
لکه جنون چې دجنون ګریوان ته لاس اچوی
داسې پښتون دبل پښتون ګریوان ته لاس اچوی
یوالی پریښی دنفاق په لومه بند دې یاران
دمرګ په تمه دژوندون ګریوان ته لاس اچوی
داعلامت دتباهی او بربادی ده ورونو
توری تیاری د سباوون ګریوان ته لاس اچوی
دپرمختګ خیال یی پیدا نشولوچیری سر کی
چی پرمخ ځی داسی دیون ګریوان ته لاس اچوی
دغه پښتون به ترقی په ځه شی وکړی وایې
چې نن پریږدې او دپرون ګریوان ته لاس اچوی
پرون یې چیرته دا پښتو په لوړه وویله
ځکه غلیم نن دهارون ګریوان ته لاس اچوی
یادونه په ګربت مجله کی هم خپور شوی ده
محمد هارون ناصری
کابل شکردره