بی خونده خبری(۵۱): ناکامان وزیران شول!!!



مارچ۲۰۱۲،۰۵د پارلمان د رایو په نتیجه کی مهندس ویس برمک د ۲۱۲ رایو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او مادام العمر امیر اسماعیل خان،مرد مقاومت،رهزنی، بربادی و پیرو خط مسعود و ربانی د ۱۷۳ رایو په ترلاسه کولو سره اخرنی پوزینشن ترلاسه کړ.ښځو غضب وکړ! غضنفر بانو ۱۹۰ او دلیل ثریا ۱۹۶رایی ترلاسه کړی.په څيره کی ډاکټر نجیب ته ورته عبید،عبید هم بریالی ووت. دده تر ټولو ستره کارنامه به په پنجشیر کی د پوهنتون پرانیستل وي!!!د شمال ټلوالی زیاتره بی سوداه به دده په واسطه ډِګری ترلاسه کړي!!!امیر اسماعیل خان یو کال وړاندی زمونږ په ساحه کی د برښنا ستنی لګولی وی؛ نن یی پوره یو کال کیږي چی افتتاح یی وکړله!!!هغه هم عجیبه افتتاح!!! تر اوسه زمونږ کورونو ته میتر نه دی لګیدلی؛ له ستنو د کوڅی دننه تارونه نه دي غځیدلي خو افتتاح وشوله!!! دی منطق ته وګوری، دی کمال ته وګوری!!!افتتاح خو باید هغه وخت شوی وای چی کورونو ته یی د برښنا ټوله کار روایی بشپړه کړی وای!!! نن یی یوازی او یوازی برج برق افتتاح کړ!!! زمونږ په محله کی ټول ټال ۹۰۰ کورنی دي!!! نوښت ګر وزارت به اوس په دریو ورځو کی ۱۶ میتره ویشي!!! په ورځ کی پنځه میتره!!! نو ۹۰۰ میترو ته خپله کال کیولیټر را واخلی!!!بیا چی ددی محلی د خلکو ترمنځ څومره ناندری وهل کیږي، څومره لانجی کیږي او څه پیښیږي؛ الله جانی!!!په دی یو کال موده کی زمونږ د محلی وکیل له هری کورنی ۱۵۰۰ افغانی ټولی کړي چی دده په وینا په برقیانو او د برښنا وزارت په مامورینو یی ویشلی چی ټول ټال کیږي ۱۳۵۰۰۰۰ افغانی کیږي.که برښنا د حکومت وظیفه وي نو دومره روپی ټولول څه مانا لري؟ او که بیا برښنا د خلکو مسولیت دی نو بیا وزارت او د وزیر بیا بریا د څه شي لپاره؟ اوس یی خو کمی رایی هم ګټلي،لکه دغه پاتی بجلي هم بنده کړي د قانون مطابق!!!زمونږ په محلی کی یو کس په وزارت کی مدیر دی؛ هغه قسم خوري چی زمونږ مامورین رشوت نه خوري خو زمونږ د محلی وکیل بیا وایی چی ما په برقیانو خرچه کړی!!!اوس چی له وکیله د حساب ورځ رانږدی شوی چی باید د محلی خلکو سره کیني وایی چی کتابچه می ورکه شوی!!!د لودین پلار به هم د فساد خلاف جنګ کی کامیاب نشي!!! زمونږ د کوڅی وکیل د سیاف په کچه ږیره لري او ځان د حکمتیار څخه هم قوی اخوانی بولي!!!چی اخوان په دی اندازه مُردار وي نو د دی هیواد له شیطانه څه ګیله په کار ده!په دوی کی بل وزیر چی الله پری ورحمیده، برمک پنجشیری دی!! قرار د شنیده ها، برمک د هغه فلمی برمک کشر ورور دی چی "اسامه" په نامه فلم یی د اوسکار جایزه ګټلی. دده اصلی کمپاینر قندهاری طارق عصمتی وو. ددی قوی امکان شته چی طارق جان به د وزارت د برنامو معین کیږي. ځکه چی تو مرا حاجی بګو من تو را ملا!!!عصمتی، برمک ته کمپاین وکړ او اوس به بیا نو برمک جان طارق ته لونګی ورتړي خو په دی شرط چی داود رحیمی (هغه کس چی پخواني وزیر د فساد په تور له وزارته شړلی و او بیا د وحید جان عمر په دفتر کی اداري ریيس شو) او یا هم یوه بله جینکۍ چې د سناتور او خبریال حارس لور ده، چانس تری و نه تروړي!!!قضافی نر و خو ارمان چی له لاسه مو نه وای ورکړی!!! هغه د خپل حکومت پرمهال هغه وزارتونه چی نه و توانیدلی بودجه په ښه ډول مصرف کړي، یا یی اغیزمنتوب نه درلود او یا یی هم د دندو په منځ ته راوړلو کی پاتی راغلي وو له یوی مخې له منځه وړي وو.ورځ تر بلی حکومت هغه لاس ته راوړنی چی دوې پرې ویاړي له لاسه ورکوي خو پهلوان زنده خوش است!!!اریانا افغان هوایي چلند به ‌ډیر زر سقوط وکړي!!! خو نجفی بیا هم کامیاب!!! د ښځو ژوند ورځ تر بلی د شرم وړ ګرځی خو غضنفر بیا هم بریالۍ!!!روغتونونه له ستونزو سره لاس و ګریوان؛ بلاسم چی مشهور روغتون دی اوس هم ابتدایی روغتیایی اسانتیاوی نه لري او ثریا په دی ادارو د نظارت ډنډوره هم غږوي، خو پارلمان څخه ېی رایه ترلاسه کړه!د پارلمان استهزا!!!پارلمان غونډې استیضاحیه نه وي، زیاتره استهزایه وي!!! که دغه وزیران دومره بریالي ول نو دوه کاله وړاندې مو ولې رایه ورنه کړه!!! که ناکام ول نو ولې یی داځل رایه درڅخه واخیستله؟په دی وزیرانو کی یو هم برمک دی!!! برمک د وزارت معین پاتی شوی او معین تخنیکی کس وي. وزیر خو هسی سیاسي وي نه استعداد لري او نه هم اخلاق!!! نو نظر په دې قاعدې سره وزیر مُبرا شو!!! ستونزه له معین سره شوه!!! نو کله چې معین و نشي کولای بودیجه مصرف کړي، پروګرامونه په ښه ډول سره پرمخ بوزي نو هغه به د وزارت پرمهال څنګه وکولای شي؟کله چی تونی بلییر له لومړي وزیر پوسته ولوید نو بیا ملګرو ملتونو د منځني ختیځ  لپاره خپل استازی وټاکه نو هغه وخت د حماس دریځ ډیر عجیبه و!!! "ده د لومړي کس په حیث څه ونشو کولای نو ددویم کس په حیث به څه وکولای شي؟"نو وزیر په اړه هم دا خبره در واخلﺉ!!!ددی معین صاب پوره دوه کاله له پخواني هغه بل سره لانجی او مخالفتونه وو. دوه کاله ده له هغه سره په شخړو کی تیر کړل!!! اوس یی رایه واخیستله، یو کال به باندني سفرونه وي ترڅو ستومنتیا رفع کړي!!! او باقی نورو ته به پلان ګذاري کوي!!!زما پوښتنه!!!د نن ورځی رای ګیریو ناکام له ځان سره نه درلود!!!!ماشاالله هر یو یی د ټل فاتح و!!!هغه پارلمان چې خپل ځان ته ریيس نه شي ټاکلی، په مرستیالانو جوړ نشي راتللی، څنګه کولای شي چی په یوې خولې ۹ شنو ته په ډیرې دلچسپۍ رایه ورکړي!!! کُچ تو هې!!! دال مې کُچ کالا هې اور پورا دال کالا هې!!!نن شپه!!!د نن شپی اهمیت بیخی ډیر دی!!! شب قدر دی!!! جشن دی!!! په سرینا کی به ځای نه وي!!! ګیست هاوسونه به وار دمخه بوک شوي وي!!! نن به بیا د شرابو قیمت لوړ شوی وي!!! دغه اونۍ او راتلونکې اونۍ به د دوبۍ ټکټ نه موندل کیږي!!!نن شپه، روانه اونۍ او هره ورځ یې ارزښت لري!!! وکیل صاحبان به په دغه اونۍ کې د کومو،کوم قراردادونو خاوندان شي، هر یو يې په دغې اونۍ کې یوه بنګله وګټله!!!د وزیر ښځه، چمچی به اوس په شاخ کی ناست وي!!! وزیران به زنګونه وهي چی مننه چی رایې مو راکړې!!! تشکر،هیچ الفاظ ندارم!!! توقعات:"پدر جانم! اګر وزیر شوی، برایم چه میخري!!!"، د وزیر لور "برایم چه تحفه میتی؟"،  د وزیر ښځه"پدرم، لکسس ګپ زدم، باید برایم بخری!"، د وزیر ځوی"صبح خو پشتم ضد مرمی را،روان می کنی، در کجا میبینیم!!! انګشتری الماس فراموشت نشود!!!"، د وزیر ګرل فرینډ!!!"اینه دیګه، کارم جور شد، باز میبینی که مه چه میکنم؟ دیدی که چطور کامبیابش کدیم!!!" د وزیر چمچیرسنۍ:نن خو رسنۍ هیڅ هم نه وایی!!!هیڅ د ملی مشارکت مسله مطرح نشوه!!! نن پښتانه وزیران څومره وو؟ هیڅ خبره نشته!!!زمونږ دوعا:الله(ج) مو د طالب له "بوه" ساته!!!ددوی بد قدم!!!د وزیرانو د سوګند اخیستلو مراسم تل له ځان سره ځانمرګي بریدونه لري!!! تیر وار طالب فدایان په فروشګاه بزرګ افغان وروختل، دا ځل هسی نه چی په عزیزی پلازا وروخیژي!!! ګپ لګوم چی رښتیا نشي!!!leekwal@yahoo.com