
د تېر کال د سنبلې په ۲۷مه
نېټه (۱۳۹۰-۰۶-۲۷) د افغانستان ولسي جرګې انتخابات د سهار په اووبجو
په داسې حال کې پيل شوې و، چې د امنيت او د انتخاباتو د شفافيت په اړه ډېرې
اندېښنې موجودې وې، خو د ولسي جرګې د شپاړلسمې دورې انتخاباتو څخه يوه ورځ مخکې
افغان ولسمشر حامدکرزي په ټولو هېوادولو غږ کړی و، چې دوی دې په انتخاباتو کې پرته
له کومې وېرې ګډون وکړي او د خپلې خوښې کانديد ته دې رايه ورکړي، ولسمشر کرزي د
ولسي جرګې انتخابات د هېواد او خلکو لپاره يو ستر ارزښت بللی او له وسله والو يې
هم غوښتي و، چې له جنګه دې لاس واخلي اوپدې پروسه کې دې د سولې، ثبات او ترقۍ
لپاره دې برخه واخلي، خو وسلوالو په ورا وار د ولسمشر خبرې ردې کړې او دا يې اعلان
کړی وچې دوی به په خپل ټول قوت او طاقت کوښښ وکړي، چې د دې پروسې مخه ونيسي، هماغه
وخت د سپينې ماڼۍ وياند رابرت ګيبس او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا
متحده ايالاتو ځانګړي استازي ريچارډ هولبروک هم دا منلې وه، چې د ولسي جرګې
انتخابات به له درغليو خالي نوي، خو ترسره کېدل يې اړين دي، همداسې وشول،
انتخابات د تېر کال د سنبلې په ووېشتمه نېټه ترسره شول، پداسې حال کې چې ډېرو
ځايونو کې ډېرو کانديدانو په جعل او تذوير رايې خپلې کړي، په دوکو او د ملګرو په
مرسته يې د رايو صندوقونه ډک کړل، د انتخاباتو له کېدو مخکې هم له زيات شمېر
هېوادوالو سره د انتخاباتو د نه شفافيت ويره موجوده وه، خوکله چې د انتخاباتو
اخيري پايلې اعلام شوې، يو شمېر کانديدانو چې ځانونه يې بريالي ښوول په اعتراضونو
لاس پورې کړ، دا اعتراضونه تر ارګ پورې هم ورسېدل چې بلاخره ولسمشر حامدکرزي د
انتخاباتو رايو د بيا شمېرنې لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړه، چې پکې د هر ولايت د استناف
رئيس تر مشرۍ لاندې يوه باصلاحيته پلاوي وټاکل شو، چې په دغه پلاوي کې د معترضو کانديدانو استازي، د نړيوالې ټولنې استازي، د
انتخاباتو د شکايتونو د کمېسيون او د انتخاباتو د مستقل کمېسيون نماينده ګان او دغه راز د لويې څارنوالۍ کسان شامل و، دې محکمې خپل کار پای ورسو او بالاخره يو شمېر
کسان له ولسي جرګې څخه ووتل پرځای يې نور راغلل خو زيات شمېرکسانو چې له زور څخه
کار واخيسته بيا هم له ولسي جرګې څخه سره لدې چې ډېر شواهد پرې موجود و و نه ويستل
شول، دوی ټولو له ولسواکۍ څخه ناوړه ګټه پورته کړه، ټولې دنيا ته معلومات وشول، چې
په افغانستان کې ټولټاکنې په کوم شرائطو کې ترسره شوې.
پدې برخه کې د انتخاباتو خپلواک کمېسيون هم پاتې
راغلی، دا کمېسيون چې ډېر امکاناتو تر څنګ د نړيوالو حمايت هم له ځانه سره لري،
بايد ټول کانديدان يې سکرين کړی وای، له سکرين کولو وروسته يې معلومات کړی وای، چې
کوم کانديد د ځمکو په غصب، اداري فساد، انسان تښتونه او نورو کې لاسونه لري، اوس د
انتخاباتو خپلواک کمېسيون او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته پکار ده، چې
لاندې ګامونه واخلي ترڅو د ولسي جرګې پاتې دوره د هېواد او هېوادوالو د خدمت لپاره
اماده شوي وسي.
(۱): د پارلمان د هر غړي په ځانګړي ډول د هر
کمېسيون کړنې دې، تر سخت نظارت لاندې ونيول شي، دوی هر څه په انحصار کې نيولي،
محکمه موجوده ده، خو دوی بيا په خپل کمېسيون کې محکمه جوړه کړې، له يو شمېر هغه
چارواکو او اشخاصو څخه چې د دوی غوښتنې يې د پردې ترشاه نه وي منلي د رسنيو په
مخکې داسې تر پښتنو لاندې راولي، لکه په يوه محکمه کې چې څوک ناست وی، که قضا
موجوده ده، دوی بيا ولې د يو چا قضاوت کوي؟ که امنيتي چارواکي موجود دي دوی بيا
ولې د امنيتي برخو کې لاسوهنې کوي؟
(۲): دواړه ادارې دې د پارلمان او مشرانو جرګې د غړو
تجارتي، ساختماني او نور شرکتونه، بهرنيو هېوادونو او ولاياتو ته سفرونه، ټول
محفلونه چې دوی پکې ګډون کوي او ټول هغه څه چې دوی پکې لاس لري تر جدي نظارت او
کشفي تعقيب لاندې ونيسي، د همدې جرګو غړي شاوخوا شپږزره سرتيري د کورنيو او دفاع
چارو وزارتونو په چوکاټ کې خپل خپلوان نيولي اومعاشات يې جيب ته اچوي.
(۳): اوس
يو کم شمېر وطندوسته او په خاورې مين وکيلان پوهېدلي چې چارواکي کمېسيونونو ته د
شخصي بعض په خاطر غوښتل د چارواکو حيثيت ته توهين او د حکومت په کارونو کې مداخله
ده، ځکه چې د کمېسيونونو غړي په چارواکو فشار راوړي چې د دوی خبرې ومني، خو کله يې
چې چارواکي خبرې و نه مني بيا يې کمېسيون ته غواړي، په هر څه او هره معامله کې
لاسوهنه کوي، چې دا د ولسواکۍ شرمول دي.
(۴): د کمېسيونونو غړيو خبرې چې چارواکي ونه مني، د کومې
وړې قضې د ثبات څخه مخکې د رسنيو له لارې د چارواکيو د غوښتلو اواز پورته کوي، چې
تر څو د د قضيې څېړنه کېږي او ثبات ته رسېږي تر هغه وخته پورې يې د چارواکي شخصيت
کوشي شوي وي، چې دې کړنو دولت، حکومت او ولس د کور بدنامي جوړه کړې چې په
ټوله کې د دې هېواد د اقتصاد، فرهنګ او بيارغاونې د چارو مخه نيسي.
(۵): د انتخاباتي مبارزو په وخت کې کانديدانو له
خپل ولس سره لويې لويې وعدې کړې وي، له غرونو کې غوښې او سيندونو يې خوروايي جوړې
کړې خو اوس همدا کانديدان چې په ولسي جرګه کې ناست دي، مرمۍ ضد موټرونو کې ګرځي،
ساتونکي ېي تر شاوخوا روان وي په شپو شپو ورسره ملاقاتونه ستونزمن وي، د رسنيو له
لارې اوس هم خپلو پوچو او بېځايه خبرو ته ادامه ورکوي، په عام مجلس کې چې د
هېوادوالو سره کښينې داسې غرور کوي، چې په ناست مجلس کې بل څوک په خبرو کولو
نه پوهېږي بې لدوی.
پورته ذکر شويو خبرو عام ولس له انتخاباتو او ولسواکۍ
څخه نفرت پيدا کړی، د انتخاباتي مبارزو په وخت کې ځينو خلکو جيبونه ډک کړ، چې اوس
همدا غړي د هېواد تظعيف لپاره کار کوي، پرځای د دې چې د هېواد او نظام د تقويې،
پياوړتيا او سالميت لپاره کار وکړي دوی د هېواد د تظعيف لپاره کار کوي، چې نور د
هېوادوالو د زغم څخه وتې خبر ده.
د پارلمان د اصلاح په هيله.
په پوره مينه
صمد افغان