د سعودی مرستندویه کمیټې لخوا خوراکی توکی او کمبلې کابل کښې د ‌‌طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ته وسپارل

داودجبارحیل
د افغانانو لپاره د سعودی مرستندویه کمیټې د افغانستان د ځپل شوی ولس لپاره کمبلې او خوراکی توکی د طبیعی پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ته ورکړل
نوموړی خوراکی  توکی چې په ۱۰۰۰۰ کارتنه خوراکی موادو او ۱۰۰۰۰ تختو کمبلو مشتمل وه د ریاست په تالار کې د یو شانداره پروګرام پر مهال افغانستان کې د سعودی عربستان محترم سفیر منصور بن صالح الصافی لخوا د ‌ط‏بیعی بیښو په وړاندې د مبارزې ادارې عمومی رییس محترم ډاکټر محمد دایم کاکړ ته وسپارل شول، په نوموړی پروګرام کې د افغانانو لپاره د سعودی مرستندویه کمیټې عمومی مدیر خالد محمد العثمانی هم موجود وو.
د یادونې وړ ده چې له دې څخه وړاندې دوه قافلې مرستې د همدې کمیټې لخوا ویشل شوی دی او دا دریمه قافله ده چې د افغانستان په ځپل شوو ولایتونو کې به په نږدې راتلونکی کې وویشل شی او د پروژې ټول قیمت (950000 ) ډالره دی.