
افغانستان دجوړیدو او په هېواد کې دتل پاتې ډاډمن امنیت د راوستو هیلې د ټولو افغانانو ځانګړې ارزو او هیله ده ، دغې هیلې ته درسیدو لارې چارې اوس دټولو هېواد والو څخه ورکې ښکاري.
په هېواد کې درسنیوو چټک پرمختګ هم ددې له امله شوی چې د عام ولسونو د هېواد جوړونې هیلې یې تر خاورو لاندې کړي دي او ددې پرځای چې خلکو ته د ابادۍ هیلې او فکرونه ورکړي ورځ تر بلې دغه فکرونه لا هم د تیارو لوري ته بیول کیږي، که په راډيوګانونو او تلویزیونو کې کې ګردي میزونو اوپکې بې شمېره دسیاسي کارپوهانو بحثونو او شننو ته په دقت سره سړی متوجې شي نو خدای شته چې داسې اندیښنې به درته رامنځته کړي چې سمه لار در څخه غلطه کړي.
یوڅه ته چې فکر وشي پخوا به په سیاسي او داسې نور چارو کې کارپوهان دګوتو په شمېر پیداکیدل، زه نه پوهیږم چې دمعاصرې تکنالوژۍ، که دچټکې مخ پرودې بې کیفیته رسنیز بازار او که دخلکو علمي پوهه تر دې کچې رسیدلې ده چې اوسمهال بې شمېره کارپوهان لرو؟
پخوا به دیوه کارپوه لپاره دخپل مسلک سره تړلي ځانګړي معیارونه موجود وو او ترڅنګ به یې په دغه برخه کې لوړې او ژورې لیدلې وې دهغې وروسته به یې په چارو کې دمسلک سره سم نظرونه ورکول اوسمهال خو ټول عمر یې ایله ۲۵ کاله وي خو چې ګردي میزونو ته کښيني نو دسل کلونو خبرې به کوي ، واقعا داهغه څه دي چې رسنۍ باید ورته جدي پاملرنه وکړي او هم هغه په کارپوه او افغانان چې په ګردي میزونو کې داډول تبصرې کوي ترهرڅه ورته دافغانستان لوړې ګټې باید ارزښت ولري او که احیانا نه پوهیږي باید ترې ځان وساتي.
په دغه تلویزویوني او راډيويي میزونوکې تر ډيره بریده یوزاې نیوکې او داسې څه ویل کیږی چې داوریدونکو او لیدونکو لپاره د ښه راتلوونکي حل لارې چارې نشي په ګوته کولی.
په اوسنیو شرایطو کې هرڅوک پدې پوهیږي چې شته ناخوالې دټولو هېواوالو دزغم کاسه ډکه کړې ده او عام ولسونه دیو مثبت بدلون غوښتوونکي دی خو داچې ددغه ستونزو دحل او دنړیوالو او کورنیو ننګونو او ګواښونو ته په کتو څنګه کولای شو چې داسې نظام رامنځته کړو ترڅو ټول افغانان پکې خپل ځانونه و ویني او حق حقدار ته د وړتیا او شایستګۍ له مخې ور ورسیږي دا هغه څه دی چې نه پرې دکارپوهانو او نه پرې سیاسي شنوونکو یاخو سر نه خلاصیږي او یاهم دغې تشې ته ندي متوجې شوي.
دموجوده نظام او واکمن پراخومصلحتونو،اداري، سیاسي او ټولنیز فساد ته هرڅوک اشاره کوي خو داچې دهمدغه واکمن او شته نظام بدیل څنګه باید رامنځته کړو پدې سر نه خوږوو.
دموجوده نظام مخالفت او دسم بدیل رامنځه کیدل د ډيری ۹۰٪ افغانانو غږ دی خو دغه ارمان ته رسیدل یوازې دمیزونو ترشا،په زینتي محفلونو او دکباپونو دخوراکو پرسر نه رامنتځه کیږي هغه دچاء خبره چې هم دې غازي اوهم دې شهید او هم مې دې سر سلامت وي او هم دې اوښتون او انقلاب رامنځته شي دا نو بیا خیالونه دي چې رسیدل ورته ناشوني ښکاري.
دروان وضعیت بدلون دسیاسي مفکرینو او ورسره دځوان نسل غښتلو ځوانانو دکلک هوډ او قوي مبارزې لرونکي فکرونه کولای شي چې دراتلوونکو داسې ټاکنو لپاره دمدني مخالفت او پراخو سوله ایزو مظاهرو له لارې داسې زمینه برابره کړو ترڅو دولسي فشار له لارې په حکومت فشار رامنځته شي او حکومت پدې پوهه شي چې نور دمصلحتونو او پټو توطیو وخت پای ته رسیدلی دی او خلکو دمثبت اوښتون تکل کړي دی.
د ریس جمهور کرزی لخوا دعلمي او اکاډمیک مرکز (دښوونې او روزنې پوهنتون) نوم درباني په نوم نومولو او پروړاندې یې دکلک مدني مخالفت او د ځوانانو کلک هوډ دا ټولو هېوادوالو او نړیوالو ته وښودله چې نور افغانان د خپلو ارزښتونو او ملي ګټو پر سر سودا له هیچا سره نشي کولی او نه نور د داډول ماشومانه لوبو دزغم وس او توان لري.
جمهور ریس باید دخپلې دغه سترې تیروتنې څخه نور الهام واخلي او نور د افغان مظلوم ولس دهیلو او ارزوګانو پرسر دهیڅ ډوله مصالحو او مصلحتونو قرباني نکړي.
داچې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نژدې ۱۶ میاشتې پاتې خو په حکومت کې اوس هم په روڼ او شفاف ډول د ټاکنو د دایریدو لپاره کوم خاص میکانیزم ندی وړاندې کړی خو دځینو سیاسي کارپوهانو او معتبرو منابعو په اند چې ولسمشر دسیاسي ډلو ټپلو سره دکتنو په درشل کې دی ترڅو د اوسني نظام ځینې برخې هم دمصلحتونو پربنیاد د سیاسي ډلو ټپلو ترمنځ د ویش په درشل کې دی او دټاکنو پرمهال هم ددې اټکل لرې ندی چې امنیتي حالات نور هم ترینګلي شي او ولسمشر به د بیړني حالت په اعلان سره د واک په ګدۍ پاتې شي.
تیرو تجربو ثابته کړې ده چې کمونیزم د له منځه وړو اصلي علت خپله کمونستان ول چې کمونیزم یې دتل لپاره دنابودۍ کندو ته وغورځولو، د اسلامي نظام سقوط او مقدس جهاد هم خپله دمجاهدینو دکړنو پراساس له منخه لاړو،دطالبانو امارت او واکمنۍ پای ته رسیدل هم دطالبانو دخراب چلند باعث شول او لرې نده چې د دیموکراسۍ جنازه به هم ددې هېواد څخه خپله دموکراتان وباسي.
زما په اند تراوسه د دموکراسۍ پلې کولو لپاره هېواد چمتو نه دی او دبلې خوا موږ د موکراسۍ څخه هم (۱۰۰) متره مخکې روان یو، اوسمهال دهېواد زعامت لپاره یوداسې کس ته اړتیا لیدل کیږی چې دقانون درست حاکمیت ترڅنګ په چارو کې جدي ګامونه پورته او دهېواد راتلوونکي لپاره داسې یوه منظمه او هراړخیزه پالیسي په لاره و اچوي ترڅو دګاونډیو او دسیمې هېوادونو لپاره دښو اړیکو دتظمین روښانه او عام فهمه ټکي ولري.
((دتاریخ پوهانو په اند په تاریخ کې هغه کس هیڅکله نه بخښل کیږي چې خپله قانون جوړ او بیا همدغه قانون تر پښو لاندې کړي))
همدغه اصل ته په کتو ولسمشرباید دورستي ځل لپاره هغه څه باید وکړي چې دټول ملت په ګټه او دده لخوا جوړ شوي قانون ته چې په کراتو اومراتو سره تر پښو لاندې شوی داخري ځل لپاره د درناوي په سترګه وګوري او د راتلوونکو شفافو ټاکنو لپاره داسې زمینه برابره ترڅو سیاسي واک په سوله ایزه او دموکراتیکه فضاء کې انتقال او دجمهور ریس دغه سترګام به دتل لپاره تاریخ په زرینو کرښو ولیکي.