
شريف الله دوست(سرواني)
بُست له (۳۴۰۰) كاله مخيني سره
بست تر اسلام مخكي:
د بست له برمه ډكه زړه كلا دهېتومنت ”=هيرمند،هيلمند،هلمند“ سيند پر چپه غاړه د هلمند سيند او ارغنداب سيند په ګډون ځاى كي تر اوسه د خپل وخت د لرغوني مدنيت شاهدي وركوي ايسيډوردا ځاى د (بيوت، Biut) په نامه ياد كړى دى، پليني دا ځاى دوه زره كاله مخكي د ”بست“ په نامه ياد كړى او موقعيت يې د اري مانتس (Erymanthus) پر غاړه ښوولى دى.(١)
هياطله د مسيحي پېړۍ په لومړيو كي خپل نفوذ تر بست پوري وغواړاوه.
كله چي د اسلام سپېڅلى دين د سيستان له لاري هلمند، ارغنداب، غزني او كابل په لور خپرېدى ”بست“ د كابلي رتبيلانو په قلمرو كي ؤ(1)، د بست د ښار په اړه داسي نظرونه هم سته چي ويل كېږي دا ځاى د (زرير )زوى ”بستوار“ جوړ كړى دى، زريز پخپله د ګشتاسپ يا ويشتاسپ ورور ؤ او دى د زردښت ”سپين تمان“ د زمانې پاچا دى چي شاوخوا( ٢ -٣ زره كاله) پخوا يې د زر دښتي دين بنسټ ايښى دى(2) ځيني اسناد سته چي د بست كلا تر بستور مخكي ښي چي وروسته به يې يادونه وسي.
بست هم د هيتومنت(هلمند)د لرغوني تمدن مركز ؤ؛ داسي ښکاري چي د ”كركويه“ آتشكده، ”اورتون“ بت ته نږدې په همدې وخت كي جوړ سوې وي(3). داسي څرګندېږي چي د ساساني دولت د كمزورۍ په ورځو كي د شپږمي د ميلادي پېړۍ په اخره كي د اوومي ميلادي پېړۍ په لومړيو كي بست، سيستان، زرنج، داور(4)، ترنک او زابل محلي ملكانو د لاس ته چي د كوشاني او هفتالي پاتشونو څخه وه ولوېده(5).
د بست نوم د هند به کلاسيکو متونو کي:
(بست) د هندي سوداگرو او نور سيمو لپاره يو سوپرمارکيټ ؤ دلته به له هند او نورو سيمو څخه سواګريز توكي راتلل او له دې ځايه به بيا د هيواد نورو برخو ته وړل كېدل، چي په دې اړوند يو ډېر ښه سند په دا ورستيو كي د هيواد نامتو څېړونكي او ليكوال ( علامه عبدالشكور رشاد بابا )له خوا رابرسيره سوى او روښانه سوى دى چي د بست په تاريخي جغرافيه كي داسند په تكرار سره هندي اريايانو په مذهبي كتاب (بهګبت پران) كي د بست د نامه يادونه كوي. په دې كتاب كي د بست نوم (بست من) راغلى چي د هندويزم علما او نور پوهان (بست من) څخه دهيتومنت (هلمند) د لرغوني او اوسني ”بست“ مانا اخلي، د (بهكبت پران) ليكوال ”مهاديو“ دى نوموړى په كال (۱۴۰۹مخکي تر زيږدي) مړ دى. د (بهګبت پران شرحه)، (تلسي داس) كړې او هغه يې سانسګريټ ته ژباړلې دى (تلسى داس) پخپله د (۹۵۰ق.م) كال سړى دى چي تر مهاديو شاوخوا څلور نيمي پېړۍ وروسته يې ژوند كړى د پورته ليكلي سند په تائيد سره د بست جوړېدو نسبت د زرير زوى ”بستوار“ ته خامېږي د مهاديو د پورته سند په تائيد سره د بست تاريخي مخينه (۳۴۲١) كاله ته رسېږي٧.
د بست نوم په ځينو تاريخي، ادبي او جغرافيايي متونو كي:
څوارلس سوه كاله پخوا چي كله عرب د سيستان او هلمند له لوېديزي خوا څخه افغانستان ته راننوتل او پر بست يې حمله وكړه دا ځاى د يفتليانو په واك كي ؤ او د عربو لاس ته ولوېد، چي وروسته بست د خپل ستراتيژيك موقعيت له مخي د عربو مسلمانانو د عسكر قوا مركز او نظامي چوڼۍ سوه چي له دې ځايه به يې پر كابل شاهانو باندي حملې كولې(1).
زموږ د هيواد يو نوموركى مؤريخ د خپل كتاب (حدود العالم ۱۳۷۲هـ) كي د بست په هكله داسي ليكي: (( بست د هېرمند ”هلمند“ پر غاړه يو ټينګ او لوى ښار دى او د هندوستان ماركېټ دلې سته، دا ځاى د سوداګرو ځاى دى، وچي مېوې، صابون او كرباس يې نورو ځايو ته وړل كېږي(2)، ابو اسحاق ابراهيم بن محمد اصطخري په (۳۲۰هـ) شاوخوا كي د بست يادونه كړې او وايي: پر هغه لويه لاره چي كاروان د زرنج ”نيمروز“ څخه راتلل د هلمند سيند پر پله باندي هغه چي پر كوچنيو كښتيو جوړ سوى ؤ تېرېدى او بست ته به ننوتى.
د بست د خلګو جامې د عراقيانو (اوسني ايرانيانو) په څېر دي او د هند سره سوداګريزه راكړه وركړه لري(3).
بست د زرنج سره په يوه جغرافيايي سيمه كي شتون لري او د زرنج څخه بست ته سيده لاره تللې ده او له تودې دښتي(مارگو) څخه تېرېږي تربسته رسيږي، د رود خانې پر خوا د دې لاري مسافه دوه چنده كېږي.
لسترنج كاږي: بست د ”ب“ په پېښ او زور د هېرمند سيندد پر غاړه پر هغه ځاى چي د ارغنداب د سيند ورسره ګډېږي شتون لري(4).
(ابو ريحان البيروني) يې په (تحديد نهايت الاماكن لتصحيح مسافات المساكن )كي داسي ليكلي: د بست خلک د عرض (لاى، ۴۱) بولي مګر ما چي قلطيانوس د (ريچ) له مخي وکتى د بست عرض له دې امله چي دا لوړوالى او ارتفاع د جدي د ارصاد له مخي (لا، ۴۴) راغى له دې امله د بست البلد (لايه، ۴۹) سو او دا عدد تر ”لاى“ غوره دى چي د بست خلګ يې وايي(1) (په تاريخ سيستان) كي چي شاوخوا زر كاله دمخه ليكل سوى په نژدې ټول كتاب كي د بست يادونه سوې ده (وګورئ د سيستان تاريخ).
مقدسي په احسن التقاسيم (۳۵۵، ۳۹۰هـ) شاوخوا كي كاږي : ”بست“ او كلا يې لوى ميدانونه لري په يوه فرسخ كي يې خرد رود (ارغنداب سيند) دى ښكلى مسجد او ودان ښارونه لري، غزني ته دد تللي لاري پر سر د نيم فرسخ په فاصله عسكري چوڼۍ ده چي سلطان(محمود) به په هغه ځاى كي اوسېدى(2).
ياقوت حموي په اوومه هجري پېړۍ كي داسي كښلي: (( په ټولنيزه توګه بست وران او نړېدلى دى، د دې ښار څخه يو هم ګرمسېر دى چي ډېري اوبه او باغونه لري.))
د اتمي هجري پېړۍ په وروستيو كي د ګوډتېمور په لښكر كښيو كي د بست څخه تر زرنج پوري ټوله سيمه ورانه او د خاورو سره سمه سوه، د همدې ظالم د لښكريانو په لاس د هېرمند ”هلمند“ ترسلو زيات لوى او واړه بندونه ونړېدل په دوى کي يو هم د (روستم ) مشهور بند و چي د ټول هلمند او سيستان باختري( لوېديځي) ځمكي په خړوبېدلې.(3)
احمد بن يعقوب بن واضح په (اليعقوبي) مشهور په خپل كتاب (البلدان) كي چي په كال (۲۷۸هـ) كي يې ليكلى د سيستان په ياداښتونو كي كاږي : ”بست“ د سيستان له لويو ښارونو څخه دى او وايي: د ابو المنصور ”عباسي“ د خلافت په وخت كي معن بن زياد شيباني پر بست لاس برى سو، خلګ يې عرب نه دي، شاوخوا پوله يې د سند او هند سره مښتې ده(1).
همدا ډول (احمد بن عمر) مشهور په (ابن رسته )په خپل كتاب (اعلاق النفيسه)په (۲۹۰هـ) شاوخوا ليكل سوى د بست په اړه داسي وايي: ”بست“ زرنج، الرُخد ”كندهار“ د سيستان په ناحيه كي شتون لري(2).
حمدلله مستوفي په (۷۳۰هـ) شاوخوا په خپل كتاب (نزهة القلوب) په (۱۷۴مخ) كي كاږي، بست په دريم اقليم كي واقع دى طول البلد يې د خالوات له جزيرو څخه (قب ۱۰۲) او عرض يې له استوا كښي څخه (لج، ۳۳) دى ميانه ښار دى، هوا يې نرمه ده اوبه يې له سينده څخه دي، خرما، غله او مېوه يې حاصلات دي(3).
د (العتبي) د شرح پر بنياد چي وايي بايتوزبستي ”باتور“ په (۳۶۰هـ) كي د بست حكمران ؤ سبكتګين دا ځاى ورڅخه ونيوى او ابو التفح علي بن محمد بستي چي د( باتور بستي) كاتب او په عربي يې شعر وايه د سبكتګين دربار ته لاره پيدا كړه(4).
په (كتاب الخراج) كي قدامه بن جعفر بغدادي (۲۷۰هـ) :(( بست، رخج، كابل، زابلستان د خراسان له ناحيو څخه بولي(1) )) د تاريخ سيستان ناڅرګند ليكوال په (۴۴۵هـجري) شاوخوا كي وايي: په( ۲۹۴هـجري) كي طاهر بن محمود بن عمرو د صفاري كورنۍ دريم باچا په( بست )كي يو باغ او د دېوان د دروازې مخ ته يې يو ښه چمن جوړ كړه د بست پل ته نږدې يې د هېرمند ”هلمند“ سيند پر غاړه ښکلې ماڼۍ جوړه كړه، د طاهر دا ماڼۍ ”۹“ ګمبتي وه چي ټولو يې يو بل ته لاره درلوده، دا كار يې ټوله بې له حشره د نقدو پيسو په بدل كي وكړ(2).
په همدې تاريخ سيستان كي کاږي (محمد بن ليث صفاري پر (۲۹۴هـجري) د بست پل ونړاوه ترڅو احمد بن اسماعيل ساماني پر هغه تېر نه سي خو بيا هم بست په همددې كال د سامانيانو لاس ته ولولېد (۲۱ )فرخي سيستاني په ۳۸۰هـ )شاوخوا كي بست د خپل شعر په درشل كي داسي يادوي:
بدين خرمى و خوشى و روزگار
بدين خوبى و فرخى شهريار
بديدار او راه (بست) و هرى
بهشت برين گشت و باغ بهار(3)
په پورته دوو بيتو كي د هري ”هرات“ او ”بست“ ستاينه په څرگنده توګه سوې.
(استاد عنصري بلخي) د غزنوي دربار (شاعر ۳۸۰هـ زېږېدنه )د بست د هوا او هلمند سيند غاړي او دښت لګان ستاينه په خپل يوبيت كي داسي رانغاړي:
بفر قصر تو شد همچو عقد بدر
هواى ”بست“ و لب هېرمند (و دشت لكان)(1)
همدا ډول محمد هوتك (۱۰۸۴هـ) زوكړى، په پټه خزانه كي هم د امير كروړ او ښكارندوى غوري په بحث كي د ”بست“ نوم راوړى دى.
په پنځمه هجري پېړۍ كي( خواجه نظام الدين ملك طوسي )په خپل كتاب (سياست نامه) كي د (بست کلا) او يعقوب ليث صفاري په هكله څرګندوني كړي.
(شلومبورژه د خپل كتاب په ورستيو كي د بست تاريخي جريان داسي خلاصه كړى دى همدا ډول داسلامي دورې په شاوخوا کي ټولو تاريخونو اوجغرافيو کي دبست نوم ترسترگو کيږي.
حکيم ابوالقاسم فردوسي(٣٢٩هجري) د(بست) يادونه په شهنامه کي کړې:
۱: په شپږمه (۶) مېلادي پېړۍ كي ”بست“ د هفتليانو لاس ته ولويدى او وروسته د لومړى خسرو (=انو شېروان )په لاس كښېوت، :”طبري“.
۲: د اوومي (۷) ميلادي پېړۍ په منځ كي بست د ربيع بن زياد حارثي له خوا ونيول سو، ”بلاذري؛تاريخ سيستان“.
۳: د اوومي (۷) زېږدي پېړۍ په اخر كي ”بست“ كي د عرب واكمنانواو رتبيلانو جګړه؛ (طبري او ابن اثير).
۴: په اته سوه پنځه شپېته (۸۶٥، ۸۶۹م) پوري د ظاهر بن ليث په لاس د ودانيو جوړول، او بست د الپتګين لاس ته لوېدل)، (حدود العالم).
۵: په (۹۶۲م) زېږدي كي بست د الپتګين لاس ته ولوېد، (حدود العالم).
۶: په (۹۷۷م) زېږدي كي بست د سبكتګين لاس ته ولوېد، (يمني تاريخ).
۷: د لسم زېږدي ”ميلادي“ پېړۍ په اخر كي د عرب جغرافيه ليكونكو لخوا د بست د نامه يادول، (اصطخري، مقدسي او ابن حوقل).
۸: په يوولسم زېږدي كي د هېرمند ”هلمند“ سيند پر غاړه د ماڼيو او چوڼيو، عظمت او دبدبه، (فرجي سيستاني هلمندي) د مسعود غزنوي په وخت كي د ”بست“ پر ودانيو سره نوي ودانۍ او بيا د رغوني لښكرګاه او بست كي، ”بيهقي“.
۹: په (۱۰۳۶م) زېږدي، (۱۰۳۷م) مسعود ه لښكرګاه كي د سلجوقيانو له سفير سره وكتل، ”بيهقي“.
۱۰: په (۱۰۴۴م) كي د سلجوقيانو حمله پر بست باندي، (طبقات ناصري).
۱۱: په (۱۰۴۹م) كي د سلجوقيانو ماته په بست كي، (طبقات ناصري).
۱۲: (۱۱۰۶م) كي ارسلان باچهۍ ته ورسېد او پر ”بست“، زمينداور او ګرمسېر يې حمله وكړه.
۱۳: په (۱۱۵۰م) کي د سلطان علاوالدين جهانسوز لښكريانو ”بست“ وسوځاوه، (طبقات ناصري).
۱۴: په (۱۲۰۵م) زېږدي كي ”بست“ د غياث الدين غوري تر واكمنۍ لاندي سو، (طبقات ناصري).
۱۵: په (۱۲۰۶م) زېږدي كي غياث الدين غوري د ”بست“، فراه ا سفزار څخه لښكر د مروې په لور سوق كړ، (طبقات ناصري).
۱۶: په (۱۲۲۰م)، (۶۱۷هـ) كي جلال الدين خوارزمشاه له پښو ولوېد او له خراسان څخه د نيمروز، بست، زمينداور او غزني په لور وتښتېد او چنګېزيانو ”بست“ وسوځاوه.
۱۷: په (۱۳م) پېړۍ كي د ياقوت په وينا ”بست“ وران دى.
۱۸: په (۱۴۸۹م) كي ”بست“ سلطان حسين بايقرا ونيوى خو رونق يې ونه موند.
۱۹: په (۱۵۴۲م) بست د همايون بابر لاس ته ولوېدى، (آيين اكبري).
۲۰: په (۱۷۳۸م) نادر افشار د ”بست“ ودانيو ته نور هم زيان واړوه، (جهانګشاى اكبرى).
۲۱: په (۱۸۳۸م) كي د ”بست“ ځيني دېوالونه له سره ورغېدل.
۲۲: په (۱۹۱۷م) د حبيب الله خان په وخت كي الماني حيئت د لومړى ځل لپاره د ”بست“ له ششك څخه عكس واخيست.
۲۳: په (۱۹۴۹م) كي د بست په لښكرګاه كي د فرانسوي لرغون پېژندونکو لخوا كيندني وسوې.
۲۴: په (۱۹۵۰م) او د شلمي ميلادي پېړۍ په دوهمه نيمايي كي وروسته له هغه لښكرګاه د هلمند په انكشافي پروژې سره د يو عصري ولايت اوښار په توگه ګټه اچوني ته وړاندي سو(1). نور...هم سته
اخځليک:
(١)استاد احمدعلي کهزاد،اريانا،کابل دوهم چاپ ١٣٨٠ل، مخ ٧٢
(٢) همدا اثر مخ٧٣
(٣) علامه رشاد بابا د سيمو تاريخي، جغرافيه دمرکوټولگه ۱۳۸۴ كال چاپ، ميوند خپروندويه ټولنه، ۳۰ مخ.
(3) صديقي محمد عثمان، شهرهاى اريانا د ۱۳۸۵كال دوهم چاپ ۳۷ مخ.
(4) علامه حبيبي شل مقالې پنځلسمه برخه، ۱۳۸۸ كال چاپ ۲۸ مخ.
(5) دغه اثر 29 مخ.
(1) كرباس، ټوكر يو ډول نخي ټوټې دي چي د پنبې څخه جوړېدى په عربي ژبه ورته كرباس وايي.
(2) سیستانی محمد اعظم، سيستان تاريرخ ماسه ها و حماسه ها د ۳۶۶ كال چاپ.
(3) صديقي محمد عثمان، شهرهاى اريانا مخكنى اثر ۴۰ مخ.
(4) لسترنج، جغرافيايي تاريخي سرزمين هاى خلافت شرقي (۳۶۸) مخ.
(1) علامه رشاد د کندهار یاداښتونه مخكنى اثر ۱۹۱ مخ.
(2) لسرنج، جغرافيه تاريخي سرزمين هاى خلافت شرقى ۳۶۹ مخ.
(3) لسترنج د یاقوت په حواله.
(1) اكاډمېسن سيستاني محمد اعظم سيستان ماسه ها و حماسه ها، ۱۳۶۶ كال چاپ ۳۶۹ مخ.
(2) دغه اثر 370 مخ.
(3) علامه رشاد بابا د كندهار ياداښتونه مخكني اثر ۱۹۳ مخ.
(4) علامه حبيبي شل مقالې ۱۵ برخه، ۱۳۸۸ كال چاپ ۳۱ مخ.
(1) سيستان مخكني اثر ۳۷۹ مخ.
(2) تاريخ سيستان ليكوال نامعلوم د ۴۴۵هـ شاوخوا ليكنه ملك الشعراء بهار په زيار ۲۸۰ مخ.
(3) د سيستاني فرخي دېوان د ايران چاپ ۱۵۲ مخ.
(1) د لښكرګه كشف د استاد كهزاد ليكنه د شريف الله دوست ژباړه (ناچاپ اثر).
(1) کاندید اكاډميسن محمد اعظم سيستاني ماسه هاو حماسه ها مخكي تر (۳۸۶، ۳۸۷) مخونه.