زموږ ځوانان!

 
که د نړۍ پرمختلولو ټولنو او هېوادونو ته ځير شو، نو پدې به مو سر خلاص شي، چې د هغې ټولنې يا هېواد پرمختګ د خلکو د زيار، زحمت اوپوهې نتيجه ده. په يوه هېواد او يا په يوه ټولنه کې هغه وخت پرمختګ کيږي چې خلک ښه تربيه شوي وي.او په داسې روحيه روزل شوي وي چې خپل هېواد او جامعي ته کار کړل دځان کار اومسوليت بولي، او دوی تل پدې فکر کوي چې څنګه يې خپل هېواد پرمختګ کولاي شي، څنګه زموږ هېواد دسيالو هېوادونوسره سيال کړو.څنګه خپلو خلکو ته خدمت وکړو اوڅنکه خپلو زدکړوته ادامه ورکړي.
 پوهان پدې اند دي چې ځواني دانسان په ژوند کې ځواکمنه مرحله ده. په رښتيا هم پدې مرحله کې انسان قوي فکر او اومفکوره لري. او پدې مرحله کې دژوند په ډېرو مسايلو کې د خپل قوي ذهن په واسطه ډېر پرمختګ کولاي.
اوس پوښتنه داده چې ديو ماشوم نه څنګه داسې ځوان جوړيداى شي چې دخپل قوي فکر او مفکورې څخه مثبته کټه واخلي!
د هرانسان لمړى ښوونځى د مور غيږه ده. همدا د مور غيږه ده چې ماشوم ترې سمه روزنه ، تربيه، سم حرکات او خداي مه کړه منفي حرکات ترې زده کوي. او هغه ماشومان چې د مور د غيږي نه بې برخي دي هغه نه يواځې تل مايوسه اوخفه ښکاري بلکې هغوي ته ژوند خوند نه ورکوي.
داولادنو په تربيه کې مور اوپلار ډېر رول لري. ورسته دمور اوپلار نه د کور نور مشران دي چې بايد دخپلو ماشومانو روزنې ته ډېر پام وکړي. لمړى ماشومانو بايد په کور ښه تربيه شي اوهغوي په ښو اوبدو پوه  شي، اوهمدارنګه هغوي ته دژوند اداب وروښودل شي.
داسلامې ټولني او غير اسلامي ټولنې دماشومانو تربيه کول فرق لري. په يوه اسلامي ټولنه کې پلرونه او ميندې دامسوليت لري چې خپلو ماشومان ته داسلام مبارک دين په اړه معلومات ورکړي، هغوي ته بايد لمړى اسلامي زده کړي ورکړي او هغه په واسلامي روهيه وروزي. ترڅو په راتلونکى کې داسلام مبارک دين ساتونکي ووسي.
نو مور او پلار ته لازمه ده چې د خپل اولاد په روزنه کې ډېر کوښښ ورکړي دوي بايد دخپل اولاد په په تربيه او پالنه کې ټګي او غفلت ونه کړي. ترڅو خپل اولاد يې داوږو بار او دسر ټيټي سبب نه شي. نو دوي بايد خپل اولادونه په داسې روحيه ورزي ترڅو چې خپل ټول وخت داسلامي مبارک دين خدمت ته او د خپل وطن ساتلو ته وقف کړي. نو ديوه انسان نه ښه او غښتلى ځوان هغه وخت جوړيداي شي چې له ماشومتوبه يې مور او پلار تربیې او پالنې ته جدي پام وکړي تل د خپل اولاد درزنې په فکر کې وي او هغوي تل وڅاري.
انسان چې کله ځوان شي نو دمور اوپلار مسوليت ددوي په تربيه کې کميږي. ځکه  دوي بايد خپله دځان په اړه فکر وکړي چې زه څوک يم، دڅه لپاره پيدا شوي يم او زما په ټولنه کې دنده څه ده.
 کله يوه ځوان داپوښتنې له ځان نه وکړي او جواب ورته ووايي نو هغه به دمثبته مفکورې خاوند او روڼ اندى شخص وي.
ځوانان په يوه جامعه کې ډير مسوليتونه لري او هغوي بايد دخپلو مسؤليتونو نه ځان خبر کړي.
موږ په هېواد کې داسې ځوانان لرو چې دهغوي سره قوي او پاکې مفکورې دي. دوي ټول خپل وخت زده کړو ته ځانګړى کړي دى.همدارنګه د وطن، دخپل مبارک دين، او افغانې کلتور په ساتل دځان مسوليت بولي،او تل پدې هڅه کې دي څنګه ددې درديدلي ولس ته خدمت وکړي. خو بدبختانه زموږ دهېواد  ځينې ځوانان ژوند نه پيژني چې ژوند يعني څه؟ ژوند څه ځان نه پيژني چې زه څوک يم، دڅه دپاره پيدا يم او زما مسوليت څه دى. او دو د ژوند ته هيڅ اهميت نه ورکوي دو ځواني ليونتوب بولې او دژوند دا مرحله په بي ځايه لوبو،چکرو، عياشيو، او نورو دې ته ورته نامشروع کارونه تيروي. خو دوي پدې نه پوهيږي چې موږ په ټولنه کې څومره مسوليت لري.
ځينې خلک دداسې ځوانانو لوى سبب بې سوادي بولې. هو د دتېرو جګړو او ناخوالو ډېر ځوانان دزده کړو نه بې برخې کړل، ځيې  نور همسايه هېوادونه مهاجر شول، او يو شمېر نورو يې دکور مشران په جنګ او جګړو کې له لاسه ورکړل او دوي مجبوره شول چې خپلې زده کړې پريږدي او په خپل هېواد يا په نورو هېواد کې مزدورۍ ته مخه کړي.
خو په اوس وخت کې داسې ځوانان لرو چې هيڅ اقتصادي او اجتماعي ستونزې نه لري خو دوي زده کړې نه کوي او خپل ټول وخت مخکې مو هم يادونه وکړه چې دوي خپل ټول وخت په چکرو، عياشيو، او په بې ځايه لوبو تيروي. دوي پدې کې دي چې څنګه يې جينکيو په شان ځان جوړ کړي، څنګه يې لاس بندونه په لاس کې واچوي او څنګه هغه سټايل چې بيګا يې په سريالونو او فلمونو کې ليدلي وي اوهغه پيدا کړي او او په ځان يې کړي.
 دوي دخلکو ازارول، موسقي اورېدل، په خپل افغاني کلتور لوبې کول د مخدره موادو استعمال دې ته ورته کارونه کول دا دځان مسوليت بولې.
په يوه اسلامي ټولنه کې دځوانانو مسوليت څه دى؟!
په يوه اسلامي ټولنه کې ځوانان ډېر مسوليت لري.دانسان لويه برياليتوب په زده کړو کې دى.نو زده کړې دهر انسان حق دي لمړى بايد ځوان زده کړي وکړي، هر ځوان بايد پدې فکر وکړي چې څنګه دخپلو زده کړو پواسطه خپل دين،هېواد، هېوادوالو، خپل کلتور او ژبې ته څنګه خدمت وکړم. او د خپلو زده کړو په واسطه کولاي چې خداى او رسول په رسميت وپيژني او دهغوي احکام په ځان عملي کړي. او دزده کړو په برکت کولاي شي چې خپل ځان او خپل مسوليت وپيژني.
په رښتيا هم زموږ ځينې ځوانان اقتصادي ستونزې لري ددې ستونزو دحل په موخه مزدوري کوي، خو ترڅنګ زده کړې هم کوي دي هر ځوان بايد کار وکړې او ترڅنک خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
نو د نويو ځوانانو زده کړې، خپل دين، وطن، کلتور، خپلو هېوادولو ته خدمت کول ددوي داصلي مسوليت او دندې دي.
نو په اخر کې د هېواد ټولو ځوانانو څخه هيله کوم چې خپل ټول وخت خپلو زده کړو ته ورکړي او دخپل جنګ ځپلې هېواد، او خپل دې ځوريدلي ولس ته خدمت وکړي. دبې ځايه سياست او خپل منځي جګرو او ژبني تضادونو نه لاس واخلي.
 ددې هېواد هر ځوان بايد پدې فکر کې وي چې څنګه ددې پاکې مفکرې او روهې په واسط خپل درديدلي هېواد ته درمل شي.
حسيب الرحمن نورمل