
United Nation & International Law
نړېوال قانون دقواعدو اواصولو مجموعه ده چی حاکم پردولت،
او نړېوالې اړیکی تنظیموي. او دولتونه یا نړیوال عمومي ټولنه چی کوم قانون مني،
هاغې ته نړېوال قانون وائي.
دولتونه دنړېوال قانون اصلي مضمون یا موضوع ده، لیکن په
اوسنۍ زمانه کښې انسان، non state actor
اونړېوال بنیادونه هم د نړېوال قانون دمضمون پډول منل کېږي.
نړېوال قانون، د نړېوالو سازمانونود څلورواصلونو ېا
بنسټونو څخه یواصل دی. اودغه نړېوال قانون اونړېوال سازمانونه یودبل سره ډېر تړلي
دي. ځکه چې ددی دواړو مقصد یوډول دی چی دسولې اوامنیت راوړل، ساتل اودمساوي حقوقو
ورکول اوساتل دي. دملګروملتونود منشورپه لومړۍ ماده کښې ویل شوي، چې دملګرو ملتونوسازمان
به دمرکزي ادارې په ډول کارول کېږي. په دېارلسمه ماده کښې، عمومي اسامبلې ته دامسئولېت
ورکړل شوې چی هغه دنړېوال قانون تدوین او پراختېا ورکړي. دنړېوال قانون په پراختیا
کښی دملګروملتونودسازمان رول یا نقش په لاندې ډول تعریفولاې شو:
-
دملګروملتونودسازمان په چارترپه منشورکښې دنړېوال قانون نوې نظر اواصلونو
راتلل.
-
دملګروملتونودسازمان مختلف بنسټونه یا ارګانونه لکه: عمومي اسامبله، نړېوال
قانون کمیټه، نړېواله محکمه چې کوم وظیفې ترسره کوي.
-
دملګروملتونودسازمان د تخصصي ادارو هاغه فعالیتونه چی دخپلو کړنولپاره
قوانین جوړوي، نوداهم کولاې شي نړېوال قانون تعریف کړي. دمثال پډول: WTO,
IMFاوهمداسئ نور....
دملګروملتونو منشور United Nation’s
Charter
لومړۍ راځودی ته چه پدې کښې څه
شیان دي چی دنړېوال قانون په انکشاف یا پرمختیا کښی مرسته کوي؟
دملګروملتونودسازمان په
منشورکښې ډیرداسۍ اصول تعریف شوي چی ځینې اصول د منشور دامضأ کولوڅخه وړاندې موجود وه اوډیر نوراصول یی دمنشور
جوړوونکولخوا وروسته جوړکړل شول. په منشورکښی لاندی اصول دی چی دنړیوال قانون سره
تړاو لري:
-
د دوهمې مادې په لومړي فقره کښې
لیکلي چی: ((ملګروملتونو
دسازمان غړي ټول په یوه اندازه (مساوي) حق لري.))
-
د دوهمې مادی په درېمه فقره کښی لیکلي چی: (( غړي هیوادونه به خپلې جګړئ یا اختلافات په سوله
ایزډول حلوي اوکوښښ به کوي چې نړېواله سوله برقراره وساتي.))
-
د دوهمې مادی په څلورمه فقره کښی لیکلي چی: ((یومملکت یا هیواد دبل هیواد پر سرحدونو قبضه نه
کوي او اخطار به یی هم نه ورکوي.))
-
د دوهمې مادی په اوومه فقره کښی داسئ لیکلي چی: (( دملګروملتونو سازمان دی د دولتونو یا هیوادونو
په کورني اموراتو کښې مداخله یا لاسوهنه نه کوي.))
همداسئ دلومړۍ مادی په
درېمه، ددیارلسمې په دوهمه اود ۵۵ په درېمه فقره کښی دنسل یا نژاد، طبقه، مذهب،
ژبه او د جنسېت پربنسټ کوم تفاوت اونابرابري نه مني، اوټولو ته یوبرابر حق ورکوي
اوټول سره مساوي ګڼي.
دملګروملتونودسازمان
عمومي غونډه United Nation General Assembly عمومي غونډه دملګروملتونو
نماېنده ګي اود یوخبراترو دارګان په ډول د نړېوال قانون په انکشاف اوپرمختیا کښی
ډیر اثر لرلای دی، چه په لاندی ډول یی لنډوو:
-
په ۱۹۴۸ کښی ملګرو ملتونو یوه قطعنامه پاس کړه چی په هغه کښی یی نسل وژنه Genocide بالکل بند کړ.
-
په ۱۹۶۵ کښی یی درنګ دتبعیض په هکله یوه قطعنامه پاس کړه.
-
په ۱۹۷۹ کښی یی دښځو په وړاندې دخشونت دختمولو په هکله اودهغوې برابرشمیرل
دنارینه وو سره یوه قطعنامه پاس کړه.
-
په ۱۹۸۹ کښی دماشومانو دحقونو دساتلو په هکله یوه قطعنامه پاس کړه.
-
په ۱۹۹۰ کښی دمهاجرو کارګرانو دحق دمحفوظولو لپاره یوه قطعنامه پاس کړه.
داچی کومې قطعنامی Resolutions وشوی ددی طبیعت حقوقي یا Legal او
جبري نه وی. ځکه چی دولت یا یو هیواد دملګروملتونو دننه خپله آزاد او حاکم وي.
نودکوم شي دمنلو لپاره یی مجبورولاې نشي. لیکن اوس دا خبره ټول قبلولای شي چه ددی
قانوني اهمیت زیاتیږي یا دوخت په تیریدو سره اړین کیږي، اودغه دسرتاسري نړېوال
قانون Universal International Law منبع منل کېږي.
عمومي غونډې چی کوم
قطعنامی پاس کړي، هغه یی نړېوالې محکمې هم په خپل مصلحت او فیصلوکښی ورته اهمېت
ورکړې.
دعمومي غونډې چه کوم مهمی
قطعنامی Resolutions دي په لاندې ډول دي:
-
د ۲۱۳۱ قطعنامې په (XX)
شمیره کښی یی ددولت State په داخلي یا کورني مسائیلو کښی
دمداخلې دنه کولو په اړه وه.
-
د ۱۵۱۵ قطعنامې په (XV)
شمیره کښی یی د استعمارګري Colonialism او
په هغه سیمه کښې دخلکو یا اوسیدونکو په اړه وه.
-
د ۳۳۱۴ قطعنامې په (XXIX)
شمیره کښې دتيري یا تعرض په هکله تړلۍ وه.
دملګروملتونودسازمان
پواسطه جوړشوي نړېوالې ناستئ Conferences Organized by UN
پدې کښی دوه ناستې ډیرې
مهمی دي چی:
لومړۍ – په سېاسي اړیکو
باندې د وېانا Vienna ناسته.
دوهمه – دسمندرونو قانون
په هکله چه درې ځلي (۱۹۵۸، ۱۹۶۰، ۱۹۷۷-۱۹۸۲) ناستئ وشوې. پدی کښې دسمندري سرحدونو
ټاکل، دسمندري سوداګري تنظیمول، دسمندري لیکو دپېژندلو اودکښتېو دتلوراتلو لارو
دامنیت په اړه دقانون جوړول وه.
د قانون نړېوال کمیسیون International Law
Commission
دمنشور په دیارلسمه ماده
کښې یی چه عمومي غونډې ته کوم کار ورکړل شوی دهغئ دپوره کولو لپاره عمومي غونډې په
کال ۱۹۴۷ کښې یی دقانون نړېوال کمیسیون تأسیس کړ. چه پدې کمیسېون کښی ۳۴تنه غړي
وي، چه د۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. دغه غړي دحکومتي استازي په ډول نه، بلکه په
انفرادي څېره یا ډول کارکوي. اوداکمیسېون په کال کښې یو ځلې غونډه کوي. ددې کمیسېون
خاص وظاېف دنړېوال قانون پرمضمون دمسودو تېارول دي، چې ځیني مضمونونه یا موضوعات
خپله کمیسېون یی ټاکي او کله کله دا عمومي غونډه یا هم اقتصادي او اجتماعي کنسول
یی دوی ته ټاکي. کله چې کمیسېون پرکوم مضمون باندې کومه مسوده تېاروي نو وروسته له
هغئ یی عمومي غونډې ته دپاسولو يا تصویب لپاره استوي.
دی کميسېون له جوړېدووخته تراوسه پورې ډېرکارونه
کړي چی ځیني یی په لاندی ډول دي:
-
دنورانبرګ اصولو Nurnberg
Principles مینځ ته راوړل.
-
دبشري حقونو اعلامېهٔ Human Right Declaration صادرول.
-
ددولت دوظاېفو اوحقوقو اعلامېهٔ صادرول.
تخصصي ادارې ېا
نماېندګئ Specialized
Agencies دغه خاصې ادارې دحکومتونو یا دولتونو ترمېنځ دموافقې له مخې او اقتصادي،
اجتماعي، کلتوري اوداسئ نورو برخو کښې ډیرزېات کارکوي. لکه: ICC, ILO,
WHO, UNSCO اوداسئ نور....
دسوداګري قانون نړېوال
کمیسېون International
Trade Law Commission په سوداګري برخو کښې دخنډونو دلېرې کولو لپاره په ۱۹۶۶ کښې د ملګروملتونو
دسوداګري دقانون نړېوال کمیسېون ITLC یی
تأسیس کړ. اوپدې کښې ۳۶ غړي دي چه مختلف جغرافیکي سيمو څخه، مختلف اقتصادي
سیسټمونه وړاندې کوي. دغه کمیسېون خپل کلنۍ راپور عمومۍ غونډې ته وړاندې کوي،
اوددی خاصه وظیفه نړیوالومؤسساتو ته مرسته ورکول اودهمکارېوزېاتول او په نړېوالو
ناستو کښې ددولت شمولیت یا برخه اخیستنې ترغیبول اودنوي مسودو تېارول او همداسۍ
نور....
ارزونه Evaluation دنړېوال قانون دمجموعې اود هغې حقوقي اهمېت په زېاتولو کښې د
نړېوالوسازمانونو ېا مؤسساتو ډېرغټ رول دې. لېکن، د ملګروملتونوسازمان کوم نړېوال
حکومت یا دولت ندې اوددې غړي مستقل دولتونه دي. دملګروملتونوسازمان څخه خونه کوم
پارلمان، نه کومه قوي اجرائېه قوه اونه هم مؤثره محکمه شته.
له همدې کبله نړېوال قانون اوس هم غېرروښانه اونا
مشخصه ده، اودنړېوال قانون راټولول نن هم ېو مشکل دې، چه په همدې علت سره دغه
قانون په بېل بېل ډول ېا هم په خپله خوښه تشریح کېږي. لنډه داچې دا ممکنه نده چی
په ټوله نړۍ کښې دی يو قانون پلۍ شي، خوپه ځینو برخوکښې کېداې شي چی توافق وکړل
شي.