پښتانه پهلونان په اريانا کي (٦برخه)


(له ننه ٣٠٠٠- ٣٥٠٠ کاله پخوا)
 


شريف الله دوست(سرواني)
 
هلمند (هیتومنت)د لرغونوکروړیانو ټاټوبی دی تاریخونواو لرغونو داستانوښودلي ده چې د اسیا او اریانا ډیر لرغوني او غښتلي پهلوانان داريانا د هیتومنت (هلمند)له لمني څخه را ولاړ سوي اوهلمند د غښتلو ،تواناوو،نړۍ پهلوانانو او کروړیانو ټاټوبی بلل سوی دی د اسیا نوم ځکه دلته اخلوچې نوموړي پهلوانان د اسيا په کچه مشهوري څیرې وې اوتل يې په هیواد ساتنه او سر ښندنه کې یي له ماورالنهر ،هند ،چین ،یمن ،شام  اوعراق  پوري د غښتلتیا نوم تللی وو لکه څنګه چې له تاریخي یاداښتونو څرګندیږي نوموړي پهلوانان یوازي داستاني او کيسه يز نه دي بلکي په حقیقت کې تیر سوي شخصيتونه دي او د ریښتیني تاریخي شاید درلودونکي دي چې مستندي بیلګي به یي د لرغونو تاریخونو له پاڼو څخه راوړل سي.
 د هلمند سیند، ښيزرازو ځمکو ،ښکلي هوا ،پراخو ، غوړیدلو  دښتو او ښکلي اقلیم ددي ډول غښتلو او پر هیواد مینو پهلوانانو په روزلو کې مهمه ونډه لري ددي سره جوخت روایاتو او لرغونو داستانونو لکه
۱ـ  د فردوسي شاهنامه  ، ۲ـ  ګرشاسپ نامه ،۳    ـ سام نامه  ،                  ۴  ـ فرامرز نامه ، ۵ـ  بهمن نامه ، ۶ـ جهانګیر نامه ، ۷ـ شهریار نامه  او نورو لرغونو ملي حماسو لکه په لرغونی اریانا ، افغانستان ، ماورالنهر او اوسني ایران کې تر تاریخ  وړاندي او وروسته ویل سوي دي ددي ټولو پرسوناژ (نومیالي او قهرمانان) دهلمند او د سیستان څخه دي (١)
یو شمیر ګاونډیو هیوادونو په ډیري بې شرمۍ تاريخ او نومیالي د ځینو سلیقو له مخي په ځان پوري تړلي دي او د دوی پر معنوي هستۍ یي خیټه اچولي ؛ دا هغه څوک دي چې د خپلو هیوادونو ریښتیني او لرغونى تاريخ نه لري او یوازي يې دنوروهيوادونو تاريخونه دمعاصرو د بدو سیاسي تشو څخه  په ګټه اخيستني خپل جعلي تاریخ جوړ کړی دی
د هلمند د پهلوانانو ډیره لرغونې کورنۍ د(گرشاسپ، زال او رستم اوسهراب) په نامه ده.
 د اسلامی دوري په ځینو عربي تاریخونو کې  (رستم پهلوان) دهلمند د زنداور (زمینداور) د ښار بلل سوی دی لکه( معجم البدان) په دي لیکنه کې د هلمند د پهلوانانو یادونه له اسلام مخکي او وروسته دورو پوري کیږي او هره غښتلي او هیوادواله څیره په لنډه توګه ستاسو مخي ته وړاندي کیږي
 
لاندي دهغو پښتنو پهلوانانو لړليک راوړل سوى چي دهيتومنت( = هيلمند) په لرغونې حوزه پوري اړه لري.
       
 ۱-سام نريمان(ګرشاسپ= غرغښت بابا) دډنګرآس درلودونکی پهلوان.
۲- زال(دستان) پهلوان.
۳- رستم پهلوان.
۴- شغاد پهلوان.
۵- زواره(تخوار) پهلوان.
۶- فرامرزپهلوان.
۷- سهراب پهلوان.
_ بروزپهلوان زوی يې شهريارپهلوان.
۸- جهانګيرپهلوان.
۹- ميرمن ګشپ پهلوانه.
۱۰- ميرمن زرسپ ګيو ولدګداز
۱۱- رهام پهلوان
۱۲- بيژن پهلوان.
۱۳- طوس پهلوان.
۱۴- زراسپ پهلوان.
اسلامي دوره ١٥- اميرپولاد پهلوان ١٦- اميرکروړجهان پهلوا١٧
 - اميرناصرپهلون ١٧ - اميربجي پهلوان.
١٨- ديعقوب ليث اکا، ازهرپهلوان.
فرهاد بابا نوزادى پهلوان ١٩- کرم خان فتح خان بړيڅ پهلوان.٢٠-  موسی جان پهلوان.٢١- ولي جان پهلوان د(موسى کلا). په دې ورستيو کي دسنگين زمرى بابا پهلوان،گړاب بابا دسروان کلا پهلوان،پولاد بابا پهلوان او داسي نور...
ثريت يا بيټنى: دګرشاسب (سام) پلارله اويستايې لويانو اوپاک لمنوڅخه دی نوموړی داويستاپه مذهبي کتاب په نهم (يسنا اولسمه فقره کي )د اريائيانو دلومړني ډاکټرصاحب په توګه يادسوی دی نوموړی دهوم(سوما) بوټی دلومړي ځل لپاره وپېژانده .
۲-سام (ګرشاسپ بابا). مخکي يې په تفصيل سره يادونه سوې ده د نوموړى نوم دډنګرآس لرونکي په معنی دی سام دګرشاسپ اوسام نريمان (نيرمنو ،نرمش ،نيرم) په نامه نومول شوي دي چي ګرشاسپ دډنګرآس لرونکي په معنا دی سام (ګرشاسپ) دثريت زوي دی دزال پلاراو دروستم پهلوان نيکه دی دهيتومنت (هلمند) دلرغوني حوزې له مشهوروپهلوانانوڅخه ؤ. دګرشاسپ يوبل ستاينوم (نرمينو)چي په دري-پاړسي ادبياتو کښي په (نريمان)اوښتی دی .ګرشاسپ په اويستاکي (کرساسپه ) اوپه دهندي اريائيانوپه کتاب مهابهاراته کي (کرساسوه) راغلی  داويستا د(زاميادشت)له يادښتونوله مخي څرګندېږي چي جم (جمشيد=يما) ترمنځ اړيکه شتون لري چي شاهي (فر) درې ځله له جمشېد، يوځل منوچهر ،يوځل فريدون اويوځل ګرشاسپ ته رسېدلی دى(٤)
ګردېزی هم د نوموړي يادونه کوي گرشاسپ [= سام بن نريمان](= ثريت) جد رستم ومنوچهر](٥)
ګرديزي په (۴۴۴هجري) کي ګرشاسپ اوسام په تېروتنه دوه نومونه يادکړي دي.
 ددې پهلوانانو دنسب لړۍ په عربي اوپهلوي اخځليکونوکي په لاندي توګه ښودل کېږي
-فرېتون(= فرېدون)
-توچ (= تور)
- دروشاسپ (بندهش ،طبري : شيداسپ)
- تورک (بندهش ، طبري : طورک )
- نريمان (دبندهش په لړليک کي نه دي يادسوي ) ځکه دا دګرشاسپ بابا لقب ؤ
- سام (طبري :سهم ،دپهلوي هياَت) دانوم ممکن سام يا سهم وي.
- اترات (ثريت ؛دبندهش : اثرت ، دطبري : اثرط )
- کرشاسپ (=ګرشاسپ = غرغښت بابا)(٦)
خوبيروني صحيح روايات په دې هکله ليکلي دي ؛ هغه داچي ګرشاسپ اوسام يې دواړه يونوم بللى دى ؛ بيروني ليکي له کرشاسپ (=ګرشاسپ ) سام څخه دستان (=زال) اوله دستان څخه رستم پهلوان وزېږېد
چي په رښتنې توگه داروايت ترټولولرغونی دی(٧)
لکه چې مو وویل ډیر نامتو او لوی پهلوانان د هلمند له غيږي راپورته سوي  د اويستا له روایتونو او نورو پهلوي کتابونو له مخي ددوی توکم دبخدي(= پښتي) همهغه یمه (٨) (= جم، جمشید ) پاچا ته رسیږي ؛  نوموړي د زابلستان د پاچا کورنګ له لور سره واده وکړ له دي توکم څخه (سام نریمان) پیدا سو چي د ویښتیانو دسپينوالي په سبب ( زال زر ) ونومول سو او د پلار له خوا د هلمند او سیستان پاچهي ورکړل سوه.
( زال زر ) د کوبها ( کابل ) د مهراب شاه  پر لور ( رودابه ) چې د ضحاک(= ساک ) له نسله وه مین سو او واده یي ورسره وکړ چې د خپل وخت د سیمي په کچه ډیر غښتلی ،کلک او کروړ سړی وو .
 
۳ ـــ اوروخش (اوروخشیه ) :
 
 د ثریت (اترت ،دبندهش ، اثرت يا بیټنی ،طبري ، اثرط ) یاد کړي زوی دی د اویستایي یاداښتونو له مخي چې اترت ( ثریت ) د هوم یا سوما د بوټي تر پیژندلو وروسته دوه زامن پیدا کړه چۍ یو یي (اوروخشیه )او بل یي ( ګرشاسپ ) چې لومړی یي د آیین ،قانون اودارې سړی وو او دوهم یي (ګرشاسپ ) زړه ور،جګړن او پهلوان وو د (رام شیت د ۲۸ فقري ) له مخي اوروخش (اوروخشیه ) د (هیتاسپ ) له خوا په قتل ورسید چې بلاخره ګرشاسپ یي انتقام واخیست.
 
۴ـــ زال :ـ‎ـ نوموړی زال دستان هم یاد سوی او د ګرشاسپ (سام ) زوی او د اترت (ثریت) لمسی د هلمند د لرغونو د اوستایي او داستاني پهلوانانو څخه دی زال او( زر) یي هم بللی دی د زال زر د نامه علت یي د نوموړي د بدن ویښتیان دي وايي کله چې له موره څخه وزیږید ویښتیان یي د سپینو زرو په څیر تک سپین وه ځکه یي زال زر باله دآريانا دپښتواو دري- پاړسي د داستاني ادبیاتو له مخي چې کله وزیږید او د سر ویښتیان یي سپین وه پلار یي سام نوموړی د (البرز) په غره کې وغورزاوه یوه سيمرغ نوموړی لوی کړ؛ سام یوه شپه خپل زوی په خوب کې ولید او سمدلاسه يي په لټه کې سو سيمرغ زال خپل پلار ته وروسپاری زال له سيمرغه څخه د داستان لقب خپل کړی چې د (فردوسي خراساني=افغاني) په وینا د مکر او حیلي په معنا دی چې کله یي پلارنوموړی دمکراوحيلې په ډول له ځانه جلاکړ نوموړی ډېرغښتلی پهلوان سو دمهراب کابلي دلور (رودابه ) سره يې واده وکړ او روستم ورڅخه وزېږېد(٩)
کله چي زال خپل زوی روستم د(البرز) غره ته دکيقبا(١٠) په لټه واستاوه اووروستم کقيباد راويست اوپرتخت يې کښيناوه چي ديوه حکيم اوهوښيارسلاکار په توګه دکياني شاهانوسره په څنګ کي پاته سو،زال د(منوچهر) له وخته د(دارا ) تروخته پوري ژوند کړئ :خود(فردوسي) په شاهنامه کي دنوموړي ژوند د(بهمن) تروخته ښودل سوى دى.
 
اخځليک اولمنليک:
 
ـ فردوسي ابو القاسم حسن بن اسحاق  د شهنامي شاعر  په ۳۲۹ هجري قمري کې په خراسان کې زیږیدلی دی
ـ ګرشاسپ نامه :ـ منظوم داستانونه دي چې اسدي طوسي په         (۴۵۶ ـــ ۴۵۸ ) کې لیکلې ده او د ګرشاسپ بابا دپهلوانۍ داستانونه دي.
 
            ١ ـ کاندید اکاډمیسن محمد اعظم سیستاني سیمای رستم در شاهنامه  چاپ کابل ۱۳۶۹ ش
(٢) محمداغظم سيستاني ،سيستان قبل ازاسلام ،چاپ کابل ۱۳۶۴ اکاډمي علوم ، صفحه ۳۴۸
(۱۰)هم ليکل سوی دی. apastak=ayistak
(٣) سيستاني، سيستان قبل از اسلام صفحه ۳۴۹  ، ۱۲۱  زوين الخبار صفحه ۷۲
۶ مخ
 
( ٤) يمه :په اويستاکي  يما بلل سوی دی (=کهزاد ۲۶۴/ ۱۳۳۶  ۸ مخ
( ٥)- فردوسي حکيم ابوالقاسم حسن بن اسحق دشاهنامې شاعر،زېږېدنه ۳۲۹ هجري
۵ مخ
 
(٦) ارتورکريستن سن ، کيانيان ،ترجمه ذبيح الله صفا ، ۱۳۸۱ ش تمران  مخ ۱۸۸
 
 
(٧) ارتورکريستن سن ،کيانيان مخکنی اثر ۹۱ مخ
 
 
(٨)محمد اعظيم سيستاني ،سيستان قبل ازاسلام ، علوم اکاډمي ۱۳۸۴ ش ، صفحه ۳۴۷
سيماي روستم درشاهنامه ، محمداعظيم سيستاني صفحه ۸۲
(٩)حسن عميد ،فرهنګ عميد،تهران چاپ ،۱۳۸۱ ،مخ ۱۲۴۰
(١٠)کی کواد(=کوی کوات) دکيانی کورنۍ لومړنی پاچادی (کيانيان)
 
نورهم سته...