پكه دا دې لا بله سپكه

نن ماښام مي دبي بي سي راديو په اونيز بحث كي دلطف اﷲ مشعل له خولي واوريدل چي له پنجشير څخه قومي مشران راغلل اولوي څارنوال ددوى په مخ دين محمد(بدجرت)وباښه هاهاها ؟ خودامان اﷲ گذر په جريان ويل زه نه يم خبر؟
هغه بل بد ماش (چكري)چي په محګمه كي توپنگچي گډولي هغه بيا بي له قومي مشرانوپه لوى څارنوال ځان وباښه؟
په پوښتنه پسى پوښتنه پيدا كيږي د ټولوپوښتنو ځواب يو دى هغه دا چي جمعيت(دنظارشورا)دملا صاحب خوسكيان دي دچا په پټى كي كه څري يارغړي هرڅه مرداري يي چي زړه وغواړي هغه كولاى شي؟
داځكه چي نړيواله ټولنه هره شيبه غولوي،ناوړه اوغلط راپورونه وركوي او درۍ گونه قواوي يي په خپله ولكه كي دي هسي رنگ دڅوتش په نامه پښتنو بد شو نور دپياز واك هم لا نشته ورسره له هغه سره سره داپلورل شوي لا چوف دي اوخپل مظلوم اولس ته هيڅ حقيقت نه وائي؟
هغه به پريږدوهاخوا رابه شوله هيواد څخه بهر يو شمير پلن څټو اوخيټورو ته چي په ودونو،محفلونواوپه ځينوكلتوري يانورو غونډو كي چاته دخبري وارنه وركوي د ستيج په سرداسي سريښ وي لكه مچان چي له گوړي نه پاڅيږي خونن چي درښتيا ډگر دى په سوړو ننوتلي دي له هغي ډلي ځيني بي ايمانه اوډارن دي،ځيني دچوكۍ،ډالرواوبډو اخيستلو لپاره شيبي شماري ځيني خولا داسي مختوري هم پكي شته چي دقدرت لپاره څوڅوگوندونوته ونډه وركوي.
دتعجب ځاى خولا دادى چه ذكرشوي كسان څوك ځان ته محققين،څوك كره كتونكې اويا خوليكوالان وائي دوى تباه كړي په دي لا نه پوهيږي چي د ژبي اوقام دتباهي لپاره يي د لستوڼو مارانوڅنگه تور پلانونه ترلاس لاندي نيولي دي؟
خودوي هغه فاړسي متل دى چي (پهلوان زنده خوش است) په همدي بي غيرتي كي به يي ژبه وركيږي قام به يي تباه كيږي دوى به د سبا تاريخ ته مختوري پاته وي.
زه له خپلوهغو باحساسه ليكولانو،رښتينوافغانانواو پاڼوچلوونكوزلميانو څخه مننه كوم كومو چي ترخپله وسه په خپلو پاكو وجدانود هيواد د خلاصون لپاره په رادېوگانو اوانترنيت پاڼوكي خپل غږ اوچت كړى دى.
نوراځئ دخداى اومظلوم افغان اولس (پښتون قام) دخلاصون لپاره سره يو شو ټول گوندونه لغوه اويوملي مشر ولټوو
هغه دي دافغــان اولــس په ژبه له نړيوالي ټولــني سره سمه پاكه افغـاني معامله وكړي ترڅو خپله ژبه اوقام وگټواوداد ملا صاحب كرغيړن خوسكي بيرته په خپلو سوړو ورننباسو.

دافغان اولس دبري په هيله