د لوړو زده کړو وزارت اوس هم له ستونزو خلاص ندی.

په هېواد کې د لوړو زده کړو روان بهير که څه هم د اندېښنو وړ دی، له بل پلوه د اندېښنو ليرې کولو لپاره لازم او پرځای قدمونه ندي اخیستل شوي، سره لدې چې ولسمشر حامدکرزي د هېواد د لوړو زده کړو د نصاب معياري کولو، په لوړو زده کړو کې د مثبت بدلون، د تحصيلي بورسونو وېش کې شفافيت، د پوهې د لوړوالي او نورو شته ستونزو د ليرې کولو په موخه د تېر ۱۳۹۰ کال د حوت د مياشتې په ۱۵ نېټه پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد يې ولسي جرګې ته د لوړو زده کړو د وزير په حيث معرفي کړو، ترڅو د ولسي جرګي غړي ورته د اعتماد رايه ورکړي، چې ولسي جرګې ډاکټرعبيدالله عبید ته د اعتماد ۱۹۹ رايې ورکړې او نوموړی وتوانېده، چې د لوړو زده کړو وزير شي.
د ډاکټرعبيدالله عبيد د ګمارنې سره سم ډېری شمېر هېوادوال او محصلين خوشبينه وه، چې نوی ټاکل شوی وزير به وکولای شي، په پوهنتونونو کې شته ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی کېږدي، د وخت په تېرېدو نوی ټاکل شوي وزير هم د پخوانيو لار غوره کړه، اوس هم په پوهنتونونو کې سياسي فعاليتونه دوام لري، سبقونه يې معياري شوي ندي، يو شمېر استادانو يې تر اوسه هغه کرېډيټ ندی پوره کړی چې وکولای شي په پوهنتونو کې محصلين وروزي،  تحصلي بورسونه چې بايد يو مستحق او ذهين محصل ته ورکړل شوی وای اوس هم په واسطو، زورواکۍ، پيسو او سفارشونو ويشل کېږي، چې هېڅکله زموږ هېواد او هېوادوالو ته د درد دوا نده، د تحصيلي بورسونو په ويش کې شفافيت تر اوسه ندی راغلی، اوس هم لکه د پخوا په شان د زورواکو، سفارشګرو، وکيلانو او هغه چا ته ورکول کېږی، چې وزارت مقام سره پيژندګلوی ولري.
نوی ټاکل شوی وزير پوهاند ډاکټر عبيدالله عبيد که څه هم د لوړو اخلاقو، ښه استعداد او نيک کرداد لرونکی شخصيت دی، خو متاسفانه چې د نورو ډېرو وزيرانو په شان يې د خپل وظيفوي صلاحيت پرځای د پارلمان وکيلانو په ملاتړ يې تکيه کړې، پوهاند صاحب او يو شمېر نور وزيران ولې د خپل وظيفوي صلاحيت پرځای د يو وکيل خبر ومني؟ ولې کوښښ نکوي، چې خپل اصلي خدمتګاران وسي؟ ولې دا ويره لري، چې د وکيلانو پرځای هېواد او هېوادوالو ته رغنده کړونو په وجهه به له دندې ګوښه شي؟ دا هغه پوښتنې دي، چې ځواب موندل يې پکار دي.
سره لدې، چې پارلمان د يوه هېواد ملاتېر جوړوي خو په تاسف بايد زه او ټول هېوادوال ووايو چې زموږ پارلمان لا تر هغه کچې ندی، چې څوک دې ترې د رغنده او ښو کړنو هيله ولري، د پارلمان ځيني غړيو له ځانونو کمېشنکاران جوړ کړي، تحصيلي بورسونه د وزارت مقام له لوري په سفارش او واسطو ترلاسه کوي، او بيا پر هغه هېوادوالو پلوري چې د لياقت پرځای پیسې او زر ولري، د دې لپاره چې خبره ښه ثبوت شوي وسي، يو پلاوی دې وګمارل شي، او د لوړوزده کړو وزارت سره د شويو تحصلي بورسونو پوښتنه وشي، چې څومره مرسته له لوړوزده کړو وزارت سره شوې او په کومه تګلارې يې ويشلي دي.
تاسو پوهېږئ، چې تېرو څلورو کالونو يوازې د دوست هندوستان هېواد شمېرنه ښايي چې د افغانستان سره د کېدونکو تحصلي بورسونو لس سلنه پرځای نه لګېږي، په هندوستان هېواد کې د شوي شمېرنې پايلي ښايي چې هر کال د افغانستان سره پنځه سوه تحصيلي بورسونه مرسته کېږي، خو افغان زده کوونکي چې کله هندوستان هېواد ته ورشي او هلته د لوړو زده کړو معيار وګوري څلورسوه زده کوونکي بيرته هغه هېواد پرېښودو ته اړ کېږي، او يوازې سل زده کوونکي چې پدې کې هم پنځوس سلنه زده کوونکي ناکامېږي خپلې لوړې زده کړې پوره کوي، دترسره شوې شمېرنې ټيم يې، لامل په افغانستان کې د تحصلي بورسونو په سم شکل د نه توزيع پروسه په ګوته کوي، د يادونې وړ ده، چې هندوستان هېواد يو له هغه هېوادونو څخه چې ډېر تحصيلي بورسونه افغانانو ته ورکوي.
ولسمشر حامدکرزي د نورو وزيرانو په شان پر ډاکټر عبيدالله عبيد هم تکيه کړې او د کابينې غړی یې پدې موخه مقرر کړی، چې پورته ذکر شوې ستونزې ختمې او د هېواد په لوړو زده کړو سيستم کې مثبت تغير راولي، خو متاسفانه چې شاوخوا يو کال په تېرېدو پوهاند صاحب ونه شو کړای چې په خپل وزارت او اړونده رياستونو کې مثبت تغير راولي، وجهه يې دا ده،چې پوهاند صاحب د خپل وظيفوي صلاحيت پرځای د وکيلانو په مرسته تکيه کړې او د وکيلانو په خوشحاله ساتلو کې يې د خپلې دندې بقا کتلې، وکيلان يې د تحصيلي بورسونه په ورکولو خوشحاله ساتلي، چې وکيلان بيا همدا بورسونه په پيسو او ډالرو خرڅوي.
وړانديز:
د هېواد د لوړو زده کړو عاليقدر وزير صاحب څخه چې ټول هېوادوال ورته ډېر خوشبينه دي، په درنښت هيله کوو، چې د خپل وظيفوي صلاحيت څخه کار واخله، هغه څه چې د دې وزارت په چوکاټ کې له ولس سره مرسته کېږي، بايد په منظم او ښه ډول وويشل شي، په هر څه کې اهل د کار ته لومړيتوب ورکړل شي، د هېواد ټول پوهنتونونه چې اوس مهال پکې سياسي فعاليتونه ډېر شوي، هر سمت او هر قوم پکې خپلې ډلې جوړې کړي بايد له دې حالاتو څخه يې راووېستل شي، د لوړو زده کړو ميتود دې نوی شی  او استادانو ته دې موقع په لاس ورکړل شي، ترڅو خپل معيار پوره کړي، هېچا ته دې د دې اجازه نه ورکوي چې د خپل صلاحيت څخه ناوړه ګټه پورته کړي، محترم وزير صاحب! تاسو په خپل ولس تکيه وکړئ، له خپل وظيفوي صلاحيت څخه کار واخلئ، په ټول توان او طاقت هغه هيلي او امیدونه چې ولسمشر او هېوادوال يې درڅخه لري پوره کړئ، که پدې حالاتو کې د پارلمان وکيلان له تاسو خفه کېږي او تاسو له دندې ګوښه کوي نو بيا به هم ستاسو نوم د افغانستان د لوړو زده کړو په وزارت کې په رنګينو ټکو ليکل شوی وي.
هر څومره چې د لوړو زده کړو په سيستم او ميتود کې نوی او مثبت تغير راځي، په هماغه اندازه به د هېواد نوی نسل په نوي سيستم او میتود خپلې زده کړې سرته رسوي، او و به کولای شي، چې په آينده کې دخپل هېواد، او هېوادوالو لپاره رغنده او پرځای قدمونه واخلي، چې دا چاره به په هېواد کې د روانو ناخوالو، بدمرغيو، کم ظرفيتيو، قومي شخړو مخنيوی وکړي، او نوی نسل به په نوې روحيه سمبال شي.
صمد افغان