د پوهنتون نوم بدلول


 د پوهنتون نوم بدلول
وایی چه نه کار په هغه دی څه کار د پوهنتون محصلین خواران په خپلو درسونو اخته وو او عالی جناب دوی ته د مصیبت د پیداکولو په لټه کی شو ځکه تر اوسه پوری دا یو ارام ځای وو او دا ارام ځای يې هم په یوه تناره بدل کړ. که تاسو متوجه شی زیاتره روحی ناروغان همدا خبر ه کوی که زه خبر وایی چه خبره به دومره غټیږی نوهیڅکله به می دا کار نه وای کړایی. دا چه ښاغلی کرزی خپل فرمان بیرته نه شی اخستلای او د معترضو محصلینو استازی تیرباسی دا هم زښته زیاته د خندا وړ خبره ده ؟ ځکه فرمان یوازی هغه څوک اخستلای شی چه صادر کړی یی وی او کله چه جناب عالی محصلین صلاح الدین ته ورلیږی دا بیا یوه بله ټوکه ده چه صلاح الدین دی د جمهوریس فرمان بیرته واخلی د هالیود د فلم لوبغاړی هم دا ډول تمثیل نه شی کولای. ځینی خلک په بیسواده کسانو پوری خاندی او وایی چه ملک بیسوادی خراب کړ خو خبره بیخی سرچپه ده. زما د ترور زوی یو موټر چلونکی دی کله چه څو کلونه مخکی ښاغلی کرزی په کابل کی یوسرک د مزاری په نوم کړ چه اوس ورته جاده شهید مزاری وایی زما د ترور راته وویل کاشکی زه هم څو کسان ووژنم ، د څو کسانو په سرکی میخونه ټکوهم او د څو ښځو.... نو کرزی صاحب به خامخا یو ځای زما په نامه هم ونوموی؟!
د سلطان محمود غزنوی په وخت کی د سلطان عسکرو له خلکو مالیه ټولوله او یو کس چه د مالیی د ورکولو توان یی نه درلود عسکرویی کورته اور واچاوه دا بیچاره سړی د خپلو ماشومانو سره د کور د باندی یخ ته ولاړ ووه او کوریی لمبی وهلی چې په دی وخت بهلول راغی او له سړی یی وپوښتل چه څه خبره ده؟ سړی ورته وویل ته ورته وګوره زما کورته یی اور واچاوه ایا انسان داسی کار کوی؟ بهلول سمدلاسه ځواب ورکړ چه تا کوم حیوان لیدلی دی چه د چا کورته یی اور اچولی دا کارونه خو انسان کوی؟! زموږ په روحی ناورغیو اخته مشران کله کله له حیواناتو هم بدتر شی او په دی نه پوهیږی چه څه کوی او خلکوته څومره درد ورکوی؟  که د پښتنو په سیمو کی د کرزی د ګټلو رایو فیصدی ته ځیر شو نو په ډیرو ځایو کی تر ۹۰٪ زیاتی رایی وی په داسی حال کی چه خلک پوهیدل چه کرزی کرزی دی او فهیم او خلیلی یی مرستیا لان دی نوپه دی کچه رایه ورکول یوه داسی ټیم ته  چه افغانانو ته یی د سر په کاسه کی وینی ورکړی دی د روغوکسانو کار دی؟ او بیا کله چه کرزی صاحب او دهغه ټیم ته رایه ورکولای شی نو د ربانی نوم د پوهنتون په لوحه باندی ولی نه شی لیدلای؟ موږ په یوه ډیره بده ناروغی اخته یو چه هغه ته Identity crisis   وایی په دی معنا چه موږ خپل اصلیت  ورک کړی دی او په دی نه پوهیږی چه څوک یو نو په دی به څنګه وپوهیږو چه څه کوو؟ تر ټولو خطرناکه خبره داده چه دا ډول ناروغان په هیڅ صورت خپله ناروغی نه منی نو د علاج فکر یی په سر کی په ژوند کی یوځل هم نه ورګرزی ځکه خو دداسی کسانو روغیدل ناشونی خبره ده.