
قاري حبیب
دسبتمبر دیوولسیمې پیښه او دامریکا بیړنی غبرګون
د ۲۰۰۱ کال دسبتمبر په ۱۱ مه نیټه دامریکا په مهمو اقتصادي او
نظامي بنسټونو بریدونه ترسره شول ، چې په غچ کې یي امریکایي ولسمشر ( جورج ډبلیو
بوش ) په افغانستان دبرید قومنده ورکړه .
وروستي رابرسیره شوي یو شمیر اسناد ښیي چې امریکا له ډیر پخوا
څخه نیت درلود ، چې افغانستان تراشغال لاندې راولي ، دمنځنۍ اسیا او کسپین دحوزې د
( محبوس غاز ) ترنظارت لاندې ساتل ، په راویښیدونکي ښامار ( چین ) باندې د برژنیف
طرح شوی نیمه خوا ( دکتورین ) راڅرخول ، دایران محاصره ، دطالبانو
داسلامي امارت له منځه وړل او په ټوله کې داسيا په بام ( افغانستان ) باندې سنګر
نیول ، هغه ستر اهداف وو چې امریکایانو یوازې دافغانستان دلاندې کولو له
طریقه ترلاسه کولای شوای .
دهمدې لپاره خو امریکایانو له شمال ټلوالې سره له وړاندې
لا استخباراتي تار اچولی وو ، دسي آی اې دمحرمو خدمتونو یو افسر ګاري شروین چې له مسعود
سره یې نږدې پنځلس کلنه پیژندګلوي درلوده ، او په اتیایمو کلونو کې یې مسعود ته
دسي آی اې ( دوه لکه ډالري میاشتنۍ تنخوا ) رسوله ( ۲ )
دشمال ټلوالې او امریکا دهغه مهال رابط ( امرالله صالح ) وایي
، زه دسبتمبر په همغه یوولسمه دپیښې په اړه دمطبوعاتي راپورونو په پلټلو بوخت وم ،
چې ناڅاپه ریچارډ ( د سي آی اې یوه چارواکي ) راته زنګ وواهه ، امرالله صالح
زیاتوي (ما هنوز اطلاعی غیررسانهای نداشتیم که «رچارد» از امریکا برایم تلیفون
کرد. او با لحن غیرمعمول و با اضطراب برایم گفت: «بالای امریکا حمله شده است.
قراینی وجود دارد که کار القاعده است. تو با بزرگان جبههتان حرف بزن ببین از
امریکا چه توقع دارند. آیا اینها توانایی ترد حملات طالبان را تا اینکه ما کاری
کنیم، دارند یا خیر. اگر ندارند چه کمک عاجل میتواند به شما این توانایی را
بدهد.»
صالح زیاتوي ، له دې دوه ورځې وروسته دسبتمبر په
دریارلسمه یوځل بیا له امریکا څخه ټیلفون راغی ، امریکایي استازي ( فل )
راته وویل (من برایت زنگ زدم که اول در قسمت تهیه پاسخ خودتان کمک کنم و برعلاوه
از شما طلب همکاری نمایم. حمله علیه ما توسط القاعده سازماندهی شده است. امریکا
در اضطراب است)
امرالله صالح په خپلو یاداشتونو ( پس از مسعود ) کې نه یوازې
دسبتمبر له حملې وروسته دامریکایانو دعجولانه اقدام او په افغانستان دبرید لپاره
دتیاریو په پيل غږیږي ، بلکې له دې رازه هم پرده پورته کوي چې نوموړي په دې مهال
عملا دسي آی اې لپاره دیوه جاسوس او اطلاعات راټولوونکي ډلې دمشر په صفت کار کوو ،
ځکه په همدې ټیلفوني مکالمه کې وروسته امریکایي استازی ( فل ) صالح ته وایي چې نور
ددې ضرورت نشته چې دپخوا غوندې استخباراتي معلومات لومړی تحلیل او کره کړی او بیا
یې موږ ( امریکایانو ) ته مخابره کړئ ، څرنګه چې وضعیت اضطراري دی ، نوښایي چې
هرډول استخباراتي معلومات راټول کړئ او پرته له لاس وهنې یې عجالتا سي آې اې
ته مخابره کړئ صالح وایي فل راته وویل (دولت امریکا از شما میخواهد
هر نوع اطلاعی که در اختیار دارید- یا بهدست میآورید- با ما شریک سازید. من
تکرار میکنم هر نوع اطلاعی که دارید با ما شریک سازید. خواهش ما این است که از
تحلیل اطلاعات ابا ورزید. هرچه را که میشنوید و بهدست میآورید، بهصورت خام و
دستنخورده، با ما شریک سازید. دیگر در آن حالت عادی قرار نداریم که اطلاعات پروسسشده
را ترجیح دهیم. حتا تبصرههایی که توسط مردم عادی در افغانستان میشود یا در دفاتر
طالبان یا در صفوف جنگی آنها صورت میگيرد، برای ما اهمیت دارد ( و یوازې په جګړه ایزو
سلا مشورو او دانتقام اخیستلو په اړه فکر کاوو ، او دبل هیڅ بدیل اقدام یې په
رسمیت نه پيژاند کتاب په یوه جمله کې وایي ( شنبه دسبتمبر په پنځلسمه په کمپ ډیويد
کې ټوله ورځ دجنګ په ستراتيژۍ خبرې روانې وې (۵۹ کلن لوړرتبه افسر (
ګاري شروین ) په کې سپور وو ، دمغرور هندوکش دانجمن له غاښي واوښته ،
او دپنجشیر په خوا یې پرواز ته ادامه ورکړه ، ګاري شروین دخپلو پښو
ترمنځه یو فلزي بکس ایښی وو چې دری میلیونه ډالر په کې پراته وو ، نوموړی
روان وو ترڅو په دې پیسو په پنجشیر کې جنګیالي رانیسې ، چې دامریکایي یرغل لپاره
دمقدمة الجیش رول ادا کړي .
دا په حقیقت کې دافغانستان په داخل کې دمباشرو امریکایي
عملیاتو پيل وو ، کوم ټیم چې ګاري شروین یې مشري کوله لس نفره استخباراتي او
پوځي افسران په کې شامل وو او شفري نوم یې ( ژامه ماتوونکی ) ایښودل شوی وو ، ګاري
شروین په پنجشیر کې پیاده شو، او وتوانېد چې ترامریکایي اټکل په خورا ټیټه بیه دشمال
ټلوالې مشران راونیسي ، ترڅو دامریکایي یرغل لپاره دټانګې د ټټوانو رول ادا کړي ،
ګاري شروین په خپل کتاب ( لومړنی ورتګ ) چې داسدالله شفايي لخوا ژباړل شوی دی ، کې
دسپتمبر له ۲۶ مه دنومبر ترڅلورمې پورې په افغانستان کې دخپل
استخباراتي ماموریت اوپه پیسو باندې داجیرانو درانیولو په اړه خورا جالبې
کیسې لیکلي ،نوموړي دخپلو دې یاداښتونو په یوه برخه کې د دپیسو
دویش داسې یادښت اخیستی .
ــ انجینر عارف ته پنځه سوه زره ډالر د سبتمبر په ۲۷ مه دپنجشیر په
بازارک کې ورکړل شول
ــ سیاف ته سل زره ډالر دسبتمبر په ۲۷ مه فهیم ته دخبرو په
مهال یو ملیون ډالر په میز کیښودل شول ، چې په هغه یې ښه اغیز وکړ ، فهیم
وویل موږ تاسې ته هرکلی وایو ، موږ هرڅه چې په وس موپوره وي درته وبه
یې کړو ، فهیم یو څو پوښتنې درلودې او ویل یې ( جګړه کله پیلیږي ؟
تاسې به کله رارسیږئ ؟ امریکا به اصلي حمله کله شروع کوي ؟) ( ۷ )
ګاري شروین په پنجشیر کې خپلو اجیرانو ته له دې پرته نور ډالر
هم ورکړل ، نوموړی خپل د ډالرو دویش دوهم لست داسې خلاصه کړی .
ـــ انجینر عارف ۲۲ زره ډالر داکتوبر په لومړۍ
، ۱۰ زره ډالر داکتوبر په دوهمه ، او دوه نیم لکه ډالر
داکتوبر په اوومه ( دیرغل په ورځ ) ټول د پنجشیر په بازارک کې .
ـــ قسیم فهیم یو ملیون او دوه سوه زره ډالر
داکتوبر په ۱۷ مه دپنجشیر په آستانه کې
ــ ډاکټر عبدالله ۲۵۰ زره ډالر داکتوبر په ۱۷ مو دپنجشیر په
استانه کې قسیم فهیم ته ورکړل ترڅو یې عطامحمد نور ته واستوي ( ۹ )
پنجشیر ته د راستول شوي استخباراتي ټیم سربیره
امریکایانو دافغانستان په نورو برخو کې هم په استخباراتي فعالیت پيل کړی وو
، دافغانستان په شمال کې امریکایانو له دوستم او عطامحمد نور سره تار اچولی وو ،
ترڅو دیرغل لپاره دځمکني قوت رول ادا کړي ، دسي آی اې دوه نور استخباراتي او هدف
میندونکي ټیمونه ( الفا ) له دوستم سره او ( برېوو) له عطامحمد نور سره دیوځای
کیدو لپاره اماده شوي وو ، ترڅو په مناسبه موقع له ډالري تحفو او جاسوسي وسائلو
سره دافغانستان شمال ته چیرې چې دغه دوه جګړه ماران پټ وو ځان ورسوي ، له هوایي
برید وروسته له همدغو قومندانانو سره یوخای شول ، په مرکزي افغانستان کې
امریکایانو له کریم خلیلي سره اړیکې درلودې ، د ( دلتا ) په نوم استخباراتي ټیم له
هوایي یرغل څو ورځې وروسته په بامیانو کې له کریم خلیلي سره یوځای شو،
دافغانستان په لویديځ کې امریکایانو یوازې اسمعیل خان درلود ، د امریکایانو
دمعلوماتو له مخې نوموړي په دې شپو ورځو کې دافغانستان په غرب کې دایران
دپولې په سل کیلومترۍ کې پټ وو ، چې وروسته ورسره دسي آی اې د ( چارلي ) په شفري
نوم استخباراتي ډله ملګرې شوه ، ترڅو دطالبانو په ضد جګړې ته یې وهڅوي ( ۱۱ )
په جنوب کې دعملیاتو لپاره دامریکایانو بل مهم
پلان دحامد کرزي او ګل اغا شیرزي استخدام وو ، امریکایي استخباراتیان چې له
دوی سره یې له وړاندې تعارف درلود ، په کوټه کې له دوی سره ملاقي شول ، او هریوه
ته یې جلا پلان ورکړ .
د ( the punishment of virtue ) کتاب لیکواله ( ساراچیس ) چې په دې مهال یې په کوټه
کې دخبریالې په جامه کې دامریکا لپاره استخباراتي کار کاوو لیکي ( دسبتمبر له پیښې
وروسته امریکایانو دې سیمې ته پام واړاوو او په جنګیالیو پسې به ګرځیدل ،او
دطالبانو دماتولو لپاره یې ملګري پیدا کول ، ددغه جنګ لپاره دوه پیاوړي
کاندیدان ډير ژر راڅرګند شول ، چې یو یې حامد کرزی او بل هم ګل اغا شیرزی وو .
سارا چیس داکرم خاکریزوال له قوله وایي (
دامریکایي هوایي حملې له پیل دوه ورځې وروسته حامدکرزي خپل کورته ورغوښتم او راته
یې ویې ویل چې باید جنګیالي تیار کړو ترڅو په جنوب کې دطالبانو په خلاف فعالیت
وکړو ، کرزي دوه لکه پاکستانۍ کالدارې هم راکړې او راته ویې ویل اوس دا درسره
واخله نورې خبرې به بیا وروسته کوو ، خو کرزی مې بیا ونه لید ځکه هغه
افغانستان ته لاړ .) (۱۲)
حامدکرزی خپله وایي ( دسبتمبر له پیښې وروسته مې په کوټه کې له
( نامعلومو امریکایي چارواکو ) سره ولیدل ، هغوی دهرډول مرستې ډاډ راکړ او راته
ویې ویل چې کله تاسو افغانستان ته لاړ شئ نو موږ به مو ملاتړ کوو) ( ۱۴ )
سره له دې چې شیرزي له لویديځو مطبوعاتو سره په خبرو کې لاپې
وهلې چې نوموړی پنځه زره جنګیالي لري او کولای شي کندهار ونیسي ، خو په
حقیقت کې نوموړی دومره جرأت نه درلود ، نوموړی هغه مهال کندهار ښار ته په
داخلیدو وتوانید چې طالبانو له سخت مقاومت وروسته د اضافه تلفاتو دمخنیوي په
خاطر دکندهار دتخلیه کولو پریکړه کړې وه .
لوړ یاد شوي کسان هغه څوک وو چې امریکایانو ورباندې
دیرغل دبریالیتوب لپاره حساب کاوو او مستقیما یې ورسره اړیکي پاللې ،
له دوی پرته دافغانستان په لراوبر کې ډیر نور جګړه ماران هم داسې وو ، چې
امریکایانو ورته دپراشوټ له لارې وسلې یا په دوهم لاس ډالر رسول
، ترڅو دامریکا هوایي ځواک ترسیوري لاندې دپیاده یرغلیزو سرتیرو رول
ادا کړي .
په دوی کې په مرکزي افغانستان کې محمد محقق د یادولو وړ ده ،
چې دسرپل په بلخاب کې یې دطالبانو په خلاف دبرید مرکزیت جوړ کړی وو ، اوپه
مختلفو جبهو کې دامریکایانو په ګټه وجنګېد ، د پروان په شیعه میشتو سیمو کې
مصطفي کاظمي او سید حسین انوري هم له امریکایانو ډیرې نقدي مرستې او پراشوټي
اکمالات ترلاسه کړل ، دسید حسین انوري په اړه ویل کیږي ، چې نوموړي دلوګر او
ګردیز په شیعه ګانو کې له خپل نفوذ په استفاده دامریکایي ډالرو په
توسط ګڼ جاسوسان کرایه کړي وو ، ترڅو سي آی اې ته په جنوب ختیځ کې دطالبانو جاسوسي
وکړي ، دهمدې فعالیت له امله په همدې حوزه کې ډیر طالبان او عرب
مجاهدین هم دامریکایانو لخوا شهیدان او یا ونیول شول ( ۱ – دپیریانو جګړې
( سټیو کول )
۴ – بوش په جنګ کې
۷ - لومړنی
ورتګ ( د ګاري شروین یاداښتونه )
۹ - بوش په جنګ کې
۱۳ - کرزی ( نیک بي
مایلز)