر اسلام د حالاتو په رامنځ ته کولو ډیر بوخت وو نو په زامنو یی هم هماغه نومونه ایښودلي که دوی نه وو چی دوی خو یی نوم لوړ او سربلند کړي!
حکمتیار او رباني دواړه صلاح الدین لري! خو یو ډیر بی کاره او بل له عیسویت سره د مقابلی پرځای په خدمت کی پیشتازي کوي!
که کرزی یی په خلف کی بل هغه واخلو او د ګوند پیرو یی وبولو نو له مسعوده هم ورته خطرناک تمام شو! مسعود به استاد ته په ژوند زجر ورکړی وي خو ده په مرګ کی په ...لو واړاوه!
خلک د اخري خاتمی لپاره دوعا کوي خو استاد ته د کلیمی تیرولو چانس څه چی په قبر کی هم په غضب جوړ شو.
کیدای شي د تختی په سر شرمیدل همدا وي!
رباني چی په دی وروستیو کی کوم ریکارډ جوړ کړی وو هغه کرزي جان بیا دړی وړی کړ—بلا کردي بچه!!!
پرده سوم: نوم ایښودنه
کرزی صاب په ابتکاري تصامیمو کی ځانګړی انداز، مغز او تحلیل لري! سم راغلی نه وو چی استاد یی اکاډیمسن، فهیم یی فیل مارشال او مسعود شهید یی ملی اتل او د احمد شاه بابا سره پرتله کړ! څو ځوانانو مقالی ولیکلی چی دغو شیانو ته خو باید ریفرینډم شوی وای خو چا ته یی وایی؟
کرزی صاب ځینی وخت هڅه کوي چی ځینی شیان بی ارزښته کړي او هغه شان و شوکت ی ور ضرب صفر کړي لکه امریکایی جنرالانو ته د وزیر مامد اکبر خان میډال ورکول!
 
خو کیدای شي په دی کی هم د ولمسشر چل وي چل به څنګه نه وي چی...ورسره وي!
خارجيها را با این میدال دادن، تاریخ دی روزه خود را تکرار می کنم که فراموش نه کند که ما اولاده کی ها هستیم!!!
هغه خلیلی استاد چی شاعر هم وو؛ را یی وړ له سیدجمال الدین افغان سره یی خښ کړ! که خلیلی خپله هم ژوندی وای د قبر لپاره به یی دغه ځای نه وو انتخاب کړی!
زما یو ټولګیوال چی په انګریزی کی له رزاق مامون څخه هم تنبل وو اتل نومیده! یو ځلی په کورس کی زمونږ اول نومره شو! بیا به مو چی مبارکي ورکوله ځان به یی ګول اچوه!
مبارکي یی نه اخیستله! له دی کبله نه چی مغرور شوی وو بلکی له دی کبله چی خجالته وو!
ځکه چیرته یو مفکر العالم الاسلامي او چیرته خلیلی! یو پخپله پوهنتون او بل خوشی!!!
رباني په خپل حکومت کی کوم پوهنتون او اداره په خپل نوم نه کړله خو کرزی صاب بیا داسی شیانو ته صبر نشي کولی!
پرده چهارم: ګوډ یار!
ګوډ یار څخه زه اوس خبر شولم چی په دانشګاه کی دی! کلونه وړاندی چی ۱۲ پاس وو او ما یی د ښکلا سرمقالی لوستلی عجیبی علمي ښکاریدلی! که دغه سړي باندی خواري شوی وای څه نور کمالات به یی له ځانه ښودلي وای! خو تشه لاسه، ته می دښمن یی! پښتانه مشران خپلی مرغلری نه پیژني!
یار ښه جذباتي کس دی! که روغ وای نو د ډیرو خولی به یی ور کږی کړی وای—دلته به د خدای(ج) حکمت، حکمت وګڼو! هغه په خپله ډیر ښه پوهیږي!!!
یار اوس د ټولو یار دی! د .... افغانستان له ساحی څخه اوس نو یار ووت! کیدای شي چی د ډیرو به ورته په مقعد شریف درد وي خو باید ومنو چی یار نور د پری،منډی، او د زغم یار دی!
یار ووهل شو خو پری خپه نه شولم! یو خو یار پسی دغه وهل هسی هم ځان رسوي او ښه پری لاړ دي! بله دا چی د سیاسي مشر لپاره وهل د ډګری په ارزښت پریوځي!
سیاستوالو ته ډګري مهمه نه ده! دغه وهل، زندان ته اچول؛ ګریوان شلول او جامی ور څيري کول هغه مهم کورسونه او روزنیز ورکشاپونه دي چی باید پالیټشن یی له آزمونه تیر شي کنه نو...
زه دغه وهل، پوری وهل د یار د راتلونکی لپاره یو ښه ګام بولم! دغه زمونږ د ګاونډیو ملکونو سیاستوال د کالج او یونیورسټیانو څخه سیاست ته رسیدلي دي—همین راهت را ادامه دهید!
 
پرده پنجم: پښتانه، رسنی او دغه لاریونونه!
په پوهنتون باندی د ربانی له نوم اړولو سره د ګوتو شمار کسانو مخالفت وښوده چی واړه او کم هم کولای شي چی د واک په ګدی ناست خود ساخته مشران چلنج کړي!
او نارامي یی ور دوه چنده کړه! خو غوصه، قهریدلی، او ګوته په غاښ هغو ته یم چی ځانونه زمونږ استازي بولي او زمونږ په سر کریډټونه اخلي!
ما په خپلو خبرو کی تل یادونه کړیده چی مشران په کړکیچونو کی را منځ ته کیږي نو په تاسو کی څه کمی دی چی نه شی را منځ ته کیدلی! هغه څه دي چی ستاسو پنډتانو مخه یی نیولی ده؟
لکه ښځی(له توهین پرته) غوږونه یو بل ته نږدی کوی چی هله شمالي ټلوالی هغسی وکړل او دغسی وکړل! کرزي پښتانه سپک کړل وغیره!
د توری، ډزو، خودکش، حملو تمه مونږ هم در څخه نه کوو!
هغه چی ځانونه شاعران بولي، مڼه ګل، نارنج ګل، نښتر، شړشم ګل مشاعری او نهادونه لری راووځی کنه خپلی دغه مشاعری په همدی اوسنیو ورځو کی همدغو شیانو ته ځانګړی کړی کنه! تاسو پس از ...زدن، بیا پلتی وهی!
هغه چی ژورنالستان دي: ازاد او بند دواړه؛ پول دار او بی پولی ټول دی را ټول شي، د یوی ورځی لپاره دی خولی وتړي! بوک هړتال دی وکړي! د پارلمان لاره دی بنده کړي—خو همدغه کار دی کنه! څه وخت به یی کوی؟؟؟
هغه چی ځانونه قلموال، د قلم مجاهدین بولي یو پنځه زره میتره لاسلیکونه دی را ټول کړي کنه! دوه زره مقالی دی په یوی اونی کی په کرزي،اقاربو او حواریونو پسی خپری کړي چی ذهنونه بدلیږي او کنه؟ خلک له تاسو څخه ملاتړ کوي او کنه—هسی لګیا یاست چی څوک مو شا ته نه دریږي، خوار شی!
هغه چی په حکومتي دندو کی بوخت دي له یوه سره دی استعفاوی وکړي! کیدای شي تاسو سره دغه فکر وي چی هیواد به له علمي تشی سره مخ شي خو خدای(ج) مه کړه! اوس هم دغه تشه ډکه نه ده! په دی لسو کلونو کی خو ان شاالله ټولو دومره پیدا کړي چی په پالکو سره ګوزاره وکړو!!! نو بیا ویره له څه؟ که تاسو وایاست چی هزاره به مو ځای ونیسي نو دغه تشویش هم رفع دی! هغه په دی ډول چی که تاسو واست یا نه واست په اداراتو کی چی کومه فیصدي پښتو چلیږي هغه به چلیږي! په اداراتو کی چی د پښتنو په کومه اندازه کارونه مخکی بیول کیږي هغه به بیول کیږي!!! نو بیا د څه شي په اړه فکر کوی؟؟؟
له یاره ملاتړ دا په اثبات ورسوله چی پښتانه د سیاست په ډګر کی هغسی چی نور دي، دوی نه دي! هغسی چی نور ټولنیز مشران لري، دوی څوک نه لري! مونږ یوازی نومونه لرو، او بس! د عملي ډګر لپاره څوک نِشته! د ځان وژلو والا شته خو هغه چی باید سیاسي قرباني ورکړي نِشته!!!
leekwal@yahoo.com