
د پاکستان پخوانی لوی درستیز میرزا اسلم بیګ وایې د امریکا او لویدیځ له لورې په ایران لګول شویو بندیزونو ایرانیان دېته هڅولي چې په ځان بسیا شي او خپل راتلونکی پخپله وټاکي نوموړی زیاتوي چې ایرانیان په کلک هوډ سره د لویدیځ او امریکا له لورې د فشارونو مقابله کوي.ښاغلي بیګ د روانې میاشتې په لومړیو کې د بریښنا لیک له لارې د د تهران تایمز سره د یوې مرکې په ترڅ کې دغه څرګندونې کړې دي.بیګ تر(۱۹۹۱ز) پورې د پاکستان لوی درستیز و.د نوموړي په اند بندیزونه د انرژۍ پوره کولو په برخه کې د ایرن وګړو ته د بدمرغۍ لامل شوي دي.مګر د نوموړي په اند ایران د خپلو موخو په تر لاسه کولو کې کامیاب شوی دی. دوی اوس په نړۍ غږ کولای شي چې راشئ مونږ وګورئ چې څنګه خپلو موخو ته په بریالیتوب سره ورسیدو.
د لوی درستیز د مرکې متن لاندې دی:
پوښتنه-په پاکستانۍ خاوره باندې د امریکا له لور ې د ډرون حملو په اړه تاسو څه فکر کوئ؟
ځواب- زما په اند د ډرون حملې ګټورې نه دي، لومړی داچې د طالبانو او القاعده په پرتله،ډیری برخه قربانیان یې بېګناه ولسي وګړي،ښځې او ماشومان وي.دوهم دا چې د ډرون حملو له امله د عامو وګړو په ذهنونو کې د امریکا او لویدیځ په ضد کرکه او غصه را پارېدلې ده.چې دې چارې د امریکا څخه د غچ اخیستنې لړۍ خورا چټکه کړې ده، تاسو ولیدل چې د کابل، کندهار او هلمند په پوځي اډو باندې په څه ډول حملې وشوې.دا ددې ښکارندوۍ ده چې طالبان ددې وړتیا لري چې د امریکا له لورې اشغال شوې پوځي اډې ماتې کړي.نړیوال دریځ هم د امریکا ددې پریکړې په ضد کیدونکی دی، ښه بېلګه یې د روان کال د اکتوبر په شپږمه د یو شمېر د بشر د حقوقو د کارکوونکو له لورې قبایلي سیمو ته د عمران خان بدرګه کول و.ډرون حملې یو نا انساني کړنه ده.امریکا له دې لارې هڅه کوي چې د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا ته صدمه ورسوي. پاکستان باید د نړیوالې محکمې له لارې ددغه حملو د مخنیوي هڅه وکړي.
پوښتنه-ستاسو په اند د سپتمبر یوولسمه په اسلامی نړۍکې د جنګ خپرولو او د منځني ختیځ د ښکېلولو سربېره د یادې سیمې د طبعي شتمنیو زبېښلو لپاره پلمه وه.په مجموع کې د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ او شمالي افریقا په ګوښه کولو کې امریکا په یادو سیمو کې څومره خپلو موخوته نږدې شوې ده؟
ځواب- امریکا د سپتمبر د یوولسمې په پېښه خپل ولس او نور نړۍ تېر اېسته،په دې اړه یو شمېر کتابونه لیکل شوي دي د هنري کسنجر وروستۍ څرګندونې د لویدیځ چلبازي ښه را په ګوته کوي.نوموړی د افغانستان او عراق په جنګ کې د امریکا ښکېلیدل په سپینو ټکو کې څرګندوي.د سپتمبر تر یولسمې را وروسته امریکا په نړۍ کې خپل دریځ ته ستر زیان اړولی دی. ددې تر څنګ اسرایل هم د ماتېدو په درشل کې ښکاري. اسلامي نړۍ د تېرو درې لسیزو راهیسې د لویدیځ او امریکا له لورې نادودې ګالي.مګر دې چارې په اسلامي نړۍ کې د جهاد نوی روح او جذبه پیدا کړې ده دا ایډیولوژیکي ځواک به د لویدیځ طلسم مات کړي او د نړیوال توازن لپاره به د زور واکیزم په ضد په پوره وس را پورته کیږي.
پوښتنه-ستاسو په اند د ایبټ اباد پيښه یوه دسیسه او دروغ دي.که په دې اړه نور څه راته ووایاست؟
ځواب-زه په دې اند یم چې د ایبت اباد پېښه دروغ ده، مهرباني وکړئ په دې هکله زما مقاله (“Attack on Abbottabad House -- New Revelations.”) وګورئ.زه په دې ډاډه یم چې د تېر کال د می د دویمې پېښه د ۲۰۰۱ز د سپتمبر د یولسمې پېښې را تازه کولو مانا لري.
پوښتنه-د امریکا بهرنې پالیسي به تر کومه کچه پورې راتلونکې ټولټاکني اغېزمنې کړي،بارک اوباما په ۲۰۰۹ز کې د قاهرې په وینا کې د اسلامی نړۍ سره د نوی پیل ژمنه کړې وه، په څرګند ډول اوباما ددغه بدلون په راوستوکې پاته راغلی دی په دې اړه ستاسو څه نظر دی؟
ځواب- اوباما د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه په تول پوره نه ده.د خپل انتخاباتي کمپاین په بهیر کې نوموړي یو څو ژمنې کړې وې، ځینې یې پوره نه کړای شوې او په ځینو یې سترګې پټې کړې. اوباما ژمنه کړې وه چې د کشمیر مسئلې ته به د حل لار پیدا کوي،مګر هغه له پامه وغورځوله.هغه مهال حماس د اسرایلو تر تیري لاندې ول مګر اوباما پرې سترګې پټې او غوږونه کاڼه کړل.د افغانستان په اړه هغه ژمنه کړې وه چې ځواکونه به له یاد هېواد څخه وباسي او سولې ته به کار کوي مګر هغه دیرش زره نور پوځیان هم افغانستان ته واستول. دې سره د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شوه، زما په اند که امریکایي وګړي په حقیقتونو سترګې پټې نه کړي نو د اوباما د ګټې چانس ډیر کم دی.
پوښتنه- پدې وروستیو څو کلونو کې متحده ایالاتو او سعودي عربستان په پاکستان یو لوړ فشارونه راوړی چې د ایران سره د انرژۍ له تړونونو ډډه وکړي.دا د کومې انګېرنې له مخې؟ تاسو د ایران او پاکستان د اړیکو برخلیک ته په کومه سترګه ګورئ؟
ځواب-پاکستان هڅه کوي چې د ایران، افغانستان،چین او روسیې سره دیپلوماتیک انډول په نظر کې ونیسي.د پاکستان دغه دریځ متحده ایالات نا کراره کړې ده.د ساړه جنګ پر مهال او د اوسمهال لومړیتوبونو تر منځ باید توپیر وکړو.اوسمهال د ځمکني سیاست حقیقتونه هم ددې غوښتونکي دي چې هر هېواد باید د یو شمېر لومړیتوبونو سره مسئولانه چلند وکړي. د پایپلاینونو په اړه د پاکستان دریځ د اړیکو راتلونکی وضعیت مونږ ته په ښه توګه را څرګندوي.
پوښتنه-د هند او پاکستان د اړیکو په اړه ستاسو څه نظر دی؟ ایا د اړیکو د پرمختګ لپاره کومه هیله شته دی؟ د کشمیر د شخړې لپاره ستاسو حل لاره څه ده؟
ځواب- تر کومه چې د کشمیر پر سر هند، نه ماتېدونکی دریځ ولري، زه د پاکستان او هند تر منځ د اړیکو د پرمختګ په اړه هیله من نه یم. د پاکستان او هند تر منځ ډیرې مسئلې دي چې ددواړو هېوادونو په اړیکو ی تلپاته سیوری غوړولی دی.
لطف الله.