
یوه پر حقایقو ولاړه ارزونه!
د اکتوبر په ۱۴ نېټه خبریال ویب پاڼې په غزني کې په اصطلاح داندړو دولسي
پاڅون د راټوکېدو، پای ته رسېدو او اوسنۍ وضعې په اړه یوه په زړه پورې او پر
رښتینو حقایقو ولاړه ارزونه کړې، ومې غوښتل له درنو
لوستونکو سره ددغه لکنې یو څو کرښې شریکې کړم.
په لومړي سر کې نوموړې ویب پاڼه د دغه پروژې په اړه داسې وايي: ( په رښتیا هم چې حقیقت همداسې دی، اسلامي امارت همغه
مهال په ډاګه ددغه پروژې پر وړاندې خپل دريځ ټولو ته روښانه کړی و چې دغه پروژه په
حقیقت کې د پټرایوس نقشه وه چې ایله اوس دپلي کېدو لپاره تیاره شوه، امریکې لومړی
غوښتل دخپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره په افغانستان کې هم دعراق په څېر د
اربکیانو پروژه مخ ته بوځي، کله چې په دې اړه له ناکامۍ سره مخ شوه نو بیا یې
دکابل دګوډاګۍ ادارې دځینو چارواکو په مټ دغه پروژه را مخ ته کړه.
نومله دې پرته دسیمه یزو
اوسېدونکو وسله وال کېدل ددې سبب کېدای شي چې یوځل بیا په افغانستان کې پخوانیو
تنظیمي جګړو ته لار ه)
دا چې د کابل ادارې ځینې کسان ددغه پروژې مخالفت
کوی، کېدای شي ځینې کسان به همداسې شخصي نظر لري لکه ویب پاڼې چې ویلي، مګر په
مجموع کې بیا لکه څنګه یې چې پاس ویلي دکابل ګوډاګۍ اداره په کلکه سره ددغه پروژې
ملاتړ کوي، او تر ټولو ښکاره دلیل یې دا دی چې کله چې دکابل ادارې دامنیت نوی
مشر اسد الله خالد راغی نو لومړی خبره یې همدا وکړه چې مونږ دغه پروژه پیاوړې کوو،
او ستونزې به ځکه نه را پورته کېږي چې مونږ یې کلکه څارنه کوو.
مګر متاسفانه چې ځینې د قدرت دلیونۍ مینې مست
لیونیان بیا هم لګیا دي وخت پر وخت د دغه رنګه پروژو دپیلولو نارې وهي، په لوی لاس
دخپل ځان مطرح کولو او یو څه قدرت ته تر لاسه کولو لپاره د مظلوم ولس وینو څښلو ته
تږي ناست دي، لا تر اوسه یې ددغه مظلوم ولس په وینو تنده نه ده ماته شوې، نور هم
غواړي چې دولس بچیان خپل خیالي قدرت ته د رسېدو لپاره قربان کړي!
)
مګر کیسه دا ده بله شوه، سړی نه پوهېږي چې هغه
دسورڼي والاوو به اوس څه حال وي؟ امریکایان به یې پوښتنه کوي او که نه؟ دهغه سوچه
اخلاص بدله به یې ور کړې وي اوکه به یې لا تر ا وسه په تمه کړي وي؟
په پای کې ویب
پاڼه وايي: ( غزني
یو دافغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې دټول افغانستان دولایتونو په انډول د
وسله والو طالبانو دګروپونو شمېر ورکي زیات دی ، دخبریال ډاټ کام دارشیف دمعلوماتو
له مخي په غزني ۴۴۰)
دوسله
والو طالبانو لويي او وړې ډلي یاګروپونه فعالیت کوي ).
دې
نه معلومېږي چې افغان ولس په غوڅ اکثریت سره دمجاهدینو تر شا کلک ولاړ دی، ځکه په
یو ولایت کې ۴۴۰ ګروپونه وړه خبره نه ده، که فرض کړو چې په هر ګروپ کې په منځنۍ
کچه پنځلس پنځلس کسان دي، نو ټول ۶۶۰۰
کسان کېږي، د یادونې ده چې غزنی نسبتا دهېواد په کوچنیو ولایتونو کې راځي.
ه جوته شوه، چې په
حقیقت کې ټول ولس مجاهد دی، ټول ولس د اسلامي امارت تر شا ولاړ دی، همدا ولس دی چې
مجاهدینو ته ځای ور کوي، دخوراک او څښاک بند وبست یې کوي، بلکې خپله مجاهدین
دهمدغه سیمو اوسېدونکي دي، له خپل مېړني او غیرتمن ولس سره اوږه په اوږده یرغلګر له خپل کور نه
شړي.
یادښت : لیکنه دلیکوال دنظر څرګندوې کوي نه دروهي ویبپاڼې .