كرزى صيب خبر شوي چي پرون بيا ليوني خروړي ځنځير شكولى ؤ؟

۰۹ـ ۰۶ـ ۲۰۰۷سيلاب
ښاغلى كرزيه!
 ته له كورڅخه دنني اوبهرخبرلري؟
راډيو،تلويزيون او دانترنيت له پاڼوڅخه اگاه يلست او كه شپه او ورځ له ميرويس جان سره لوبي كوي؟
 څو ورځي مخكي چا نه ؤ درته ليكلي چي ليوني سپي څوك نه تړي بلكه له منځه وړل يي په كاردي؟
كه ته وخت نه لري نو داستا سپيڅلي مشاورين(خلفاي راشيد ين)دڅه لپارناست دي هغوى مجبور كړه چي دانترنيتي پاڼودخوږو اوترخو ريښتينى لنډيزهرسهاردرته وسپاري ترڅو داولس په حال خبرشي!؟
خبر شوي چه پرون بيا خروړي او ليونى سپي ځنځير شكولى ؤ؟
 دترانسپورټ وزيرخوهمدغه ليوني سپي دالوتكي په منځ كي وخوړتاپه خپله خوله دبي بي سي له راديو  په هغه لمړۍ ورځ دهمدي ليوني سپي نوم ياد كړڅو شيبي وروسته ستا دهغه وخت دبهرنيو چارو ناوړه اوبدنام وزيرعبداﷲ تا ته اشاره څه چي اخطاردركړبيا نوتا مبارك ترنن ورځي پوري د عبدالرحمن نوم  هم لاوانه اخيست له هغه وروسته همدغو ليونيوسپيو دقانوني په امرحاجي قديردفواعدعامي دوزارت تر
مخ درته وخوړ څنگه څه دي وكړل؟ قاتلان دي په سزا ورسول؟زموږ بيوزله اولس تا ته رايه دهمدي لپاره دركړي وه؟
را به شو هغوبيوزلوته چه نه په ځمكه سيورى اونه په اسمان ستورى لري دهغو شمير خوبي حسابه دى
چه همدي ليونيو سپيو داړلي،بي پته كړي اودقومي اوژبنيزتعصب له مخي يي بي له حده كړولي دي نو راته ووايه په موږ گرانه اولس مشره دڅه لپاره رانازل شوى يي!؟
دلوى څارنوال چغاري خوبه دي له بي بي سي راديواوريدلي وي چي دين محمد(ليوني سپي)څنگه خوله ورواچوله خو خداى ځيني خلاص كړ؟
دا به دي هم اوريدلى وي چه همدي ليوني سپي له بي بي سي راديو څخه په ډيره بي شرمي  وويل چه: مادركابل درخانه خود مي باشم هيچ كس چيزي كرده نميتواند....؟؟؟
واضع خبره ده چه څوك څه نه شي ورته ويلاى داځكه چه دبـن په كنفرانس كي پريكړه وشوه چي دكابل ښار به غيرنظامي وي خو ستا داوسنۍ مقننه قواه مشرد خداى لپاره دمقننه قواه مشر؟؟؟(قانوني) په ډيره بي شرمي او سپن سترگي دهمدي پريكړي پرخلاف دهمدغو ليونيو سپويو گلي په كابل را خوسي كړي چه ترننه پوري ټولي كوڅي ورباندي ډكي،ټولي اداري مرداري او هرڅوك يي چه زړه وي هغه داړي.
دانورو غټو خډلو اوخروړوسپويو ته چا د دي زمينه برابره كړه چه د اولس له سپيڅلي مقــرڅخه غوجل جوړه او بيا را ولاړ شي ستا اودملت په وړاندي يوه بي پته او وطندوښمنه جبهه جوړه كړي؟
له هغه وروسته د ملي وحد ت،دخاوري تماميت اوملي گــټو په ضد په شــبرغان كي بلوا جوړه او عملاٌ وسلي وكاروي ناټـواو نړيوالي ټولني يي هم ښه ننداره وكړه.
په بله لوبه كي په تاگران محقق(نمك حرام) د درانه پښتون قام دپه غوصه كولو لپاره پښتانه توهين كړل. 
پرون بيا دنظارشورا د ساديزم  په ناروغي مصاب دين محمد (خروړي) دخپلي بدماشي دتمرين لپاره په
لوى څارنوال ورغــپ وهل خو خداى ځيني وژغوره.
اوس به دپيښي جنائي اړخ درته وڅيړم داڅه تصادفي پيښه نه بلكه له مخكي څخه د ليونيو سپوهغه پلان شوي توطيه وه كومه چه د تـش په نامه ملي امنيت غـړو، د بصيرسالنگي اودكورنيوچارود نوروجنگي مجرمينوله خوا پلان شوي وه خو شكر ناكامه شوه.
اوس به ملت وگوري چه ته دا ځل بياڅه انصاف ورسره كوي!؟
تاته خو دي دري گـونو قـواومـشري افغـان اولس دركړي اوس نود خپل خداى اواولس لپاره گريـوان ته ليږ سرټيټ كړه كرزى صيب!!!!
پاكه خبره اولس ته وكړه ولي له اولس سره جفا كوي؟
ولي حق حقدار ته نه وركوي؟
ولي دي د اولس مخه ډ ب كړي ده؟
داستاله دورنگي اوس زموږخلگ ورځ په ورځ په نړيواله ټولنه باورله لاسه وركوي موږته سپينه خبره  وكړه،مصلحتونه پريږده،دړستوني ماران له چوپاني سره هاخوا وغورځوه چه ځانونه درنه قربان گړو.