په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو يولس کلن شتون

افغانستان چې له درييو لسيزيو راپديخوا پکې دجنګونو، مرګونو او ويجاړونو پر يوه مرکز بدل شوى او په خپل وار پکې  بيلا بيلو رژيمونو حکومتونه کړى، چې هريو يې ځانته جلا اوږودبحث او څيړنې ته اړتيا لري او افغانان ددغه رژيمونو په هکله بشپړ معلومات لري او ديته به اړتيا نه وي چې دلته يې يادونه وکړو.
له نن څخه يولس کاله مخکې امريکا او متحدينو يې پرافغانستان بريد وکړ، د طالبانو رژييم يې نسکور او پرځاي د حامد کرزي په مشرۍ يونوى نظام رامنځته کړ.
امريکا او متحدينو يې د القاعده او طالبانو سره د جنګ په پلمه دافغانستان په کليو او بانډو کې نظامې مرکزونه جوړ او په دي هيواد کې يې  د نظامې شتون پوره يولس کاله پوره شول.
ددغه ځواکونو د يولس  کلن شتون د ارزونې په پايلو کې به هرومرو د هغه زرګونو بيګناه انسانانو د وژلو کيسي او داستانونه مخې ته راشي چې ددوې لخوا په ډيره بي رحمې وژل شوي.
دغه راز به د هغه چا له اه او فرياده هم خبر شى چې ددغه ځواکونو په ولکه کې پرته له قاضي او محکمې د بندي شپي تيره وي.
ددغه ځواکونو د ړندو بمباريو کيسې دومره دردونکي دي چې ديوه سالم او زمير لرونکى انسان يې د اوريدو توان او حوصله نه لري ، جنازې او ودونه هم بمبارشول، زرګونه څڼور ځوانان ، شمله ور سپين ږيري، ماشومان او ښځې ووژل شوي  بي شميره پيغلې کونډى او په زيات شمير کې ګلالي ماشومان يتمان او په سيکړو نور هيوادوال ړانده ، شل  او کاڼه شول .
په زياتره مواردو کې اسلامي مقدساتو او افغاني کلتور ته سپکاوې ددغه ځواکونو پارونکى او دردونکى کړنې هم  د انسان په دماغو کې انعکاس کيږي.
د پورته ناخوالو سربيره، دنړيوالو ځواکونو شتون د افغانانو ترمنځ د کرکۍ نفرت او نفاق د زړو په شيندلو سره د زياتره افغانانو ترمنځ شخصي داسي تربګنۍ راپيدا کړى، چې په راتلونکى کې له ځانه سره ديوه خطرناکه کورنى جنګ پيغام لري .
 د بل پلوه د بهرنيو ځواکونو شتون په دې هيواد کې د افغان دولت د پرمختګ ،پياوړتيا او ځواکمنتيا مخه ډب کړى او د خلکو پروړاندي  يې ددغه حکومت موجوديت او حاکميت له پوښتنې سره مخ کړى دى.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په هکله مو له يوشمير افغانانو سره خبري اترې کړي او له هغوې مو پوښتلي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون ددې هيواد لپاره څومره ګټور وينې؟ زياترو راته ددغه ځواکونو د بي رحمانه ظلمونو يادونه کوله اوددوي شتون ېې د افغانستان په تاوان باله.
دغه کسانو په خپلو خبرو کې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کاوه او ددې پر موجوديت نا خوښي وو او ددغه ځواکونو شتون يې د افغانستان د اشغال په مانا سره تعبيرا وه.
دوې راته وويل، چې ددغه ځواکونو په شتون کې افغانستان ته سوله نه شي راتلي ځکه چې ددولت مخالفينو لپاره جنګ د دوام لپاره د بهرنيانو شتون يو ښه قانع کوونکى دليل دى.
پوهيږو چې يوشمير افغانان به ددوې له راتګ څخه وروسته د ګوتو په شمير له نمايشي پروژ،پلچکونواو د سرک له قير کيدو او د ديموکراسۍ دکلمې زمزمه کيدو څخه به په مثبتو ټکو کې يادونه وکړي.
خو حقيقت دادي چې ددغه لږ پرمختګ په بدل کې افغانانو ډير ارزښتونه له لاسه ورکړى او ان چې ديوه ازاد ملت په توګه يې د افغانانو خپلواکۍ تر پوښتنې لاندي راوستي ده.
دګوتو په شمير د بيارغونې پروژې ددى توجه کيدا نه شي چې دغه ځواکونه دې په افغانستان کې پاتي شي.

ښه به دا وي چې افغان دولت په وخت سره له افغانستان څخه ددغه ځواکونو په وتلو کې له هغوې سره مرسته وکړي ، ځکه چې ددغه ځواکونو موجوديت د افغانانو په ګټه نه دى او نه هم هغوې دافغاستان په ګټه کار کوي بلکي دلته خپل ستراتيژيک اهداف لري اوافغانان يوازې د سپر او حربي په توګه کاره وي.
ښه به دا وي چې افغان دولت خپله توجه او پاملرنه د افغانانو پخلا کولو او  افغان امنيتي ځواکونو روزنې او تجهيز ته وکړي.
 
افغانستان د افغانانو ګډ کور دى، تجربو ښودلي چې دلته هيڅوک هم په يواځي ځان حکومت نه شي کولاي او نه هم دغه هيواد بهرنيان جوړولى شي.
 
نو ټولو افغانانو ته پکارده چې په افغانستان کې د مثبت بدلون او دايمې سولې لپاره سره يو موټي او دغه موخو ته درسيدو په خاطر په ګډه کار وکړي ترڅو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خپل سري حضور څخه خلاص او د يوه خپلواکه ازاد او اسلامي افغانستان خاوندان شي.