ولې مچان پښې سره مښي؟

که چېرې موږ په غور سره مچان د نظر ﻻندې ونيسو نو ډير ژر به مو پام شي چې دوی پښې سره مښي .
ښايي ډير به فکر کوي چې په دې توګه  مچان خپلې پښې پاکوي خو داسې نه ده . مچان د پښو په مرسته  کولی شي د يو څه خوند وڅکي،د دوی په پښو کې د ذايقې حس دی  اوپه دې توګه  دوی اړتيانه لري چې يو څه اول وخوري  او بيا يې په خوند پوه شي ځکه چې دا کار د مچانو پښې تر سره کولی شي.