د ننګرهار شاهي ماڼۍکې څه تېر شول؟

څو ورځې وړاندې د آريانا لوړو زده کړو خصوصي موسسې د حقوقو پوهنځي د ددرېيمې دورې د محصلينو د فراغت غونډې ته، چې د ننګرهار ولايت شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه دعوت شوی وم، سره له ډېرې بوختيا بيا هم ځان مې دې غونډې ته ورساوه.
غونډه د کرزي تالار د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې جوړه شوې وه، کله چې شاهي ماڼۍ ته ورسېدو نو د بلنې کارت مو پوليسو ته ور وښود او له تالاشۍ نه وروسته د ماڼۍ او تالار پر لورې روان شو.
دا زما لومړی ځل و چې د شاهي ماڼۍ د کرزي په تالار کې په يوه غونډه کې برخه اخلم، مګر افسوس چې زه اوس پېښمانه يم چې ای کاش دغې غونډې ته نه وی تللی!! په ياده غونډه کې مې دغه ترخې خاطرې له ځان سره کابل ته يوړې:
د کرزي تالار:
دا چې دغه تالار ته اوسني د ولسمشر ښاغلي کرزي نوم ورکړل شوی دی، نو بايد چې د ولسمشر د نوم او عزت خيال هم وساتل شي، مګر کله چې تالار ته دننه شوم، نو باور وکړﺉ چې تالار د اوبو څښلو له تشو بوتلونو څخه ډک و او نور شيان پراته و، تالار ډېر ګرم و او کله چې ډک شو، نو باور وکړﺉ چې لکه تنور داسې ګرم شو، ځکه تالار داسې جوړ شوی چې د هوا د بدلون او تبديلۍ لارې چارې پکې نه دې سنجول شوي او نه په پام کې نېول شوي دي. زما په اند په ژمي کې هم به د ګډون والو ډېره ګرمي وشي، ځکه ډېر بند او قيد جوړ شوی دی.
ګرمي ساعت په ساعت ډېرېدله، ترڅو چې د ولايت مرستيال راغی او ورسره جوخت په تالار کې لګېدلي ايرکنديشنونه هم چالان شول او د تالار هوا يو څه يخه شوه، په غونډه کې دا مرستيال له سلګونو ټولو ګډونوالو او کورنيو څخه ډېر مهم و! ښه دی چې راغی ګنې غونډه به د ګرمۍ له لاسه پاتې وی.
د اريانا پوهنتون د مسوولينو ډېر کمزوری مديريت:
رسمي غونډې او بيا په خاصه توګه هغه غونډې چې لوړ پوړې چارواکي په کې ګډون کوي کورنۍ او مشران هم پکې ګډون کړی وي او په دې اميد راغلي وي چې د دوی بچيان فارغېږي، ليسانس او ۱۶ پاس کېږي، همدغه مسوولين او محصلين بايد د غونډې ډېر نظم او ترتيب جوړ او ساتلی اوسي، د ګډوډيو مخه يې نېولای وی، شورماشور يې نه وی کړی، د چارواکو د شتون خيال يې ساتلی وی، حتی د غونډې پر مخ وړونکو ډېر ځلې د همدغو محصلينو او د دوی له کورنيو څخه غوښتنه وکړه چې د غونډې نظم مراعت کړي مګر افسوس چې غونډه همدغسې په ګډوډيو روانه وه، چې حتی د غونډې يو مېلمه او برخوال د ننګرهار د ولايتي شورا غړی ښاغلی ضابط دره نوری د خپلو خبرو په پيل کې د همدغه محصلينو، د دوی له کورنيو غړيو او دوستانو باندې غږ کړ چې د غونډې نظم وساتي مګر چا يې خبرو ته غوږ کېنښود او دوی خپلو خبرو ته دوام وکړ، چې د دوی د خبرو په منځ کې دغه شور ماشور او ګډوډي دومره زياته شوه چې په قهرجنه لهجه يې پر دوی غږ کړ چې ... وروسته د ننګرهار د سولې د شورا رييس او قومي مشر ښاغلي ملک نذير هم پر دوی غږ وکړ مګر... په هر صورت بيا هم غونډه روانه وه!
څو داسې کارونه و چې د غونډې نظم يې خراب کړی و:
لومړی: د برخوالو او د محصلينو د کورنيو او دوستانو له خوا ډېره زياته عکاسي او فلمبرداري.
دويم: د غونډې په دوران کې برخوالو ته د اوبو او د څښاک توکو وېشل.
درېيم: د ژورناليستانو او عامو خلکو په خاص ځای کې نه کيناستل او هرې خوا ته ګرځېدل، کېناستل او تګ راتګ.
څلورم: د تالار خراب مايکروفون او د سم لوډسپېکر نشتون.
پنځم: هره خوا د خلکو ډېر بې ځايه تګ او راتګ.
شپږم: د تالار ګرمه او بنده هوا.
د کرزي په تالار او شاهي ماڼۍ کې سوالګر:
ډېر د تعجب او حيرانتيا ځای دی، چې په شاهي ماڼۍ او رسمي غونډه کې چې حتی دولتي لوړپوري چارواکي هم پکې ګډون کړی وي، په تالار کې دوه هلکان چې په لاسونو کې يې عريضې او پاڼې وې هر کتار کې ناست له هر ګډونوال څخه به يې د پيسو غوښتنه او سوال کولو چې له دوی سره مرسته وکړي چې ما سره د دغې غونډې او ماشومانو تصويرونه هم شته چې په يوه لاس کې يې کاغذ او په بل کې يې پاکستانۍ کلدارې دي او د سوال پيسې دي!
دا چې د افغانستان ډېری وګړي غريبان او بېچاره دي، نو دې کار ته اړ شوي دي، مګر پوښتنه دلته دا راپورته کېږي چې دغه هلکان څنګه پرته له کارت او رسمي بلنې شاهي ماڼۍ او د کرزي تالار ته دننه شول؟ او بيا په کوم جرأت سره دوی سوال کولوته لاس پورې کړ، حتی يو ځلې مې پام شو چې د ننګرهار د سولې د عالي شورا  رييس ښاغلي ملک نذير ته هم ودرېد او لاس يې ور اوږد کړ، چې بيا هغه له يو تن څخه غوښتنه وکړه چې دوی له دې ځايه څخه بهر کړي.
دا چې اوس په جګړه کې له ماشومانو څخه هم کار اخيستل کېږي، نو د ننګرهار د شاهي ماڼۍ امنيتي مسوولين بايد دې ته ډېره پاملرنه وکړي، يو تن ناست ګډونوال له يو بل سره ويل چې کېدای شي له دې ماشومانو څوک غلطه ګټه پورته کړي او د خلکو او چارواکو د وژلو سبب هم وګرځي، مګر دا د شاهي ماڼۍ د ډېر کمزوري  امنيتي مديريت ښکاروندی کوي. حتی يو ګډونوال خو ويل، چې دوی کېدای شي هر وخت دلته راشي او د والي صېب په کارځی کې له نورو ګډونوالو د پيسو سوال هم وکړي!!
د اريانا پوهنتون عمومي رييس ښاغلی محقق عبدالحق دانشمل صېب ځنې خبرې:
دانشمل صېب د غونډې برخوالو ته وويل، چې موږ څو کاله مخکې په پاکستان کې دغه پوهنتون د افغان مهاجرو بچيانو لپاره تاسيس کړ او اوس په هېواد کې څو څانګې لري. موږ وياړو چې نن ۷۵ تنه محصلين د حقوقو درېيمې دورې څخه فارغوو او موږ پر دې هم وياړو چې د سنا مجلس (د مشرانو جرګې) مشر ښاغلي عبدالهادي مسلميار هم زموږ له پوهنتون څخه فارغ شوی دی.
کله چې غونډه ختمه شوه ځينو محصلينو او استادانو په خپلو کې سره وويل: چې د مشرانو جرګې مشر ښاغلی عبدالهادي مسلميار پوهنتون ته راغلی و چې ورته د حقوقو پوهنځي څلور کلن رسمي اسناد ورکړل شي، مګر د اريانا پوهنتون د جلال اباد د څانګې رييس تر دوو اونيو له ښاغلي مسلميار صېب سره ډېره سخته او کلکه مبارزه وکړه او د دغې پوهنتون د رسمي سند له ورکړې څخه انکار وکړ چې د ښاغلي مسلميار له ډېرو سختو ګواښونو سره هم مخامخ شوی و بيا د اريانا پوهنتون عمومي رييس ښاغلي دانشمل صېب په خپل لاسليک د دغه پوهنتون رسمي سند پرته له حاضرۍ او څلور کلن منظم تګ راتګ ورته ورکړ او يو تن چې زما په ګومان د اريانا پوهنتون استاد به و له ولاړو خلکو سره ويل کله چې موږ په صنف کې روزانه تدريس کولو نو ۳۵ يا ۴۰ محصلين به حاضر و او اوس ۷۵ تنه دوی فارغوي ډېر د تعجب او حيرانتيا ځای دی!!
د ننګرهار د ولايت مقام مرستيال ښاغلي محمد حنيف ګرديوال صېب ځنې خبرې:
ښاغلي ګرديوال ډېرې سختې او کلکې نېوکې پر اريانا پوهنتون وکړې، لومړی ګيله من و چې د ولايت مقام ته د اريانا پوهنتون لخوا رسمي بلنه نه ده ورکړ شوې مګر بيا د والی صېب په هدايت يې دغه غونډه کې ګډون کړی دی!! بلې خوا ته د اريانا پوهنتون محصلينو ويل چې دوی يو کارت د ولايت مقام په نوم لېږلی دی، که دوی خبر نه وي نو څنګه يې موږ ته د شاهي ماڼۍ او کرزي په تالار کې د غونډې جوړولو  اجازه راکړې ده؟
ګرديوال صېب بيا زياته کړه: د اريانا پوهنتون منظم حاضري نلري حتی ډېری محصلين په کورونو کې ناست وي او ديپلوم اخلي، حتی د طب پوهنځي يو محصل ته هم دوی په کور کې ناست د دغې پوهنتون رسمي سند ورکړی دی او...... بيا يې زياته کړه، چې يوه کمېټه به جوړه کړي چې د ټولو خصوصي تعليمي موسساتو څخه څارنه وکړي ځکه تعليم سره ټوکې نه دي پکار بيا نورو ويل چې دا د ننګرهار پوهنتون دنده او مسووليت دی چې د خصوصي تعليمي موسساتو څخه کلکه څارنه او نظارت وکړي او د دوی حاضري او نور تر څارنې لاندې ونيسي تر څو د دغه ډول ستونزو څخه مخنيوی وشي او خلکو ويل چې د ننګرهار پوهنتون د ننګرهار ولايت تر اغېز لاندې نه دی هغوی چې هر څه وغواړي نو په خپل خوښه يې تر سره کوي.
دا چې د مايک ملا ماته غوندې وه او هر وختې به يې نېغوو خو بيا به په ګونډو شو او ګومان کوم لوډسپېکر هم يو دانه و، نو ښاغلی ګرديوال صېب له مايک څخه لرې و او خلکو يې خبرې سمې نه اورېدې نو خلکو د هغوخبرو ته ډېره پاملرنه هم ونه کړه او خپلو کې سره په مرکو او خبرو لګيا و!!
دا چې د ګرديوال صېب سختې او کلکې نېوکې د اريانا پوهنتون پر مشرتابه او مسوولينو او د محصلينو پر کورنيو ډېر خراب او سخت تاثير وکړ او عام خلک هم پر دې خبر شول چې اريانا پوهنتون څنګه يو پوهنتون دی او.... همدا چې د ولايت د مرستيال خبرې پای ته ورسېدې، پرته د وياند تر بلنې د اريانا پوهنتون د جلال اباد څانګې رييس مايک ته ودرېد او په کلکه يې د ننګرهار ولايت مرستيال ښاغلي ګرديوال صېب ټولې نېوکې رد کړې او زياته يې کړه چې تاسې کولای شئ چې نظارت او څارنه وکړﺉ او دا يې هم وويل چې زموږ محصلين د ننګرهار پوهنتون او محصلينو تر تاثير لاندې نه دي، مګر بيا تر ټولو جالبه دا وه چې د اريانا پوهنتون د حقوقو پوهنځي رييس د ګرديوال صېب نېوکې يو څه پر ځای وګڼلې او ويې ويل چې موږ سالم انتقاد منو او تاييد يې کړه چې ټولې خصوصي موسسې له داسې ستونزو سره مخامخ دي او بيا يې په کلکه د هغه امريکايي فلم جوړېدل يې وغندل چې د پيغمبر (ص) سپکاوی پکې شوی و او د ولايت له مقام او نورو مسلمانانو ځنې يې وغوښتل چې د سيرت کنفرانسونه جوړ کړي او دغه ناروا عمل وغندي او زياته يې کړه، چې موږ هم په کلکه دغه ناروا عمل غندو.
بلې خوا ته بيا د محصلينو کورنيو د ننګرهار له والي ښاغلي ګل اغا شېرزي څخه سخت ګيله من وو چې د دوی د اولادونو د تشويق او هڅوونې لپاره بايد يو وار راغلی وی او دوی ته يې په خپله ښه راغلاست او مبارکي ور کړی وی، دوی دا ويل چې والي صېب ته دا په سلګونه فارغېدونکي محصلين هېڅ ارزښت نه لري! مګر بيا چې کله غونډه خلاصه شوه يو تن وويل چې والي دلته سهار د ځوانانو په کومه غونډه کې برخه اخيستې وه چې په کې موسيقۍ پروګرام هم و، نو بېچاره ستړی دی اوس به په خواږه خوب وېده وي.
په پای کې استاد شېرعلم امله وال د غونډې پای په درېيو پړاونو کې سره ووېشه چې اوله برخه کې به ځينو استادانو او مشرانو او مېملنو ته به د پګړيو تړل وي، دويمه برخه يې د محصلينو لخوا استادانو ته تحفې ورکړل شي او په درېيمه او پای کې به محصلينو ته تصديقونه ورکړل شي.
چې د خلکو او ژورناليستانو د ډېرې ګډوډۍ او ګڼه ګوڼې له امله، د تصديقونو د وېش لړۍ يو څه بنده شوه مګر د مسوولينو له خوا د ارام اوسئ غږونو تر څنګ بيا هم خلکو او ژورناليستانو دومره بې نظمي او ګډوډي جوړه کړې وه چې په اخره کې غونډه په همدغو ګډوډيو سره پای ته ورسېده.