غزل


تاتـــــــــــــه دروغ وايي تـــــــــــه دا ائېنې نـــــــــــــــــه پېژنې
تـــــــــه لا د خپـــــــــــــــــل حسن زرګـونه مـــعنې نه پېژنې
تا د دې ډېرې کلي والې ســـــــــــــادګۍ نـــــه لــــــــــــوګی
د معشوقو غـــــــــــــــــــــــــوندې فني بهـــــــــانې نه پېژنې
ګل ېې خنـــــدا دې د فــــــــــطرت په غېږ کې نه ځاېېږي
د خپــــــــــلې مينې د بــــــــــــــــــــلل ترانې نـــــــــــــه پېژنې
مونږه خو هسې هيڅ بې هېڅـــــــــــــه نشې نه ځنــــګوي
تــــــــــه دې د سترګــــــــــــــــــو شرابي سرچينې نه پېژنې
صداقتـــــــــــونه بازاري شو ، مېلــــــــــــه وال شو خلک
تــــــۀ الفتـــــــــــــــــــــــونه لا ددې زمــــــــــــــــانې نه پېژنې
زه دې په تـــــــــــورو زلفــــــــــو بنـــــد په بنـــــــد تړلی يمه
تاتـــــــــــه آزاد ښــــــــــــــــــــــکارم ، ته دا زولنې نه پېژنې
چېرته به ناست وي او په ريګ به ستا تصوير جوړوي
تۀ دې تر اوســـــــــــــــــــه خپـــــــل ساېل لېونی نه پيژنې