
زلمى :ژمن
تيره اونۍ جمعه تاند ويبپاڼي دلندن چاپ گارډين ورځپاڼي دپنجشنبې(سيپټمبر٢٧) په گڼه کي دهلمند اړوند ليکني ژباړه خپره کړه، په ليکنه کي دهلمند ميشتو انگريزانو لخوا په بربنډه افتراء (تهمت)ککړيوشکايت وړاندي سوى ؤ چي گواکي دوى(انگريزانو)په هلمند کي دښوونځيو اوکلنيکونو لپاره کومي ودانۍ جوړي کړي دي په هغوکي کډوالو اړولي دي او يا ځايي خلکو په خپله شخصي گټه اچولي دي .راسئ ددې ليکني پرافتراء(تهمت) څه رڼا واچوو:
دليکني په سرکي ويل سوي دي :((... يادو ودانيو ته دکرزي حکومت پام نه دى کړى.))
١: غيري منطقي خبره دلته ده چي دکرزي دحکومت بريد په هلمند کي ترکومه ځايه دى ايا دهلمند ولايت اداري تشکيلات يوازي په ښاروالى کي تعريفولاى سو؟ که باغران اوديشو ولسوالۍ هم دهلمند اړوند دي؟! که نه نولومړى خو په مرکز ښاروالى کي هرڅوک هره ودانۍ پخپلو سترگو ويني چي داړوند کارلپاره اړه سوې ده، په هغوليرو پرتوسيموکي چي دوى(انگريزانو)دچورلکوترسيوري لاندي ودانۍ جوړي کړي دکرزي حکومت په لږوامکاناتو هغه څنگه ساتل کيداى سي؟!
٢: بل ځاى ويل سوي : ((... موږ له شپږوکلونو راهيسي په هلمندکي په کاربوخت يو.))
دانگريزانو دميشتيدني خو په هلمند کي نږدې يوولس کاله پوره سوه که دوى دهلمند د اولس ته ژمن واى تيرپنځه کاله دوى ولي ويده وه چي په هغه لومړيو پنځوکلونو کي ترورستيو شپږو کلونو ټيکاو هم ؤ له دې څخه دوى خپله څرگنده کړه چي د انگريزانوموخه ځان ته کار کول دي (نه) افغانانوته او له افغانانوسره يوازي اوبه غلبيلوي.
٣:بيا يې په تکرار سره ويلي چي(( انگريزپوځونوپه سلگونو ميليونه پونډ لگولي دي.))
په ياد راپور کي يې (نه) دلگيدلو پونډوشميره ښودلې اونه هم دودانيو ځايونه اوشميره ؛ځکه دوى خپله دافغان ادراې اوخصوصي ساختماني شرکتونوسره په غلاغديو اودرغليوککړ دي په دې رازدهلمند هرشرکت پوهيږي چي انگريزان هغه چاته پروژه ورکوي چي ددوى نظاميانو ته پکي برخه ورکړي او دا يوعام دود گرځيدلى خزو دوى ښايي په ځان (نه) وي خبرچي لښکرگاه ښار ددوى د درغليو په راز خبر دى.
٤:دوى(انگريزانو) په بل ځاى کي دمحرمانه راپور خبره کوي اووايي ددې ودانيو ساتنه ځکه دکرزي اداره (نه) کوي چي ياد کارونه د افغان ادارې سره په مشوره (نه) دي سوي . دا له لومړى ورځي څخه په ثبوت رسيدلې چي انگريزان په افغانستان کي په ملکي او نظامي چارو کي خپلسري کوي او دهيڅ افغان مشوره يې نه خوښيږي ځکه نو انگريزانو چي په هلمند کي کوم کارونه کړي نيم يې هم پرځاى نه دي کړي په هغه ځاى کي چي دښوونځيو اوکلينکونو اړتيا سته دوى دښځو پارکونه جوړ کړي دي چي ښه بيلگه يې په لښکرگاه کي ده ، زده کوونکي داوړي په گرمۍ اودژمي په يخنۍ کي ترخيمو لاندي دچرگانو مرغانچوته ورته جالونو کي ساتل کيږي دمثال په توگه د (لښکري بازار غربي ښوونځى ) ده هرڅوک يې له نږدې کتلاى سي.
له مخکي لا انگريزان دکرزي حکومت ته په رښتنې توگه ارزښت (نه) ورکاوه او يوازي دځينومجبوريتونو پر بنسټ شپه تيرکوي تر افغان ادارې يې طالبانو ته سياسي تمايل زيات دى ځکه دهغوى سره يې ډيري سياسي او مافيايي گټي شريکي دي.
٥: دگارډين په ياده ليکنه کي د انگريزانو له خاو پردې ټينگارسوى چي ټول کارونه دخلکو دزړنو اوذهنونو دخپلولو لپاره کيږي.
پوښتنه دلته ده چي د چا زړونه ؟ دچا له خوا؟ په څه ډول؟ ايا په نړۍ کي زړونه يوازي په مادياتو خپليږي؟ په معاصر تاريخ کي افغانانو دانگريزانو د دريو تيريو تريخ خوند لا په خوله کي و چي څلورم ځل يې په معصوم پوستين کي دمارڅيره راڅرگنده سوه ؛ که يوڅوک هلمندکي دانگريزانو کړني له نږدې وگوري دابه بيله ترديده ومني چي دوى دافغانانو دلاس نيوي لپاره نه بلکي دغچ اخيستلو لپاره افغانستان ته راغلي دي.
انگريزانو په خپله عصري ټيکنالوژى چي ميږى هم نه سي ترې پټيداى په تيرو لسوکالو کي داشتباه اوبخښني ترسرليک لاندي سلگونه بې گناه ککرۍ تر خاورو لاندي کړې او تر زرگونه معيوب ا وټپيان کړي دي چي رښتنې شميره يې په ډير مهارت پټيږي .
ددې ترڅنگ څو وخت مخکي دانگريزپوځي( دانيل کروک) لخوا هلمندى زده کوونکى په چاړه وهل، د(٢٠١١ د ډسمبر١٦) ديوه انگريز بريدمن او ورسره پوځي لخوا دهلمند په (چاه انجير)سيمه کي د ډيرو پيسو په بدل کي پردوو يوولس کلنو نجلۍ اوهلک جنسي تيري چي مور اوپلاريې تراوسه دهغو تيري کوونکو انگريزانو دمحکمې غوښتنه کوي خوهمدا دبشردحقونوغاورين ورته کاڼه او ويده دي، د همدې کال دثور په مياشت کي دسنگين ولسوالۍ په اته کيلومتري کي يوه مور دپنځوماشومانو سره داڼگريزانو په بريد کي ووژل سول تيرکال ليندۍ په نوزاد ولسوالۍ کي د انگريزانوپه بمبارکي ديوه کور نهه تنه غړي ووژل سول داسي نوري مستند ناولي حرکتونه چي روزمره پيښيږي اودرسنيوڅخه پټيږي ،ايا زړونه اوذهنونه داسي خپليږي ؟! که پورتنيو پيښوته ورته يوه يې پر انگريز ماشومانو دتيري په ډول وسي دوى به نړۍ ته اور واچوي ،ځکه چي دانگريزانو په رگونو کي وينه او دافغانانوپه هغه کي اوبه دي؟؟؟!!!
٦:همداسي بل ځاى وايي :((موږکار کاوه خونه پوهيدو چي څنگه به يې ساتواوبل وايي چي هغه ښوونځى چي موجوديت يې اړين دى هغه به پرانيستي پاته سي اونور به تر٢٠١٤پرخپل حال پريږدو...))
موږ نه پوهيږو چي له دې څخه يې مطلب څه دى ، لومړى خو داچي اړتيا يې نه وه ولي يې جوړول ؛مخکي وويل سوه چي هلمند کي نيم زده کوونکي هم د ښوونځى ودانۍ (نه) لري که يې دښووني وزارت دشتون مستنده بيلگه لري وړاندي دې کړي، اوبل داچي هلمندي اولس تراوسه
د(ظاهرشاه )دواکمنۍ دښوونځيو اوکلينکو ودانۍ ساتلي نو ددې عصرهغه خوبيخي( نه) زيانمنوي اوبل داچي ددوى ايشاره هم ددولت مخالفينو ته (نه) ده بلکه ولس ته ده چي گواکي کورونه پکي اړولي دي؛ پوښتنه دلته ده چي ولي يې مستند ځاى نه ښيي؛ ځواب داچي اصلآ مستند اسناد نه لري او ددې افتراء ترڅنگ بله سياسي فلسفه ده چي ورسته به يې يادونه وسي.
٧: انگريزانو دا تهمت د والي گلاب منگل په وخت کي (نه)تاړه:
داهرچاته تر لمر سپينه ده چي والي گلاب منگل په تلو او دنوي والي محمدنعيم بلوڅ په راتگ سره انگريزان ناراضه سوه ځکه والي گلاب منگل په هلمند کي دانگريزانو گټو ته ډير ژمن ؤ او د انگريزانو په گټه نسخې يې خورا په ورين تندي پلي کولې ښه بيلگه يې دسنگين پر لار ديوه پلار زخمي کيدل او ديوې موردپنځو ماشومانو سره وژل دي هغه ثبت او ياداښت په هلمند راډيو- تلويزيون او نور رسنيو کي تراوسه سته چي دگلاب منگل وياند(داؤد احمدي) ويلي وه چي ياد ماشومان اومور دځاى پرځاى سوي ماين په نتيجه کي ووژل سوه خو ورسته انگريزانو خپله ومنل او بخښنه يې وغوښتل چي گواکي دوى (انگريزانو) هدف خطا کړى و. د والي گلاب منگل لخوا دهلمند ټول ولايت په غيري رسمي توگه د انگريزانو په واک کي ورکول سوى و هرڅه به دانگريزانو په خوښه پکي چليده، انگلستان ته دگلاب منگل ډيرو غيري رسمي سفرونو ولسمشرکرزى هم خپه کړى و ،داسي هم ويل کيږي چي گلاب منگل دانگلستان تابعيت اخيستى دى .
خلاصه ،افغان سياست پوهان ډيرى په دې باور دي چي لومړى ورځ بايد انگريزان هلمند ته نه واى تللي ځکه دهلمند نارامي تر ډيره ددوى دناکام ماموريت زيږنده ده اوبل داچي په هلمند کي دانگريزانو پټي او لڅي وژني ، بدلمنۍ،دکوکنارو د (کر) په هکله دوه مخى سياست ، دطالبانو سره سازش، دلرغونو اثارو غارت او چور؛ دپټو سرچينو په وينا د انگريزانو له خوا په لوړه کچه د تارياکو قاچاق کيږي او د افغان جگړې تشه پرې ډکوي.
د(٢٠١١ دمارچ پر١٠) ديوې اروپايي خبري سرچينې په وينا انگريزان هر کال دهلمند له کوکنارو(٣ مليارډه) ډالر لاس ته راوړي.
دسياست پوهانو په وينا چي انگلستان له تاريخه د تارياکو وږى اوتږى هيواد دى ،په (١٨٤٤م) کي هم دانگلستان پنځه کلنه جگړه دچين سره دکوکنارو دگټو پر سر وه چي چين يې مخالفت کاوه.
په ورستيو کي ويلاى سو چي د انگريزانو کمزوري ماموريت کرار کرار ددوى له غلطي پاليسۍ څخه پرده پورته کوي انگريزان غواړي خپلي ناکامي اوبدنامي دافتراء او تهمت په گاڼه پر افغانانو وتپي .
پاى