
ولسمشر ښاغلي حامدکرزي
ټولې هڅې په ادارو کې يې د مثبت بدلون لپاره په کار اچولي، خو تر دې دمه يې مثبته
نتیجه نده ورکړې، ښاغلي کرزي له ولس سره وعده کړې چې دا به وکولای شي، د خپلې کاري
دورې په لړ کې به ټولې ادارې د ملت خدمت، ښه چوپړ، سالمې حکومتدارۍ او کار اهل ته د
سپارلو لپاره اماده کړي، خو ښکاري داسې چې د ولسمشر روانې هڅې د ولسمشر له لوري
ټاکل شويو ځينو وزيرانو له لاسه بې نتيجۍ پر لوري روان دي، ولسمشر پر ځينو داسې
اشخاصو او افرادو تکيه کړې او د وزارت پر څوکيو يې کښېنولي چې هېڅ يې وړتيا او
اوسني دولت ته وفداري نه لري، داسې وزارتونه، مستقل رياستونه او نورې اداري چې
کولای شي، د عامه خلکو ستونزې پروخت جواب کړي په خپلو کارونو کې تر دې دمه پاتي
راغلي، ټوله ورځ په دفترونو کې بنډارونه جوړوي، د دفتر له رئيس څخه يې نيولې بيا
تر سکرتريت، د معينانو دفترونو او اړونده مديريتونو کې د ورځې په اوږدو کې شينې
افغاني چای، بسکټ او وچه مېوه پرېمانه پرته وي، خپل بنډارونه کوي او د ملت ستونزو
ته پروخت ځواب نه وايي، تېره ورځ هم يوه وزارت ته له يوه دوست سره پدې خاطر تللی وم، چې د ملګري نېمګړي کارونه
تعقيب کړو چې تر کومه ځايه يې کارونه خلاص شوي، خو په وزارت کې ټولې اړونده ادارې،
مديريتونه، معينياتونه، د دفتر رياست، سکرتريت او د وزیرصاحب دفتر پدې نوم چې جلسې
روانې دي مصروفه وې، په همدې حال کې مې د چوپړګرو په لاسونو کې وچې مېوي، بسکټ،
شينې چای ليدلې چې يو او بل لوري ته به يې ځغلول، موږ د يو وزارت د معينيت په
دروازه کې په طمعه ولاړو چې د جلسې څخه بعد که امکان يې درلودی له معين صاحب سره
وګورو، په همدې حال کې يو چوپړګر د چايو ګلاسونه او ترموز په لاس راغلی، د معين
صاحب د دفتر دروازه يې خلاصه کړه ترڅو ورته چای دننه کړي، پدې حال کې د معين له
دفتر څخه د سګرټو لوګي او بويونو سره غبرګ په لوړ اواز د خندا آوازونه اورېدل
کېدل، داسې خنداء چې په اورېدو يې سړي ګمان کوو، چې دوی به په زړه هېڅ غم نه لري،
ټول کارونه به يې منظم او همېشه به يې د ملت خدمت کړی وي، خو داسې هم نده! زموږ د
معين صاحب د دفتر په دروازه کې پوره ساعت کېده، چې په انتظار ولاړ و، په انتظار
خونه کې د معين صاحب اسيستانت هم نوه، نو له چوپړګر څخه مو وپوښتل، چې کاکا! جلسه
به څومره نوره دوام وکړي، کاکا! راته وويل؛ جلسه لانده شروع شوې شايد يو ۱۵دقيقې بعد جلسه اماده شي، او ښکاري داسې چې ډېره مهمه
جلسه ده، له نورو ادارو هم مسوولين راغلي ساعتونه ساعتونه به ونيسي.
د دې خبر له اورېدو سره
سم د معينيت له انتظارخونې څخه د يوه مديريت په لوري راهي شو، په مديريت کې مو
غوښتل د اسنادو پوښتنه وکړو، خو هلته هم چا لفټ رانکړو (خبر مو چا وانه ورېده)،
ځکه هلته هم همدا حالت روان و، د وزارت سکرتريت پر لوري روان شو، غوښتل مو سکرتر
سره خبري وکړو، لومړي خو درې څلورځایه تم کړی شو، او هر ځای يې همدا پوښتنه کوله،
چې چيرته ځئ؟ خو بالاخره سکرتر صاحب ته ورسېدو خو د څلور تلاشيو څخه وروسته، تلاشي
مو باک ځکه نه ګڼله او خوشحاله کېدو پرې چې اوس خو زموږ هېواد کې حالت داسې راغلي،
سړی په ځان کې حیران کړي چې څه وکړو، خو خوشبختانه چې له تلاشيو روغ رمټ ووتو،
سکرتريت ته په رسېدو راته سکرتر په ډېره غرورناکه او مصروفه لهجه وويل (وايه څنګه
راغلی یې؟)، زما دوست ځواب ورکړو چې، صاحب زما کارونه لا نيمګړي پاتې، سکرتر ورغبرګه
کړه، ولاړ شه له دفتر رئيس څخه پوښتنه وکړه، کله چې د دفتر رئیس ته لاړو هغه جناب
هم په جلسو مصروف و، خو دومره یې وويل (ستاسو په اسنادو تراوسه کار ندی شوی، ۱۵ يا ۲۰ ورځې وروسته يې پوښتنه وکړه)، حال دا چې زما د ملګري اسناد شاوخوا دوه
مياشتې له جناب رئيس صاحب سره پنډ و، د وزارت له عاليقدرې ماڼئ څخه راووتو، خو ډېر
مو زړه ماته شو، د وزير له دفتر څخه نيولې بيا تر سکرتريت، معينيت، د دفتر رياست
او مديريتونو پورې ټول په ناستو، چاۍ څکولو او بنډارونو مصروف وي، هېڅوک د هېچا
پروانلري، په مياشتو مياشتو اسناد په دوسيو کې او بيا دوسې په الماريو کې پرتې وي،
اجراات پرې نه کېږی، ځکه چې دوی په جلسو کې مصروف وي.
په وزارتونو کې خو يا په
لوې واسطې او سفارش کار خلاصېږي او يا هم بايد د دفتر رئیس او سکرتر خوله خوږه کړې
کنه بيا به دې اسناد همداسې پراته او کارونه به دې بې سرنوشته وي، د دې وزارت په
ليدو ويلي شم، چې ټول وزارتونه د مقام د سکرتر او د دفتر د رئيس په خوله دي، که
دوی وايي سپين تور او تور سپين هم امکان لري او که ووايي چې نه سپين سپين دی او
تور تور بيا هم امکان لري، ځکه چې دا د وزارت مقام ته ډېر نږدې کسان دي.
په ادارو کې مې چې بله
ستونزه پرمخ راغله هغه داوه، چې وزير د معين، معين د رئيس او رئيس د مدير کارونه
هغه وخت پرمخ بيا یي چې څه ترلاسه کول پکې وګوري، سلسله د مراتبو هېڅ نه مراعت
کېږي، هغه اشخاص چې د وزير سکرتر او رئیس د دفتر خوشحاله ساتي چې په عامه لهجه
ورته کمېشنکاران وايي ټول کارونه د دوی په خوښه ترسره کېږي، که ووايي چې فلانی
منفک منفک دی او که وايي چې فلانی مقرر مقرر دی، يعنې دوی د وزارت کارونه انحصار
کړي.
په وزارتونو کې بله لويه
ستونزه هغه د اسنادو د محرميت ستونزه ده، که هر څوک وغواړي څنګه اسناد وغواړي بې
له کومې ستونزې يې ترلاسه کولای شي، ځکه چې اوس شاوخوا ټول وزارتونه او مستقل
رياستونه تش په نوم کار پر مخ بيايي نه یې لاسته راوړنې شته او نه د عامه خلکو
کارونه پروخت خلاصېږي.
د دې ترڅنګ په وزارت کې
لوی او د غټ معاش بستونه هم د وزارت مقام او معين صاحبانو نږدې ملګرو ته ورکول
کېږي، ځکه دوی واسطې لري او واسطې يې هم لومړی اشخاص دي، دوی کې داسې څوک هم ترنظر
لاندې د مشاور او يا هم په نورو مختلفو نومونو په لوکس دفترونو کې ترسترګو کېږي چې
لياقت، اهليت او انسايت به يې په صفر کې ضرب وي، خو داسې اشخاص، چې رېښتيا هم وړ،
په کار پوهه او کاري اشخاص وي نه ګمارل کېږي، ځکه چې واسطې نه لري.
د دې لپاره چې د ولسمشر
روانې هڅې له کوم خنډ سره مخ نشي، پکار ده، چې د ولسمشر له مرستيالانو، د کابينې
له غړو او نورو لوړپوړ چارواکو څخه نيولې بيا تر معينتونو، رياستونو، مديريتونو او
ټولو کارکوونکي په اخلاص، ایماندارۍ په پوره مينه او صداقت خپلې دندې پرمخ يوسي،
او څنګه چې لازمه ده خپلو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
په ټوله مينه.
صمد افغان