
په ټولو ادارو کې د نظم، دسپلين، د مراتبو سلسله د
مراعت، ښه چوپړ، د نړيوالو مرستې پرځای لګولو، بنسټيزو پروژو تطبيق او پلان، د
اداري فساد د مخنيوي او نورو ټولو برخو کې د رغنده او پرځای اجرااتو لپاره د روان
کال د ۵ مياشتې په ۵
نېټه ولسمشر حامدکرزي د ډېرو وعدو وروسته چې له نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول
په توکيو کانفرانس کې وکړي او نړيوالو ته يې وعده ورکړه، چې پورته ذکر شوې برخې او
په ځانګړي ډول په افغانستان د اداري فساد د مخنيوي لپاره به لازم قدمونه واخلي
ترڅو په توکيوکانفرانس کې لدې هېواد سره کېدونکي مرستې پرځای ولګي، د اداري فساد
مخه ونيول شي او ټولې ادارې د هېوادولو په چوپړ کې وسي نو ۴۵
ګڼه فرمان يې د اصلاح او سمون په خاطر صادر کړ.
که څه هم ولسمشر له ډېر دقت، پاملرنې او سلاح مشورو
وروسته دا فرمان صادر کړ، متاسفانه چې ولسمشر په خپله کابينه کې داسې اشخاص او په
وطن مين وزيران نلري، چې د صادرشوي اخيري فرمان د تطبيق لپاره لازم قدمونه واخلي،
يوازي نمايشي ليدنې کتنې له ولاياتو، په وزارتونو کې تش په نوم جلسې او داسې څه د
جلسو په نوم د ياد فرمان د تطبيق په خاطر روان دي، چې هېڅ اړخ د فرمان د تطبيق سره
نه لګوي، د دې لپاره چې وپوهېږو، چې ايا رېښتيا هم د صادر شوي فرمان په مخ کې
خنډونه شته کنه، هيله ده، چې لاندي ټکي په غور ولولو او بيا قضاوت وکړو، چې همدا
څه روان دي، که تاسو نور هم څه ليدلي.
(۱): په ادارو کې نظم، دسپلين، د مراتبو سلسله نه
مراعت، همغږي، قناعت او ښه اجراات هله تر سترګو کېږي، چې يا خو ادارو ته له ځانه
سره ښه لويه واسطه، زورواکي، د کوم وکيل سفارش او يا هم پيسې يوسې، بې له يادې شوې
فرمولې څخه د هېڅ کار د خلاصون امکان نشته، ټول کارونه په وزارتونو کې د ياد شوي
فرمان د تطبيق په خاطر په ټپه ولاړ دي، هره ورځ په زرګونو هېوادوال وزارتونو ته
مراجعه کوي، چې خپل اړونده کارونه خلاص کړي مګر هېڅ داسې څه نه ليدل کېږي، چې دوی
ورته خوشبينه وسي، همدا لامل ګرځيدلي، چې د فرمان د صادرېدلو وروسته په زرګونو
هېوادوال د اوسني حکومت څخه زړه ماتي شول او اوس چې ورته د همدې حکومت يا ادارې
نوم اخلي زړه يې بدېږي.
(۲): په ټولو ادارو کې د ګوتو په شمار مامورين نه
ترسترګو کېږي، چې له اوسني دولت او يا هم له اوسني حکومت سره مينه، محبت، زړه سوی
او وفداري ولري، که له وزارتونو، رياستونو او نورو اداروڅخه ليدنه وکړئ درمعلومه
به شي، چې نوي سلنه د اوسني دولت مامورين پخپله دولت پسې خبرې کوي، دا هم نشو
ويلی، چې منفي خبرې به يو مامور د زړه سوی له لاسه کوي، بلکه ډېری داسې مامورين
وي، چې خپلې ګټې يې له لاسه ورکړي اوبيا د ډېر قهر او غوصې څخه داسې څه وايي چې هم
خپله او هم نور هېوادوال د اوسني دولت په خلاف دروي، د امتيازاتو څخه مخکې په هر
څه پرده اچوي خو کله چې يې امتيازات ترلاسه نه شو کړای بيا نو د اوسني ادارې په
ځانګړي ډول د هغې ادارې په تخريب پسې لاس اچوي چې دی يې مامور دی.
(۳): د اصولو خلاف، فرمايشي، د ځان خوشحاله ولو، د
وکيلانو خوشحاله ساتلو او جيب ته د څو پيسو په خاطر مقررۍ، چې د ټولو نورمونو،
اصولو او مقرراتو خلاف يې بللی شو، اوس هم په ټولو وزارتونو کې رواني دي، دا مقررۍ
چې د څو اشخاصو د خوشحاله ساتلو لپاره صورت نيسي، ټول هغه هېوادوال خفه کوي، چې
دوی ورته د کارونو د خلاصون لپاره مراجعه کوي، د مثال په ډول: د پوهنې وزارت
اړونده د بې المقطع مقررۍ پروسه، چې پکې داسې اشخاص هم ترسترګو کېږي، چې د لياقت
پرځای حزبي، سمتي او نور همکارۍ وزارت مقام سره ولري، داسې اشخاص چې په را روان
ولسمشريزو ټاکنو کې کله چې د پوهنې اوسنی وزير ښاغلي فاروق وردګ ځان نوماندوي
ورسره په کمپاين کې مرسته وکړی، حال دا چې هر کال په ميليونونو ډالر له دې وزارت
پخاطر د مثبت بدلون لپاره مرسته کېږي، خو زياتې پيسې يې د معاشاتو په ډول بېرته د
همدې ډلې جيبونو ته غورځي، که چيرته د پوهنې او نورو وزارتونو حالت او يا هم پروسې
وليدلی شي، معلومه به شي، چې دا پروسه او روان حالت ټول له ادراي فساد څخه ډک دي.
(۴): د ولاياتو لپاره هغه وخت انکشافي بوديجې انتقال
صورت مومي، چې د انکشافي بوديجې د انتقال په سر معامله وشي، يعنې د انکشافي بوديجې
د انتقال څخه مخکې بايد له اړونده مسوولينو او چارواکو سره خبرې وشي، يا خو به
قراردادونه همدې مسولين ته ورکړل شي او يا هم د مسوولينو لخوا ورپيژندل کېدونکو
وکيلانو ته ورکول شي، بيا امکان شته، چې انکشافي بوديجه انتقال شي او هېوادوالو
ترې څه ګټه پورته کړي، کنه نو هېڅ امکان نشته، چې انکشافي بوديجه دې ولاياتو لپاره
د انکشافي کارونو په خاطر انتقال شي.
(۵): د وزارتونو، مستقل رياستونو او اړونده ادارو ترمنځ
همغږي له منځه تللې، د عادي موضوع په خاطر په مياشتو مياشتو مسولين نه کښېني چې
موضوع حل کړي، خو کله چې د موضوع د حل په لمن کې خپلې ګټې وګوري بيا هم لږه عجله
کوي، کنه بغير لدې د موضوع د حل لپاره هېڅ څوک نه حاضرېږي، چې کښينې او موضوع حل
کړي، دې ادارو لکه د چين، جاپان او ويتنام د مستقل حکومتونو په شان دبدبه شروع کړې،
هېڅ څوک پابند ندي، او نه هم څوک د چا پروا کوي خو يوازې د خپل جيب.
(۶): د جمهور رئيس احکام او فرامين له وزارتونو څخه نه
وځي، دوی يې نه مني او نه ورباندې عمل کوي، خو برعکس له ځينو دلالانواو
کميشنکارانو سره د همدې ادارې مسوولين په نورو ادارو ګرځي او کارونه يې ورته
د څو پيسو په مقابل کې خلاصوي.
اوس به لوستونکي قضاوت وکړي، چې د ولسمشر لخوا اخير
صادر شوی ۴۵ ګڼه فرمان څنګه تطبيق شي؟ څنګه به ادارې د هېوادوالو
په خدمت کې شي؟ څنګه به هېوادوالو ستونزې حل شي؟ او ايا نمايشي ليدنې کتنې چې اوس
ځينو وزيرانو له ولاياتو او خپلو ادارو څخه شروع کړي کومه پايله به ولري؟ دا ټولې
هغه پوښتنې دي، چې وخت به يې ځواب کړي، خو که دا هيله ولرو چې د ولسمشر لخوا د
صادر شوی فرمان د تطبيق لپاره بل فرمان ته اړتيا شته، که همدا فرمان به وکولای شي
موضوع او ستونزې حل کړي؟.
په هېواد کې د مثبت بدلون په هيله
صمد افغان