
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر پریکړه کړې ده ،چې له خپل میلیونر سوداګر مېړه فیروز ګلزار جلا او دبینظیر بوټو له زوی بلاول سره واده وکړي . حنا رباني له ګلزار څخه دوه لوڼې انیه او دنیا لري .حنا دسیاستپوه او ځمکوال نور رباني کهر لور او دپنجاب دپخواني والي غلام مصطفی کهر لمسۍ ده . حنا د1977 ز دنومبر پر 19 نېټه دپنجاب ایالت په مظفراباد کې په یوې ځمکواله او شتمنه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي . دحنا کورنۍ دکبانو فارمونه ، دامونو باغونه او دبورې او اوسپنې فابریکې هم لري . حنا رباني کهر په خپل پلرني کلي کې زده کړې بشپړې کړې دي او په 1995 ز کې دلاهور داداري علومو پوهنتون ته ولاړه او په 1999 ز کې ترې فارغ او په اقتصاد کې یې لیسانس تر لاسه کړ حنا بیا وروسته دلوړو زده کړو په موخه متحده ایالاتو ته ولاړه د ماساچوسېټز آمرسټ په پوهنتون کې شامله شوه او په 2002ز کې یې دګرځندوی (سیاحت او میلمه پالنې دمدیریت په برخه کې دماسترۍ بری لیک تر لاسه کړ .
حنا رباني په 2004ز کې دپخواني لومړي وزیر شوکت عزیز له برکت دنړیوال شهرت څښتنه شوه نوموړي حنا ته په اقتصاد وزارت کې دمرستیال وزیر څوکۍ ورکړې وه او له همدې ځایه دسیاست ډګر ته ورګډه شوه . حنا رباني دخپل پلار په مالي مرسته توانیدلې وه ،چې مسلم لیګ (ق ) په ګوند کې خپل سیاسي فعالیت ته دوام ورکړي او دمظفر اباد NA-177 دویمې ټاکنیزې حوزې څخه پارلمان ته لار ومومي له دې وړاندې دنوموړې پلار له همدې حوزې پارلمان ته راغلې و . دحنا رباني پلار ځکه بیا کاندید نه شو ،چې دمشرف دواکمنۍ پر مهال نوي قانون اجازه نه ورکوله هغه مهال پارلمان دکاندیدا لپاره لوړې زده کړې شرط وې . هغه مهال ګارډین ورځپاڼې کښلي وو : ( په سیمه ییزه کچه له ښځو سره دحساسیت له کبله دحنا رباني پلار نور کهر به غونډو ته ویناوې کولې او له رایه ورکونکو سره به یې له نږدې لیده کاته کول ، حنا دا مهال له کوره نه وتله آن تردې ،چې دټاکنیزو منډو ترړو پرمهال کوم انځور هم نه تر سترګو کېده ). په 2005ز کې داقتصاد وزارت مرستیاله شوه او دشوکت عزیز تر مشرۍ لاندې یې کار وکړ په 2005 ز کې دپاکستان شمالي برخې زلزلې ویجاړې کړې دا مهال نو دحنا رباني سروکار له نړیوالو بسپنه ورکونکو سره و ،چې دنوموړې په شهرت کې پراخه رول لوبولې دی .
حنا رباني په 2007 ز کې هڅه وکړه ،چې له مسلم لیګ (ق ) سره یو ځای شي ، خو دا هڅه یې ناکامه او د2008ز په ټاکنو کې یې دحنا رباني دکاندیدا غوښتنلیک لیک ونه مانه ،خو دبنظیر بوټو په مشرۍ دخلکو ګوندورته بلنه ورکړه ،چې ددوی دګوند له اړخه کولای شي پارلمان ته ځان کاندید کړي . په ټاکنو کې حنا رباني پارلمان ته لار ومونده او دخلکو ګوند له MQMاو مسلم لیک ق سره ګډ ایتلافي حکومت جوړ او یوسف رضا ګیلاني یې دلومړي وزیر په توګه وټاکه . دیوې استخباراتي سرچینې دمعلوماتو له مخې ولسمشر اصف علي زرداري له حنا رباني سره - وار له مخه دوه لوڼې لري - دخپل زوی بلاول دواده کلک مخالفت کړې دی زرداري وايي : دا واده به دبلاول سیاسي ژوند له ګواښ سره مخ کړي او پردې سربېره دا دخلکو ګوند لپاره دسیاسي ځانوژنې مانا لري . زرداري دخپل زوی بلاول او حنا رباني ترمنځ دعشقي اړیکو او دواده دپریکړې له کبله خپه دی . اصف زرداري دخپلو سرچینو پر مټ دا رسوا کړې ده ،چې رباني کهر او دحنا رباني مېړه فیروز ګلزار دخپلو شرکتونو او ګالکسي تیکسټایل فابریکي دبرېښنا بیل نه دی تحویل کړی او نږدې 70میلیونه کلدارې پرې پاتې دي . بلاول دحنا رباني په اړه دخپل پلار په سپور چلند غوسه دی اوان دا ګواښ یې هم کړې دی ،چې دګوند له مشرۍ به لاس واخلي بلاول خپل پلار ته ویلي دي ،چې په سویس کې به له حنا رباني او دهغې له دوو لوڼو سره استوګنه غوره کړي . بلاول خپل پلار ته ویلي دي ،چې حنا له خپل ميړه طلاق اخلي او خپلې دواړه لوڼې هم ورسره پریږدي . داسې ښکاري ،چې دپلار او زوی ترمنځ سړه جګړه روانه ده .
دبلاول بوټو مور بینظیر په سویس کې څو بیلیونه امریکايي ډالر پانګه لري او بلاول یې حقوقي وارث دی . د بلاول او دبهرنیو چارو وزیرې پټې اړیکې هغه مهال اصف زرداري ته څرګندې شوې ،چې دواړه دزرداري په استوګنځای کې جوړه لیدل شوي دي . بلاول هم له خپل پلار سره یو ځای اوسیږي . له دې وروسته ولسمشر زرداري دبلاول او حنا دټیلفوني اړیکو ریکارډ تر لاسه کړ ،چې ددواړو ترمنځ دپټو اړیکو خبره یې لا پسې کره کوله دا مهال نو پلار ته دخپل زوی د راز او نیاز نړۍ څرګنده شوه پردې سربېره اصف زرداري هغه مهال باوري شو ،چې د2011 ز دسپټمبر پر 21 مه نېټه حنا رباني بلاول ته دنوموړي دزیږیدنې دورځې په مناسبت یو کارت استولې و او په خپل لاس یې دا جمله ورته لیکلې وه ( زموږ داړیکو بنسټ ابدي دی او ډېر ژر به موږ سره یو ځای شو ).
دیادونې ده ،چې بلاول له حنا رباني څخه 11کاله کشر دی او دروان کال په لومړیو کې یې له ځینو نورو نجونو سره جنسي اړیکې هم رسوا شوې دي . دپاکستان دبهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر اوسمهال د35کلونو مېرمن ده.
me: http://www.weeklyblitz.net/2598/high-profile-romance-in-pakistan-exposed